د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو په جګړو کې د خپلو نادرکه شویو غړیو او نورو کسانو په اړه یو دیارلس ماده یې فرمان صادر کړی.
د دغه فرمان له مخې چې متن یې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټوېټرپاڼه خپور کړی تر ډېره د د ورثه و ترمنځ د دغو نادرکه شویو کسانو تر شاه د پاتې شویو جایدادونو د ترکه کېدو پر څرنګوالي او د هغو د کونډو پر مدني وضعیت څرخي.
د فرمان له مخې حنیفي فقه حکم کوي، هغه کسان چې په جنګونو یا هغو ځایونو کې ورک شوي چې د مرګ احتمال یې ډېر... Читать дальше...
د اوکراین د مرکزي دنیپرو پتروسک د سیمې والي وایي، پرنیکوپول او د مارهانیڅ پر ښارونو د روسیې د تېرې شپې په توغندویي بریدونو کې دیارلس ولسي وګړي وژل شوي او یولس نور ټپیان شوي چې د پنځو وضعیت یې نازک دی.
والینټن ریزنیچونکو وویل، دوه ټپیان د ژغورنې د هڅو سره سره د مارهانیڅ په روغتون کې مړه شول.
هغه ویلي چې ډېر جسدونه د نړېدلو ودانیو تر خاورو لاندې دي او را ایستل یې ډېر ګران کار دی.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازی وایي، مسکو سبا پنجشنبې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د یوې غونډې د رابللو غوښتنه کړې چې د اوکراین د زاپوریژیا د اټومي بټۍ په اړه چې روسیې پر اوکراین د پنځه میاشتي یرغل په لومړیو کې نیولې، خبرې وکړي.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې د دایمي استازولۍ لومړي مرستیال دیمیتري پولیانسکي داخبره نن تایید کړه او ویې ویل چې روسیې غوښتنه کړې چې د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د ادارې مشر رافایل ګروسي د دې غونډې ګډونوالو ته د دغې بټۍ د وضعیت په اړه معلومات ورکړي.
په اوکراین... Читать дальше...
کندهار کې د انګورو سوداګر وايي، موټرې يې د سپین بولدک په ګمرک کې غیر معیاري پلټل کېږي چې انګورو ته سخت زیان اړوي او پاکستان ته یې په صادراتو کې ځنډ رامنځته کېږي.
بلخوا د کندهار د سپین بولدک د طالبانو د ګمرک مسوولان د سوداګرو دا ادعاوې نه مني.
نور تفصیل د صادق رښتیني په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:
افغان غرختونکی علي اکبر سخي چې شل ورځې وړاندې د نړۍ دوهمې لوړې څوکې "کې ټو" ته د ختلو په هڅه کې مړ شو، مړی یې لا هم کورنۍ ته نهدی سپارل شوی.
د خپل غره ختونکي ورور د جسد په تمه دی چې د پاکستان د کې ټو غره په لوړو څوکو ومړ.
غره ته ختونکی علي اکبر سخي د جولای په ۲۱مه د پاکستان په ګلګیت بالتستان کې د نړۍ د غره دوهمې لوړې څوکې ته د پورته کېدو پر مهال مړ شو.
خو داسې مهال چې د غره په یوه ډېره پورته برخه کې د هغه له مړینې ۲۰ ورځې تېرېږي، مګر لا یې هم جسد هلته پاتې دی او کورنۍ ته یې نهدی تسلیم شوی. Читать дальше...
له ماشومانو د ملاتړ موسسه وایي، په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې کوچني نجونې تر ټولو زیاتې منزوي، وږې او غمګینې دي.
۱۸ کلنه فریده چې د دولسم ټولګي زدهکوونکې ده وایي، هیله یې دا وه چې له ښوونځي تر فارغېدو وروسته خپلو لوړو زدهکړو ته دوام ورکړي.
خو وایي، د نجونو له زدهکړو سره د طالبانو مخالفت یې راتلونکی برباد کړ.
