ميليسه فليمينګ: تېر يو کال کې افغان نجونې او مېرمنې ډېرې ځورېدلي
هغې داخبره په یوه ټویټ کې چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یوناما په خپله ټویټرپاڼه کې خپور کړی، کړې ده.
مېرمن فلیمنیګ ویلي چې موږ باید افغان ښځې او نجونې هېرې نهکړو.
د هغې په خبره ملګري ملتونه به هیڅکله هم له دې ټینګار لاس وانهخلي چې نجونې په هره سویه ښوونځي ته لاړې شي او هغوی ته په مسلکي ژوند کې د ګډون لپاره وسایل ورکړي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې چې نن یې دوهم کال پیل شوی، ډېرو ښځو په دولتي او نورو ادارو کې خپلې دندې له لاسه ورکړي او له شپږم ټولګي پورته نجوني ښوونځي ته له تلو محرومې شوي دي.
