Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Август
2022

اوچا: روانې اګست مياشت کې د بريدونو له امله تر ۲۵۰ ډېرو ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

0
د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي اداره "اوچا" وایي د روانې اګسټ میاشتې په اوږدو کې په افغانستان د بریدونو له امله تر ۲۵۰ زیاتو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


دغه اداره وایي دا شمېره د تېر ۲۰۲۱ کال د ورته میاشتې په پرتله څو چنده مرګ ژوبله ښیي.


د دې ادارې د راپور له مخې په دې موده کې دغه مرګ ژوبله ډېری په جوماتونو او نورو مقدسو ځایونو کې اوښتې ده.


بلخوا یو شمېر عام وګړي هم د امنیت په اړه اندېښمن دي او د طالبانو له حکومته د امنیت د ټینګښت غوښتنه کوي.


میترا چې د کابل شيعه مذهبه افغان اوسېدونکې ده، وایي په تېرو وختونو کې یې د کابل ښار په لويدیځو سیمو کې د بېلابېلو پېښو له امله د کورنۍ غړي او خپلوان ټپيان شوي دي.


نوموړې وایي، له دې حالته ستړې ده او د خپل ځان او کورنۍ د امنیت لپاره یې ورځ بلې اندېښنې زیاتېږي.




آغلې ميترا وايي: "زموږ غوښتنه دا ده چې یو ځل دې دوی د افغانانو د وضعیت په اړه فکر وکړي چې افغانان څومره له بدو شرایطو سره مخ دي او هېڅ څوک حاضر نه دي چې افغانانو سره مرسته وکړي، تر څه وخته به موږ ټپي کېږو، شهید کېږو تر څه وخته به د افغانستان خلک په دې مصیبوتونو کې ژوند کوي؟"


د دې ښار یو بل اوسېدونکی نذیر زاهد بیا وایي په دې وروستیو کې پر عامو خلکو بېلابېلو عامه ځایونو کې بریدونو د نورو ستونزو تر څنګ د امنیت په اړه هم په تشویش کړي دي.




نوموړي وويل: "په کار دا ده چې اسلامي امارت خپل نظامي صفوف تصفیه کړي او هغه کسان په نښه کړي چې د خلکو امنیت نه‌شي ټینګولای، که داسې ونه شي د ولس او د دوی حکومت تر منځ به واټن لا ډېر شي."


دا خلک داسې مهال د خپل امنیت په اړه اندېښمن دي چې تازه د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي ادارې اوچا هم راپور ورکړی چې یوازې په روانه اګسټ میاشت کې په بېلابېلو بریدونو کې ۲۵۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.


اوچا که څه هم دا واضيح کړې نه ده چې له دې شمېر څومره کسان وژل شوي او څومره ټپیان دي، خو په خپل راپور کې یې یادونه کړې چې د اګست په ۱۷ د افغانستان په شمال کې د کابل په یوه جومات کې د مازدیګر د لمانځه پر مهال چاودنې د څو ماشومانو په ګډون ۲۱ تنه ملکي وګړي ووژل او ۳۳ تنه یې ټپیان کړل.




دې ادارې ویلي چې د دغو تلفاتو ډېری برخه د توکمیزو او مذهبي لږکیو ټولنو په وړاندې د عبادت ځایونو، تعلیم او نورو ملکي سیمو کې د ځای پر ځای شوي چاودېدونکو توکو سره د هدفي بریدونو په پایله کې رامنځه شوې چې هزاره شیعه مسلمانان او صوفي مسلمانان په عمده توګه په کې په نښه شوي دي.


د دې ادارې د راپور له مخې د یادو بریدونو اکثره پړه د داعش ډلې خراسان څانګې منلې ده.


هڅه مو وکړه د دغه راپور او خلکو د غوښتنو په اړه د طالبانو د حکومت نظر ولرو خو نه د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت او نه یې ویاند ذبیح الله مجاهد تر دې دمه په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب کړې.




خو وړاندې دوی ویلي، د ټولو خلکو امنیت ټینګولو ته ژمن دي.


بلخوا د یوناما د یو راپور له مخې چې څه موده مخکې خپور شوی و، ويل شوي وو، د  ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ څخه د ۲۰۲۲ کال د جون تر ۱۵ پورې د ۷۰۰ وژل شویو په ګډون ۲۱۰۶ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net