هغه زیاتوي: "یو کال کېږي چې په کور ناسته یم، دلته نور د پرمختګ زمینه برابره نهده او نه هم راتلونکي ته کومه هیله پاتې ده. زه په خپل ټولګي کې اول نمره وم اوس مې د درسونو په اړه... Читать дальше...
د خصوصي ښوونځیو ټولنه وايي، په روان یوه کال کې یوازې په کابل کې د مالي ستونزو له امله شاوخوا ۲۰۰ خصوصي تړل شوي دي.
میوند منګل د نوښت په نوم د یوه خصوصي ښوونځي مسوول دی.
ښاغلي منګل ازادي راډیو ته وویل، اقتصادي ستونزو مجبور کړ چې تازه دغه ښوونځی وتړي.
هغه وايي: "زموږ ښوونځی د اقتصادي ستونزو له امله وتړل شو، هغه ځای مو چې نیولی و، خپل مو نه و، کرایه مو ورکوله. کرایه یې زیاته وه او موږ نه شو کولای چې کرایه یې پوره کړو، له همدې امله مو ښوونځی بند کړ."
منګل په وینا، د ښوونځي له تړلو سره یې ۱۰۳... Читать дальше...
د ایران مشهور شاعر او څېړونکی امیر هوشنګ ابتهاج سایه ومړ.
امیر هوشنګ ابتهاج چې تخلص یې سایه و، چهارشنبې سهار مهال د ۹۴ کلونو په عمر په المان ومړ.
د دې مشهور غزل لیکونکي شاعر شعرونه د ډېرو طلايي حنجره لرونکو افغان سندرغاړي احمد ظاهر او ایراني سندرغاړي محمد رضا شجریان لهخوا ویل شوي.
د هغه لور یلدا ابتهاج په انسټاګرام د خپل پلار مړینه تایید کړې ده.
لیکوال او شاعر کاه جبران سایه په اوسني عصر کې د فارسي ژبې د لیکوالو په ډله کې وروستی کلاسیک شعر لیکونکی شاعر ګڼي.
هغه وویل: "د نننۍ ادبي تنقید... Читать дальше...
تحریک طالبان پاکستان د اګست پر نهمه په يوه بيان کې د خپلو درې مشرانو وژنه تايید کړې ده. د اګست پر اوومه د افغانستان په برمل کې په وژل شويو کې د طالبانو مهم قوماندان عمر خالد خراسانی هم شامل وو. خراساني د طالبانو د هغې ډلې برخه وو چې د پاکستان له حکومت سره په خبرو اترو بوخته ده. د چارو ځينو پوهانو دا اندېښنه ښوولې چې د عمر خالد خراساني وژنه ښايي د پاکستان حکومت او طالبانو ترمينځ پر روانو خبرو اترو ناوړه اغېز وکړي خو طالبانو په بیان کې په دې اړه څه نه دي ويلي البته ادعا کوي چې د پاکستان پوځ ته به ماتې ورکوي. Читать дальше...
د مخکیني افغان ولسمشر محمد اشرف غني مدافع وکیل سیګار ته د یو شمېر محدودو پوښتنو په ځواب کې د هغو ادعاوو سپیناوی کړی چې ګواکې ښاغلي غني د طالبانو په لاس د افغانستان د سقوط پر مهال له افغانستانه پیسې له ځان سره وړي دي.
سیګار په خپل یوه تازه راپور کې د مخکیني افغان ولسمشر محمد اشرف غني په استازیتوب د هغه د مدافع وکیل له لوري د هغو پوښتنو ځوابونه خپاره کړي چې دې ادارې د مارچ په ۱۸مه نېټه له ښاغلي غني سره د دې اداره له لوري د یوې مرکې وړاندیز په ترڅ کې ور استولې شوې وې.
دا راپور اصلاً د دې ادارې د... Читать дальше...
