Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Август
2022

سلګونه معتادین چې له ايران څخه راشړل شوي، په نيمروز کې راغونډ شوي دي

0
له ايران څخه د افغان کډوالو له شړلو سره په نيمروز ولایت کې د نشه‌يي موادو معتادین تر پخوا ډېر سره راغونډ شوي دي.


سلګونه معتادین چې له ايران څخه راشړل شوي، په نيمروز ولایت کې سره راټول شوي او شپه او ورځ په کنډوالو او واټونو پر غاړه تېروي.


دوی دومره پيسې نه لري چې خپلو اصلي ولايتونو ته ولاړ شي.


د نيمروز ولایت د معتادینو د درملنې مرکزونو چارواکي وايي چې، د دوی مرکز د دومره ډېرو معتادینو د درملنې امکانات نه‌لري او کارکوونکو يې هم له څو مياشتو راهيسې معاش نه‌دی اخيستی.


دا د نيمروز ولایت کوڅې او واټونه دي، دلته هغه معتادین اوسېږي چې له ايران څخه راشړل شوي او اوس دلته نشې کوي.


له دې سلګونو معتادینو څخه يو هم فرهاد دی چې په ايران کې معتاد شوی او اوس له هغه ځایه نيمروز ته راشړل شوی دی.


فرهاد وايي چې له شپږو مياشتو راهيسې د طالبانو د حکومت له ډاره په کنډوالو کې ژوند کوي، ځکه هر ځل چې د طالبانو امنيتي ځواکونو نيولی نو شکنجه کړی يې دی.


نوموړی وايي: "کله چې ايران ته ولاړم هلته معتاد شوم، له ايران څخه بيرته راوشړل شوم او نيمروز ته راغلم. چاره نه لرم او کورنۍ مې هم نه مني. د طالبانو په دې حکومت کې يې هم موږ څو ځله له سړکونو څخه د درملنې لپاره روغتون ته يوړولو، هلته يې موږ ته اوبه او خواړه نه راکول او شکنجه کولو يې هم. اوس دلته خاص ځای نه لرو پر سړکونو ويده کېږو."


محمدکريم هم درې مياشتې مخکې له ايران څخه نيمروز ته راشړل شوی او له ورته برخه ليک سره مخ دی.


دی وايي چې له سړکونو څخه پلاسټيکونه راټولوي او خرڅوي يې، له همدې لارې له پنځوسو څخه نيولې بيا تر سلو افغانیو پورې په لاس ورځي او بيا په دې پيسو نشه‌يي مواد رانيسي، خو دومره پيسې نه‌لري چې بيرته ايران او يا په کابل کې خپل کور ته ولاړ شي.


نوموړی وايي: "ډېر وخت په ايران کې وم، له ايران څخه يې راوشړلم او نيمروز ته راغلم. اوس د نيمروز په کوڅو کې بې سرنوشته ګرځم، کورنۍ مې په کابل کې ده، اوس دومره پيسې نه لرم چې ايران ته ولاړ شم او کابل ته هم بيرته ګرځېدلای نه شم، په نيمروز کې بې سرنوشته پاتې يم."


د نیمروز ولایت اوسېدونکي شکایت کوي چې له ايران څخه راشړل شوي ډېری معتادین خپلو اصلي ولایتونو ته نه ځي، ځکه چې په نيمروز کې نشه يي مواد اسانه او ارزانه پيدا کېږي.


دوی وايي چې د دې معتادینو موجودیت د نيمروز ولایت خلکو ته جدي ټولنيزې ستونزې پيدا کړي او دا وېره شته چې بې روزګاره روغ ځوانان هم له دوی سره يو ځای او په نشو اخته شي.


که څه هم د طالبانو د حکومت ځايي چارواکي ادعا کوي چې په وروستيو مياشتو کې يې په زندانونو کې زرګونه معتادین نشې پرېښودلو ته مجبور کړي دي، خو د نيمروز د معتادینو د درملنې مرکزونو چارواکي وايي چې، دوی د دومره ډېرو معتادینو لپاره د معياري درملنې امکانات نه‌لري.


د نیمروز د معتادینو د درملنې مرکز مسئول سيد خليل کاظمي ازادۍ راډيو ته وويل، که څه هم دوی په خپلو لږو امکاناتو دا مرکز فعاله ساتلی دی، خو د دوی کارکوونکو ته معاشونه نه ورکول کېږي.


نوموړی وايي: "زموږ د نارينه وو روغتون د (۵۰) او ښځينه وو روغتون مو د (۲۰) ناروغانو ظرفيت لري، زموږ ګرځنده کلينيک هم په دوره يي ډول کلي په کلي ګرځي او هلته د معتادینو درملنه کوي. زموږ همکاران په داسې شرایطو کې کار کوي چې معاش نه لري، شپږ مياشتې کېږي چې معاش يې نه دی اخيستی، قرارداد، تشکيل، تر اوسه هيڅ شی هم نشته، خو اضافي کار يې هم کړی دی."


په نيمروز ولایت کې د معتادینو د راټولېدو په اړه داسې مهال شکايتونه کېږي چې د هرات او کابل ولایتونو خلکو تازه د طالبانو پر حکومت انتقاد کړی او ويلي يې دي، هغه زرګونه معتادین چې د درملنې په پلمه زندان ته استول شوي، له درملنې پرته بيرته ازاد شوي او اوس د پخوا په شان نشو ته دوام ورکوي.

------------------------

راپور: حفيظ الله نورزاد





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net