ترکیه کې بېبرخلیکه افغان پناه غوښتونکي
په ترکیه کې ځیني افغان پناه غوښتونکي وايي، بېبرخلیکه دي او دلته له پاتې کېدو پرته بله چاره نهلري.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ترکیې سلګونه افغان پناه غوښتونکي له خپلې خاورې ایستلي دي.
نور حال په دې وېډیو کې وګورئ:
د ښځینه بندیانو بلاک د کندهار په مرکزي محبس کې دی چې د یو شمېر معتادو مېرمنو په ګډون ۳۸ تنې زندانیانې لري.
نور جزئیات په دې راپور کې.
په کابل کې د افغانستان د خود جوشه ښځو غورځنګ د ښځې یا زن په نوم کتابتون پرانیست.
د 'زن' په نوم کتابتون چې څه باندې دوه زره ټوکه بېلابېل کتابونه لري، د چهارشنبې په ورځ د کابل په پل سرخ سیمه کې پرانیستل شو.
دغه کتابتون د افغان خود جـوشه ښځو د غورځنګ په نوښت پرانیستل شو، چې ښځې او نجونې کولای شي په وړيا توګه ترې ګټه واخلي.
د افغان معترضه ښځو د خود جوش غورځنګ مشرې جولیا پارسي د دغه کتابتون او کتاب پلورنځي د پرانیستلو د هدف په اړه ازادي راډيو ته وویل : "موږ دلته دوه موخې لرو، لومړی دا چې دا کتاب... Читать дальше...
د خیبر پښتونخوا ښځو د اګست پر ۲۳مه په اسلام اباد کې لومړنی کلنی کنفرانس کړی دی. په "مشال تر رڼا لاندې" خپرونه کې مو د غونډې موضوع او ارزښت څېړلی دی. په خپرونه کې د خیبر پښتونخوا د حکومت د ښځو چارو مشره رفعت سردار، د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکي بنسټ عورت فاونډېشن استازې شبینه ایاز او د ښځو او نرښځیو د حقونو لپاره کارکوونکي سازمان بلو وېنز مشر قمر نسیم مېلمانه دي. بحث د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
د کندهار د شاولي کوټ او معروف ولسوالیو سېلاب ځپلي د بېړنیو بشري مرستو غوښتنه کوي.
په دغه سیمو کې تېره ورځ او نن سهار د شدیدو اورښتونو له امله راوتلو سېلابونو ۶ کسان مړه او په سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه، باغونه او د اوسېدو کورونه تخریب کړي.
نور حال د صادق رښتیني په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت وايي، تېره نږدې یوه میاشت کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د راوتو سېلابونو په پایله کې ۱۸۲ تنه مړه او ۲۵۰ ټپیان شوي دي.
د دې وزارت ویاند محمد نسیم حقاني نن رسنیو ته استول شوي ویډیويي پیغام کې ویلي، تر ټولو زیاته مرګژوبله په لوګر، نورستان، ننګرهار، پروان، غزني میدان وردګ، زابل او کندهار ولایتونو کې خلکو ته اوښتې ده.
د حقاني په خبره، ټولو سېلاب ځپلو سیمو ته مرستې رسېدلي، خو هغه ډول چې اړینه ده، کافي نهدي.
دا په داسې حال کې ده چې د هوا پېژندنې... Читать дальше...
د بشري حقونو د څار سازمان د پاکستان له پارلمانه غوښتي چې د هغه قانون د تصویب کارونه دې چټک کړي چې شکنجه – جرم ګڼي.
د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د جنوبي اسیا په دغه هېواد کې په پراخه کچه شکنجه کېږي.
سره له دې چې د پاکستان اساسي قانون د تورنو کسانو د اقرار د ترلاسه کولو لپاره د شکنجې کارول منع کړي او پاکستان د شکنجې پر وړاندې نړیوال منشور لاسلیک کړی، خو د دغه هېواد پارلمان نه دی تصویب کړی.
د توقیف پر مهال د خلکو د شکنجه کولو او وژلو د مخنیوي قانون مسوده د پاکستان ملي اسامبلۍ یا ولسي جرګې تصویب... Читать дальше...