پولیسو د اګست پر نهمه په بیان کې وویل چې عماد یوسف یې د سې شنبې (نهې) شپې مهال د ښار په ډېفېنس سیمه کې له خپل کوره ګرفتار کړی دی.
د ژغورنې نړیواله کمېټه یا آی آر سي وايي، په افغانستان کې اوسنی بشري او اقتصادي ناورین ښايي په دې هېواد کې تر ۲۰ کلنې جګړې زیات افغانان ووژني.
د دې کمېټې یوه اعلامیه کې لیکل شوي، وروسته له دې چې په افغانستان کې واک طالبانو ونیوه، د خلکو اړتیاوې ډېرې زیاتې شوي او لوږې او بېوزلۍ ټول هېواد نیولی دی.
یوه مېرمن بس بيبي نومېږي او د غزني اوسېدونکې ده.
هغه د خپلې بېوزلۍ، ولږې او خراب ژوند کیسه کوي، خو دا شکایت هم لري چې د دوی په نوم مرستې په نورو وېشل کېږي.
نوموړې وايي: "دا مو ټول طعام دی. دا مو ټوله وچه ډوډۍ ده. Читать дальше...
دا په داسې حال کې ده چې امریکايي ولسمشر جو بایډن د اګست پر لومړۍ نېټه ناوخته اعلان وکړ چې د جولای پر ۳۱مه یې په ډرون برید کې د القاعدې مشر وژلی دی او طالبان له القاعدې ډلې سره پر اړیکو پاللو تورن شول.
د خيبر پښتونخوا د سوات په مټه کې يو ځايي کرونده ګر شريف الله د اروپايي هېواد ايټاليې پر طرز د مېوو باغونه لګولي دي. نوموړی وايي، له دې لارې يې له لږ ځمکې د دوديزو لارو پرتله څلور چنده حاصل تر لاسه کوي. نور حال نياز احمد خان په ويډيويي راپور کې راکوي.
متحدوایالتونو ویلي، له اوکراین سره به د ۸۹ میلیون ډالرو مرسته وکړي څو د روسیې له خوا په دې هېواد کې ښخ شوي ماینونه لیرې کړي.
دا پیسې د ماین پاکۍ د سلو ډلو د فعالیت د لګښتونو، د اړتیاوړ تجهیزاتو د پېرلو او د کسانو د روزنې لپاره په پام کې نیول شوي.
د دې ډلو دنده به د یوه کال لپاره د ماینونو او ناچاودو مهماتو ایستل وي.
د امریکا د بهرنیوچارو وزارت پرون په یوه بیان کې وویل چې د روسیې له بې دلیله یرغل وروسته د اوکراین د خاورې لویه برخه په ماینونو او ناچاودو مهماتو پوښل شوې ده.
اخوا د اوکراین په... Читать дальше...
یو افغان وګړی پرون په امریکا کې د څلورو نورو مسلمانانو د قتل د مهم تورن په توګه ونیول شو.
د نیو مکسیکو په البوکِرک ښار کې پولیسو له څو ورځنیو پلټنو وروسته د محمد سعید په نوم ۵۱ کلن افغان د څلورو افغان او پاکستاني وګړو د قتل په تور ونیوه.
په دې ډله کې یو تن په تېره نومبر میاشت کې او درې نور په تېرو څو اونیو کې وژل شوي وو.
پولیسو له لومړنیو څېړنو وروسته ویلي چې ښايي قاتل به له دې کسانو سره شخصي دښمني لرله.
د اوکراین په ختیځه دونېڅک سیمه کې چې له روسیې سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې پرته ده پرون یوځل بیا د درنو جګړو راپورونه ورکړل شول.
روسیې په دې سیمه کې د عملیاتو نوې لړۍ پیل کړې چې هدف یې په دونباس سیمه کې د ولکې پراخول دي.
د اوکراین د پوځ ستر درستیز پرون اعلان وکړ چې د روسيې پوځ پر دونېڅک سیمې له څو خواوو د برید هڅه وکړه.
