Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Август
2022

د روسيې دفاع وزير: افغانستان کې د 'القاعده او داعش' حضور د منځنۍ اسيا لپاره جدي ننګونه ده

0
د روسیې د دفاع وزیر وايي، په افغانستان کې د القاعده او داعش د حضور پراخېدل د منځنۍ اسیا د امنیت لپاره جدي ننګونه ده.


د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د شانګهای د همکاریو سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې چې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې ترسره شوه وکړې.


په ورته وخت کې د هند د دفاع وزیر ارجنات سینګ د دغه سازمان له غړو هېوادونو غوښتي چې د طالبانو حکومت وهڅوي چې یو ټول شموله حکومت جوړ کړي.


د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو د چهارشنبې په ورځ د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې وویل چې په افغانستان کې وضعیت ځکه کړکېچن دی چې د داعش او القاعده په څېر نړیوال ترهګریز سازمانونه په‌کې په زیاتېدو دي.


ښاغلي شویګو په افغانستان کې د ناوړه بد اقتصادي وضعیت، د مخدره موادو د قاچاق، د مذهبي بنسټپالنې او د پولې ها خوا د جرمونو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه.




هغه زیاته کړه، روسیه د افغانستان د ستونزې د حل لپاره د ټولو نړیوالو نوښتونو هرکلی کوي او په ورته وخت کې به د منځنۍ اسیا د امنیت د تامین لپاره اقدام وکړي.


خو د طالبانو حکومت دغه اندېښنې سمې نه بولي.




د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل چې دوی هڅه کوي چې په افغانستان کې د داعش پدیده وځپي.


نوموړي ويلي: "دا اندېښنه چې په افغانستان کې کوم ګواښ او خطر شته، سمه نه ده، موږ د داعش ټولو هغو پدیدو ته ماته ورکړې چې په افغانستان کې یې ستونزې را ولاړې کړې وې او هڅه کوو چې د هغو پاتې شوني هم له منځه یوسو، زموږ ټول پوځي ځواکونه له امنیتي وضعیت نه خبر دي. د کوکنارو کښت بند شوی، ټول دینونه خپله ازادي لري، هیڅوک یې نه زوروي. امنیت یې تامین دی، له موږ سره د هېوادونو او پانګوالو همکاري اړینه ده. له پولې هاخوا جرمونه هم کله له افغانستان سره تړلي وي. موږ په دې پوهیږو، خو موږ هڅه کوو چې وضعیت تر کنټرول لاندې راولو، ترڅو هیڅوک په دې ونه توانیږي چې له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته ستونزې جوړې کړي."




په ورته وخت کې د هند د دفاع وزیر ارجنات سینګ په دې غونډه کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې د ټینګار ترڅنګ له هېوادونو وغوښتل چې د یوه ټول شموله حکومت جوړولو ته دې د افغان حکومت چارواکي وهڅوي.


د هند د دفاع وزیر وویل، هېواد یې د یوه سوله‌ییز، خوندي او باثباته افغانستان ملاتړ کوي او په ورته وخت کې یې د دغه هېواد د ملي حاکمیت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا، ملي یووالي او په کورنیو چارو کې پر نه مداخلې ټینګار وکړ.


خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د هند د دفاع وزیر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې د دوی حکومت له هند سره ښې اړیکې غواړي، خو پر وړاندې یې بندیزونه ستونزې رامنځته کوي او افغانستان او نورو هېوادونو ته به زیان ورسوي.




د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعال حضور په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.


خو د طالبانو حکومت بیا هم په افغانستان کې د القاعده شبکې د مشر د شتون په اړه بې خبري ښودلې او ویلي یې دي چې د دې ادعا په اړه پلټنې روانې دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net