د کندهار په معروف ولسوالۍ کې نن سهار د سختو اورښتونو له کبله سېلابونو شپږ کسان مړه کي او یو شمېر کورونه او حکومتي تاسیسات یې له منځه وړي دي.
د کندهار د معروف ولسوالۍ د طالبانو امنیه قومندان ملا طاهر ادریس وایي، د سېلابونو له امله دغه ځاني او مالي تلفات د معروف ولسوالۍ په مرکز کې رامنځ ته شوي.
د نوموړي په وینا سېلابونو د ملکي خلکو لسګونه کورونه او د معروف ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ او محبس ودانۍ هم تخریب کړي.
د يادونې ده چې له تېرو څو اوونيو راهيسې پرلهپسې سېلابونو د افغانستان په ډېری ولايتونو... Читать дальше...
په زابل کې د طالبانو د حکومت سیمهیز چارواکي وایي، د دې ولایت په شملزو ولسوالۍ کې له پاکستان سره پر ډېورند کرښه د بادیني لار د عاجلو ناروغانو پر مخ پرانيستل شوه.
په زابل کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور سرپرست مولوي رحمت الله حماد وايي، دغه لار په رسمي ډول نهده پرانیستل شوې خو هغه کسان چې عاجل ناروغان لري پاکستان ته د اوښتو اجازه لري.
د نوموړي په خبره دا کار د سیمې د خلکو په غوښتنه شوی دی.
د زابل د شملزو لاره د پخواني افغان حکومت پر مهال جوړه شوې وه خو پرانیستل شوې نه وه خو دا لومړی ځل دی چې یوازي د عاجلو ناروغان لپاره پرانیستل شوې ده.
اخوا د بلوچستان د اعلاوزیر د کورنیو چارو سلاکار میر ضیا لانګو وايي، د ورکو بلوڅانو د کورنیو غوښتنې منل شوې دي.
د خبریالانو نړیوال فدراسیون له طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره امریکايي ازاد خبریال او د نوموړي افغان همکار خوشې کړي.
دغه فدراسیون په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د خبریال او فلم جوړونکي ایور شیرر او د نوموړي افغان همکار فیض الله فیض نیول د طالبانو له لوري د بیان ازادۍ ته په نه پاملرنې دلالت کوي.
ازاد خبریال او فلم جوړونکی ایورشیرر او ورسره یو بل افغان پروډیوسر همکار يې فیضالله فیض د اګسټ په ۱۷مه، د کابل په شېرپور سیمه کې، هغه مهال ونیول چې دواړو ویډیو اخیسته.
د خبریالانو نړیوال فدراسیون یا [IFJ]... Читать дальше...
یو شمېر تازه ویډیوګانې ښيي چې طالبانو په پنجشېر ولايت کې ملکي وګړي د وسلو د لرلو په تور نیولي دي.
په دې ویډیو ګانو کې ليدل کېږي چې طالب وسلهوال نیولو شویو کسانو ته سپکې سپورې وايي او ملنډې پرې وهي.
دې ویډیوګانو پراخ بحثونه را پارولي او په ټولنیزو رسنیو کې تبصره کوونکو طالب وسلهوال له دې امله چې نړیوال بشردوستانه قوانین یې نقض کړي، غندلي دي.
خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت بیا وايي، هغه کسان چې له دوی سره د شوي چلند په اړه شکایت لري، د بندیانو کمېسیون ته دې مراجعه وکړي.
هغه ويډيوګانې چې... Читать дальше...
په رپورټ کې راغلي، "د مذهب په اړه د طالبانو سختدریځي تفسیر، د هغو افغانانو چې د اسلام متفاوت تعریف لري او هغوی چې مسلمانان هم نه دي، مذهبي ازادي نقض کړې ده."
نن له پخواني شوروي اتحاد څخه د اوکراین د خپلواکۍ د اخیستو کلیزه ده، خو بل لور ته نن پر اوکراین د روسیې د یرغل شپږ میاشتې پوره شوې.
د امریکا متحد ایالتونو خبرداری ورکړی دی چې ښایي روسیه نن پر اوکراین پراخ بریدونه وکړي، د اوکراین ولسمشر هم ورته اندېښه څرګنده کړې ده.