اوکرایني چارواکو ویلي دي چې د دوی ځواکونه په دې سیمو کې کلک مقاومت کوي او خپل سنګرونه یې ساتلي دي.
د مهاجرت نړیوال سازمان وایي، په افغانستان کې د محلي کوچنیو کاروبارونو د ملاتړ له لارې هغو افغانانو ته د کار زمینه برابروي چې بېرته دې هېواد ته ستنېږي.
دغه سازمان په خپله ټوېټرپاڼه کې د رضا په نوم د یوه افغان ځوان له تصویر سره یوځای کښلي چې نوموړي هېواد ته له بېرته ستنېدو وروسته خپل ژوند ته د سمون ورکولو په برخه کې ستونزه درلوده خو د نوي کسب په زده کولو سره یې د ځان لپاره کار پیدا کړ.
رضا ویلي چې په ۲۰۱۶ کال ایران ته تللی و او له دوو کالو کډوالۍ وروسته چې له ډېرو ستونزو سره مخ و، بېرته افغانستان ته راستون شوی دی. Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړې اداره یونېسف وايي چې د افغانستان په هغو سیمو کې یې سلګونو ماشومانو ته د زده کړې امکانات برابر کړي چې وروستۍ زلزلې اغېزمن کړي دي.
یونېسف پرون په یوه ټوېټ کې ویلي چې په ځپل سیمو کې یې نوي ۱۴۰ ټولنیز درسي صنفونه جوړ کړي چې په کې ډېرو نجونو ته لومړنۍ زده کړې ورکول کېږي.
یونېسف دغه راز په زلزله ځپلو سیمو کې د کولرا یا نس ناستې ناروغۍ د زیاتېدو په وړاندې هم خبرداری ورکړی دی.
په پکتیکا او خوست کې د جون د ۲۲ مرګونې زلزلې په نتیجه کې چارواکو د له زرو زیاتو کسانو د مړه کېدو او زرګونو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.
په شمال کې د قوش تېپې کانال جوړولو د چارو مسوولین وایي، د دغې سترې پروژې کارونه په چټکۍ مخته ځي او هغه به تر ټاکلې نېټې مخکې بشپړ شي.
د قوش تېپې د اوبو لګولو دغه ستره پروژه چې د سروې چاروې یې په ۲۰۱۸ کال کې پیل شوې وې، د امو له سیند څخه په کال کې ۱۰ میلیارده متر مکعبه اوبه رااخلي، د ۲۸۰ کیلومتره په اوږدوالي، د ۱۰۰ متره په پلنوالي او ٨،٥ مترو په ژوروالي سره په بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د شاوخوا ۵۰۰ زره هکټاره ځمکې د خړوبولو وړتيا لري.
د دغې پروژې ولایتي مسوول انجنیر فرید عظیم پژواک خبري... Читать дальше...
افغانستان د کرکټ د شل اوره سیالیو په ترڅ کې پرون لومړۍ لوبه ایرلنډ ته د اوو ویکټو په توپیر وبایلله.
افغان لوبډلې لومړی لوبه وکړه او په ټولو شلو اوورونو کې یې ۱۶۸ منډې وکړې او ایرلنډ لوبډلې ته یې د ۱۶۹ منډو هدف وټاکه.
ایرلنډ لوبډلې د درېیو لوبغاړو له سوځېدو وروسته په داسې حال کې چې یوتوپ یې لاپاتې و، ۱۷۱ منډې وکړې.
د دواړو ټیمونو ترمنځ بله لوبه به د پنجشنبې په ورځ ترسره شي.
افغانستان په تېرو پنځو نړیوالو لوبو کې څلور له ایرلنډه ګټلي او یوه یې ورسره مساوي کړې ده.
د پاکستان د یوه خصوصي تلوېزیون خپرونې د دې هېواد په ډېرو برخو کې بندې شوې.
