قرغزستان د جهادي ډلو ۳ غړي نیولي
د قرغزستان د ملي امنیت دولتي کمېټه وايي، پرون یې د دغه هېواد د جنوب په باتکن سیمه کې درې تنه چې ویل کېږي د جهادي ډلو غړي دي نیولي.
په شکمنو کسانو کې یو یې د ابو نور په نوم پېژندل شوی او کمېټې ویلي چې هغه د یوې افراطي ډلې مشر و.
دا ډله تورنه ده چې څو کاله یې په سوریه کې د ترهګرو سازمانونو د ملاتړ لپاره وسله والې غلاوې کړي.
د ادعا له مخې، بل نیول شوی کس قادر دوسنوف نومېږي چې د یوې د یوې جنايي ډلې مشر دی او په جنګ مشهوره و.
ویل کېږي چې درېیم شکمن کس د قفقاز د امارت د ترهګرې ډلې غړی دی او د افراطي موادو په ویشلو کې یې لاس درلود.
د دغو کسانو د نيولو تر څنګ امنيتي ځواکونو درې لاسي بمونه، يوه اندازه مهمات، درې پوځي چړې او په زياته اندازه مذهبي متنونه او کتابونه هم ترلاسه کړي دي.