اوکراین نن د ماسکو تر واک لاندې شوروي اتحاد څخه د خپلواکۍ یو دېرشمه کلیزه په داسې حال کې نمانځي چې له شپږو میاشتو راهیسې د روسیې غیر موجه مداخله په دغه هېواد کې روانه ده.
د دې مداخلې له امله د جګړو په ترڅ کې په لسګونو زره کسان وژل... Читать дальше...
دوه پخواني امریکایي جنرالان وایي له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته دغه هېواد خوندي نهدی.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مخکني مشران جنرال فرانک مکنزي او جنرال جوزف وټل وایي، وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشرانو له افغانستانه د خپلو ځواکونو پرېکړه وکړه د افغانستان د سقوط تر څنګ یې د امریکا پر ضد هم ګواښونه زیات کړي دي.
خو طالبان وایي دا تصور "غلط" دی او دوی به هېڅ چا ته له دغه هېواد د بل پر ضد د ګواښ پېښولو اجازه ور نهکړي.
له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۲ کاله پورې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ «سنټکام»... Читать дальше...
د تحریک طالبان پاکستان پوځي فعالیتونه په خېبر پښتونخوا کې د دې سربېره زیات شوي چې له دې ډلې سره اسلاماباد د سولې خبرې پيل کړې دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین یو له هغو سیاستوالو څخه دی چې د پاکستان پر پوځ شک کوي او وایي چې پوځ قصداً د پښتنو په سیمو کې جګړو ته لمن وهي.
امریکا د نړیوالې مذهبي ازادۍ کمېسیون وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، په افغانستان کې مذهبي ازاديو وضعیت په شدت خراب شوی دی.
د دې کمېسیون له قوله، طالبان هغه ډول واکمني کوي، کومه ډول یې چې وړاندې تجربه کړې ده.
د دې کمېسیون په راپور کې د مذهبي او قومي لږکیو امنیت ته هم اشاره شوې او زیاتوي، د پرلهپسې ژمنو سره سره، طالبان نهدي توانېدلي مذهبي او قومي لږکي خوندي وساتي.
د امریکا د نړیوالې مذهبي ازادۍ کمېسیون په یوه راپور کې لیکلي، په افغانستان کې مذهبي ازاديو وضعیت د تېر په پرتله ډېره خرابه شوې ده. Читать дальше...
د سازمان په خبره، طالبانو په خپله یو کلنه واکمنۍ کې، د بشري حقونو د ملاتړ مهم بنسټونه ړنګ کړي او د افغانانو حقونه یې تر پښو لاندې کړې دي.
د متحده عربي اماراتو له دوبۍ ښاره بهر د المرموم دښتې په څنډو کې د اوښ د سپرلۍ د زده کړو لومړنی اجازتنامه لرونکی ښوونځی جوړ شوی دی. د ښوونځي موخه د انسانانو او اوښانو ترمینځ پرې کېدونکې اړیکي بحالول دي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د خیریه ادارې، افغان اېډ لخوا د اګست په ۲۱مه په لندن کې جوړې شوې دې میله کې که یوې خوا ته خلکو د خوشالۍ څرګندونه وکړه نو بلې خوا ته یې د افغانستان د موجوده حالاتو په اړه اندېښنې وښودې. په مېله کې د ځينو نورو هېوادونو خلکو هم ګډون کړی وو. دوی موسیقي وکړه او بادیوې یا ګوډیانې یې والوځولې.
تمه ده چې د امریکا متحده ایالات له اوکراین سره د شاوخوا درې ملیارډالرو په اندازه نوې امنیتي مرسته اعلان کړي.
یوه امریکایي چارواکي ویلي چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن اداره ښایي نن د اوکراین د خپلواکۍ له کلیزې سره په یوه وخت دغه مرسته اعلان کړي.
دا به پر اوکراین د روسیې د بې دلیله یرغل د پیل راهیسې په شپږو میاشتو کې تر ټولو لویه مرسته وي چې اوکراین سره کېږي.
دغه امریکایي چارواکي چې د خپل هویت پټ ساتلو په شرط یې خبرې کولې، په دې اړه چې امریکا څه ډول وسلې اوپوځي تجهیزات اوکراین ته ورکوي، نور جزیات ور نهکړل. Читать дальше...