د ازادي راډیو د ګندهارا ویبپاڼې د راپور له مخې د اې آر وای تلوېزیون خپرونې وروسته له هغې بندې شوې چې د پاکستان د پوځ په اړه یې یو راپور خپور کړ.
دې تلوېزیون د اګسټ په اتمه د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان چې دغه تلوېزیون یې د اوږدې مودې ملاتړی بلل کېږي، د یوه سلاکار هغه ادعا خپره کړې چې واکمن ګوند یې د پاکستان د پوځ پر ضد په ناوړه کمپاین تورن کړی و.
هغه تور چې ملي امنیت ته یو ګواښ ګڼل شوی.
د دې تلوېزیون مرستیال... Читать дальше...
له اوکراینه د جلا کړای شوې کریمیا ټاپووزمې چارواکو پرون په یوه پوځي هوايي ډګر کې د چاودنو خبر ورکړ.
د روسیې دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې د نوو فیدوریوکه کلي ته نږدې هوايي ډګر د مهماتو په زېرمتون کې چاودنه شوې ده.
د روسیې دفاع وزارت د چاودنې د لاملونو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي خو یوازې دومره یې ویلي چې دغې چاودنې تلفات نه دي اړولي او نه یې هم پوځي الوتکو ته زیان رسولی.
کریمیا چې روسیې په ۲۰۱۴ کال له اوکراینه جلا او له خپلې خاورې سره یوځای کړه، دا لومړی ځل دی چې پر اوکراین د روسیې... Читать дальше...
پاکستاني طالبانو په افغانستان د خپل یوه جګپوړي مشر وژنه رسماً تایید کړې او له افغان طالبانو یې غوښتي چې د دغې پېښې په اړه جدي څېړنه وکړي.
د تحریک طالبان پاکستان ډلې یا ټي ټي پي پرون د خپل یوه مهم قومندان وژنه رسماً تایید کړه او ویې ویل چې عبدالولي مهمند چې په عمر خالد خراساني مشهور و او مخکې یې په مهمندو ایجسنۍ کې د دغه تحریک مشري پر غاړه وه، په افغانستان کې وژل شوی دی.
ټي ټي پي په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې پر خراساني د یکشنبې په ورځ د پکتیکا برمل ولسوالۍ ته نږدې برید وشو.
په دغه برید کې... Читать дальше...
واشنګټن ایکزامینر:
واشنګټن ایکزامینر ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د عمومي قوماندان ډیویډپيټرایوس وروستیو څرګندونو ته کتنه کړې.
ډیویډپيټرایوس په یوه مطلب کې چې د اتلانتیک خپرونې لپاره یې لیکلی، ویلي چې افغانستان ښايي تر راتلونکو څو کلونو پورې د افراطي اسلامپالو د ودې مرکز وي.
پيټرایوس چې په ۲۰۱۰- ۲۰۱۱ کلونو کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو مشري کوله، استدلال کوي چې متحدوایالتونو په افغانستان کې د شل کلن حضور پرمهال یو لړ اساسي تېروتنې کړې دي چې د پيټرایوس په نظر د ژمنتیا نشتوالی یې یوه لویه تېروتنه وه. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Победа спортсменов Центра боевых искусств
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Новак Джокович
Легенда тенниса рассказал, готов ли он опять стать тренером Джоковича
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Регоператор провел экологический телемост между школьниками Подольска и Москвы
Путин в России и мире
Москва
Площадь трех вокзалов в Москве переименуют
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко ограничил выплату дивидендов гражданам недружественных стран
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Зеленский взял Залужного в заложники? В Киеве начинается новый скандал
Навальный в России и мире
Москва
Мосгорсуд оставил в СИЗО журналистку Фаворскую, обвиняемую в экстремизме за репортажи о Навальном
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Сергей Давыдченко
Ставропольский пианист Сергей Давыдченко рассказал, как попал в команду Мацуева
Москва
Замминистра обороны России задержан по подозрению в получении взятки
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net