Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Сентябрь
2020

Новости за 24.09.2020

د لوکاشینکا د لوړې مراسم او په بلاروس کې د مخالفانو د اعتراضونو دوام

Pa.azadiradio.com 

وروسته تر دې چې الکساندر لوکاشینکا د شپږم ځل لپاره د بلاروس د ولسمشر په توګه لوړه وکړه، په پلازمېنه مېنسک کې اعتراضونه پیل شول او د هغو هېوادونو لېست نور هم پسې اوږد شو چې په انتخاباتو کې د لوکاشینکا له بریالیتوب سره مخالفت کوي. الکساندر لوکاشینکا د دې سربېره د چهارشنبې په ورځ لوړه وکړه چې له څو اوونیو راهیسې په بې‌سارې توګه په بلاروس کې د ده پر ضد اعتراضونه روان وو او د اګسټ د نهمې نېټې په انتخاباتو کې یې د درغلیو تور پورې کاوه. د روسیې په دغه پخواني ایالت کې چې څه باندې نهه میلیونه نفوس لري،... Читать дальше...

ډیپلومات: د امریکایي ځواکونو وتلو سره به پر افغانستان د چین اغېز لازیات شي

Pa.azadiradio.com 

ډیپلومات ډیپلومات خپرونې د افغانستان په سوله کې د چین د ونډې په اړه یو مطلب خپور کړی دی. مطلب کې راغلي، چین له وړاندې هم افغانستان ته ستراتېژیک ارزښت درلود او کله چې امریکایي ځواکونه وځي، پر افغانستان به د چین اغېز نور هم زیات شي. وړاندې راغلي، امریکا د ۲۰۲۱ کال تر نیمایي خپل ځواکونه باسي یا یې د ۲،۰۰۰ کچې ته راکموي، د لیکوال په باور له دې سره به د سیمې نور قدرتونه دې هڅه کې شي چې افغانستان کې پوځي او اقتصادي تشه ډکه کړي. مطلب کې چین د سیمې هغه اقتصادي قدرت یاد شوی چې غواړي له افغانستان نه د سوداګریز دهلېز یا کورېډور په توګه کار واخلي.

د استرالیا په جنوب کې اکثر نهنګان تلف شوي

Pa.azadiradio.com 

د ژغورونکو د هڅو سربېره د استرالیا په جنوب کې د تسمانیا ټاپو په اوبو کې ایسار شوي اکثر نهنګان تلف شوي دي. د دغو مړه شویو نهنګانو شمېر په دې سیمه کې نږدې ۵۰۰ ته رسېږي. اوس د دوی له ډلې د تقریباً ۳۸۰ نهنګانو مړینه تأیید شوې ده. دغه پيلوټ نومي نهنګان تر ډېره د استرالیا د جنوب په اوبو کې ژوند کوي. دغه نهنګان تر اوو مترو پورې اوږده وي او درې زره کیلوګرامه وزن لري.



بلغاریا دوه روسي ډیپلوماتان د جاسوسۍ په تور باسي

Pa.azadiradio.com 

بلغاریا له دوو روسي ډیپلوماتانو وغوښتل چې له دې هېواده ووځي. د بلغاریا د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې دا ډیپلوماتان په نظامي جاسوسي تورن کړل او امر یې ورته وکړ چې په ۷۲ ساعتونو کې له بلغاریا خارج شي. په پلازمېنه صوفیه کې د روسیې سفارت ویلي دي چې مؤجه دلیل د دې ډیپلوماتانو د شړلو لپاره نه‌شته.

ازبکستان له ملګرو ملتونو د افغان سولې لپاره د کمېټې جوړولو غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

ازبکستان له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د افغان سولې لپاره یوه کمېټه جوړه کړي. د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د چهارشنبې په ورځ وویل، دا کمېټه به د افغانستان د سولې چارې همغږه کوي او په دغه هېواد کې به د سیاسي روغې جوړې لپاره اسانتیاوې برابروي. ازبکستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې ښایي د افغان حکومت او طالبانو د سولې د روانو خبرو د یو دور مذاکراتو کوربه شي. تاشکند د ۲۰۱۸ کال په مارچ میاشت کې هم د افغانستان د سولې لپاره د یوې نړیوالې غونډې کوربه و.

سکاټ مېلر: په افغانستان کې باید شخړې کمې شي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت عمومي قوماندان ټینګار وکړ چې شخړې باید کمې شي. جنرال سکاټ مېلر کندهار ته د سفر پر مهال د چهارشنبې په ورځ وویل چې طالبانو بریدونه زیات کړي دي، دې ته د نړیوالې ټولنې پام دی او باید تاوتریخوالی راکم شي. کندهار ته په دې سفر کې له جنرال مېلر سره د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي او لوی درستیز محمد یاسین ضیا هم ملګرتیا وکړه.

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ نن په کابل کې پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان فوټبال غوره لیګ نن د اتو لوبډلو په ګډون په کابل کې پیلېږي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون مشر یوسف کارګر ازادي راډیو ته وویل چې لومړۍ لوبه به نن مازدیګر پنځه بجې پيل شي. هغه زیاته کړه: "له خیره سره نن پنځه بجې د توفان هریرود او اباسین څپې لوبډلو ترمنځ لوبه پيلېږي." د غوره لیګ د نهم دور دا لوبې سږ کال له ځان سره افغان حکومت او طالبانو ته د سولې پيغام لېږدوي. تمه ده چې یوه اوونۍ وروسته د ښځینه لوبغاړو غوره لیګ هم په کابل کې پیل شي.

اشرف غني: که چېرې کرونا ژمي کې ادامه پیدا کړي ستونزې به زیاتې شي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ولسمشر وایي، تر وار له مخه اټکلونو د افغانانانو د کرونا تلفات کم دي ځکه چې کتلوي معافیت رامنځته شو او روغتیایي خدمتونه په وخت پیاوړي شول، خو محمد اشرف غني زیاته کړه چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له امله ښایي تر رسمي شمېرو څو چنده تلفات زیات وي. د اقتصاد نړیوالې عمومي غونډې په نوښت د چهارشنبې په ورځ جوړې شوې غونډې ته ولسمشر غني د وېډیو کنفرانس له لارې وویل: "د رسمي شمېرو له مخې زموږ تلفات ۱،۴۴۶ دي او غیر رسمي ښایي ۷،۰۰۰ نور وي." ولسمشر غني اندېښنه وښوده که چېرته د کرونا ویروس مثبتې پېښې په ژمي کې ادامه پیدا کړي ستونزې به زیاتې کړي. Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

В Москве завершился Кубок России по спортивному программированию


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Карен Хачанов

Хачанов обыграл Баутиста-Агуту в третьем круге «Мастерса» в Мадриде


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Прокуратура Москвы: тело мужчины нашли в лесопарке в Сокольниках





Путин в России и мире
Москва

Петербургский автопром вышел из кризиса, заявил Беглов


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Это - война: литовские беспилотники попытались атаковать Минск




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире
Москва

Дух разделения в Святой Руси, или Можно ли лишиться сана за отпевание Навального*



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Пётр Чайковский

В Клину состоится праздничная программа в честь дня рождения Чайковского



Москва

В клинике Хайдарова медиками работали семь человек без профильного образования

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net