د امریکا د نړیوالې مذهبي ازادۍ کمېسیون وایي، په تېر یوه کال کې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي په دې هېواد کې د مذهبي ازادۍ شرایط ډېر خراب شوي دي.
د کانګرس له دواړو ګوندونو څخه جوړ دغه کمېسیون پرون په یوه راپور کې وویل، د سني افراطیانو له خوا د اسلام د یوه تندلاري تفسیر پلي کول د ډېری افغانانو د مذهب یا عقیدې ازادي تر پښو لاندې کوي.
په دغه راپور کې چې د طالبانو د یوې کلنې واکمنۍ د کلیزې نهه ورځې وروسته خپور شوی، دې ته هم اشاره شوې چې طالبانو ژمنه کړې چې ټولې قومي او مذهبي ډلې به خوندي کوي. Читать дальше...
واشنګټن ایکزا مینر ورځپاڼه:
واشنګټن ایکزا مینر ورځپاڼه، د خپلو افغان متحدانو د ژغورلو لپاره د امریکا د ناکامۍ په منځ کې ناهیلۍ زیاتې شوي، تر سرلیک لاندې په یوه مطلب خپور کړی.
په دې مطلب کې راغلي، درې افغان ترجمانان چې پخوا یې په افغانستان کې له نړیوالو ځواکونو سره کار کړی و، په روان ۲۰۲۲ کال له امریکا متحدو ایالتونو افغانستان ته لاړل چې له دې هېواده د خپلو کورنیو په ایستلو کې مرسته وکړي.
د ورځپاڼې په لیکنه دغو ترجمانانو د افغانانو له دوامداره ځپل کېدو ویره درلوده او هم له افغانستانه د افغانانو د ایستلو پڅ بهیر ته اندېښمن و. Читать дальше...
کاناډا د روسیې پر ۶۲ نورو وګړو بندیزونه ولګول، چې په هغوی کې د روسیې یو دفاعي شرکت هم شامل دی.
د کاناډا د حکومت په وینا، دغه بندیزونه تر ډېره پر اوکراین د روسیې د غیر موجه یرغل له کبله لګول شوي دي.
د کاناډا صدر اعظم جستین ترودو پرون سې شنبه وویل، چې دغه بندیزونه د روسیې د ۲۷ سیمو پر والیانو او د هغوی د کورنیو پر غړو لګول شوي.
دا مهال په ټوله کې د روسیې ۱۵۰۰ وګړي او شرکتونه د کاناډا د بندیزونو په فهرست کې شامل دي.
د ایران رسنیو راپور ورکړی، چې د سپاه پاسداران انقلاب یو مخکښ قوماندان، جنرال ابوالفضل علیجاني په سوریه کې وژل شوی دی.
دفاع پرس خبرژ اژانس پرون دغه قوماندان د «حرم مدافع» بللی، چې په سوریه او عراق کې یې د ایران په استازیتوب کار کاوه.
د ایران حکومت وايي د دوی ځینې ځواکونه په سوریه کې د سلفیانو د تهاجم په وړاندې د مبارزې لپاره د شیعه ګانو د دویم او درېیم امام د خور زینب د حرم د دفاع لپاره ګمارل شوي دي.
اژانس د دې پېښې د ځای او څرنګوالي په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي علیجاني په مرکزي... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Команда Орловской области стала победителем хоккейного турнира среди команд Черноземья
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Потапова проиграла Фернандес во втором круге турнира WTA в Мадриде
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Прокуратура Москвы: тело мужчины нашли в лесопарке в Сокольниках
Путин в России и мире
Москва
Поведение Путина вызвало резонанс, потерянные в 90–е заводы возвращаются РФ
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Это - война: литовские беспилотники попытались атаковать Минск
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Москва
Продюсера Reuters арестовали за публикацию материалов на YouTube-канале «НавальныйLIVE»
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Aerosmith
Суд отклонил иск против солиста Aerosmith Тайлера с обвинениями в насилии
Москва
ЕС призвал РФ пересмотреть решение о передаче активов Ariston и Bosh "Газпрому"
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net