د خېبر پښتونخوا د ډاکټرانو اتحادیې، له وزیرستانه د تښتول شوي ډاکټر د خوشې کېدو غوښتنه وکړه. دوی په پېښور پرېس کلب کې خبري غونډه درلودله. ډاکټران وايي، په رڼا ورځ د ډاکټر نورحنان د تښتولو پېښې دوی ډېر اندېښمن کړي دي او که نوموړی زر تر زره خلاص نه کړل شو نو دوی به په ټوله صوبه کې کاربندېز وکړي. په دې اړه د غلام غوث ویډیويي رپورټ وګورئ.
امریکا د افغانستان د برېښنایي پروژې په برخه کې له سلو ميلیونو ډالرو زیاتې مرسته شوې پیسې په افغان حکومت په ځانګړې توګه د تداکاراتو په ملي اداره کې د فساد په تور بېرته وګرځولې.
د زابل ولایت په مرکز کلات ښار کې د پرونۍ حملې د مړو شمېره ۳۹ ته لوړه شوې ده.
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال نن ماسپښین په دې اړه ازادي راډیو ته معلومات ورکړل او ویې ویل چې په دې موټربم حمله کې همداراز ۱۴۰ نور کسان ټپیان شوي دي.
ښاغلي سیال زیاته کړه چې د پېښې په مړو او ټپیانو کې ماشومان او ښځې هم شامل دي.
د زابل د والي ویاند همداراز زیاته کړه چې د دې حملې په نتیجه کې چې مسؤلیت یې طالبانو ومانه، د کلات روغتون ټول ویجاړ شوی او فعالیت یې په ټپه درېدلی دی.
له بلې خوا ملګرو ملتونو دا موټربم... Читать дальше...
د تورخم په دروازه د ۲۴ساعته سوداګرۍ منصوبې رسمي پرانستې پس د خېبر درې پر لار افغانستان ته مال وړونکو ګاډو تګ راتګ پيل کړی. په دې اړه د فرهاد شینواري ویډیويي رپورټ ګورئ.
د پکتیا په مرکز ګردېز کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د کمپاین غونډې ته نږدې نن د هاوان مرمۍ راپرېوتې.
د پکتیا ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې ویلي چې ماسپښین مهال د هاوان دوه مرمۍ د ګردېز د تېرې باغ په سیمه کې ولګېدې چې څوک نه دي پکې زیانمن شوي.
بیان زیاتوي چې دا مرمۍ د جمهوري ریاست د کاندید ګلبدین حکمتیار د انتخاباتي کمپاین په ۵۰۰ متره واټن کې ولګېدې.
په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي، د کمپاین دا غونډه چې په خپله ښاغلی حکمتیار هم پکې حاضر و، له دې حملې وروسته ګډوډه شوه.
د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف وايي چې تېر کال له ۲۹ میلیونو زیات ماشومان د افغانستان، سومالیا، جنوبي سوډان، سوریې او یمن په ګډون د نړۍ په جګړه ځپلو هېوادونو کې زېږېدلي دي.
یونیسف په یوه راپور کې چې نن د سپټمبر په ۲۰مه خپور شو، ویلي چې دا احصائیه ښيي چې تېرکال په هرو پنځو نویو زېږېدلو ماشومانو کې یوه د خپل ژوند لومړۍ میاشتې په داسې شرایطو کې تېرې کړي دي چې د جګړو له کبله ګډوډي پکې وه او چاپېریال یې تر ډېره حده ناامنه او له فشارونو ډک و.
په راپور کې د یونيسف د اجرائیه مشرې هنریتا... Читать дальше...
دا چې د انتخاباتي سیالیو د ختم لپاره یوازې پنځه ورځې پاتې دي، یو شمېر نوماندان شکایت کوي چې د ناامنیو له امله یې خلکو ته خپلې برنامې ونه شو رسولی.
د سوات هغه هنرمندې ښځې چې ګلکاري کوي او کالي ګنډي وايي، له بازار سره د نابلدۍ له کبله یې د خپل زیار او خوارۍ ګټه دوی ته نه بلکې په دې کاروبار کې ښکېلو سوداګرو او کاروباریانو ته رسي. دا څرګندونې د ګلکارۍ هنرمندانو له مشال راډيو سره په یوه دوه ورځنۍ روزنیزه ناسته کې کولې چې هغوی ته یې له خپله هنرې د پوره ګټې پورته کولو په باب ورکول کېدلو.
د مشال راډيو خبريال نياز احمدخان ويډېو
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مشره وايي، د انتخاباتو لپاره د دوی یوازنۍ اندېښه امنیتي ستونزه ده.
د نیویارک ټایمز په مقاله کې راغلي چې د طالبانو په بریدونو ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړي.
ارګ وايي، د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله پر مخالفت سربېره به د بهرنیو چارو په وزارت کې د ولسمشر اشرف غني په حکم د ټاکل شوي هیئت له خوا ارزونه او تفتیش دوام وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د بهرنیو چارو په وزارت کې د مامورینو د ټاکلو د څرنګوالي په اړه د ولسمشر غني له خوا د څېړنو حکم د افغان اجرائیه رئیس عبدالله د مخالفت سره مخ شوی و او ولسمشر ته یې په یو لیک کې لیکلي وو چې د ټاکنیزو سیالیو په ورځو کې د دې څېړنې حکم کمپایني بڼه غوره کوي، ځکه خو دې دا څېړنه تر انتخاباتو وروسته بل حکومت وځنډول شي. Читать дальше...
ملګرو ملتونو په زابل کې د طالبانو پر هغه برید ژوره اندېښنه او خواشیني ښودلې چې په کې د کلات ښار روغتون ویجاړ او لسګونه کسان په کې مړه او ژوبل شول.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو سنبالګر ځلاتان میلیشیڅ په یو بیان کې ویلي په زابل کې روغتون ته څېرمه پر موټربم برید کې چې په قربانیانو کې یې ناروغان، ډاکتران او د روغتون کارکوونکي شامل دي، په ژوره توګه خواشینی شوی دی.
د نوموړې په وینا کلات کې دا روغتون سخت ویجاړ شوی او دا مهال له فعالیته لوېدلی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو سنبالګر... Читать дальше...
په ننګرهار کې چارواکي وايي چې په خوګیاڼو ولسوالۍ کې په هوايي حمله کې چې هدف یې د داعش وسله وال وو، ۱۶ تنه وژل شوي او ۸ تنه زخمیان دي.
حمله د چهارشنبې په شپه د خوګیاڼو ولسوالۍ د وزیرو تنګي په تور وټ سیمه کې شوې ده.
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر ویلي چې حمله د نړیوالو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې په داسې سیمه کې د داعش پر وسله والو کړې چې د ملکي خلکو کورونه نه شته، خو د پېښې په ځای کې د جلغوزو د ټولولو لپاره یو شمېر خلک موجود وو.
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر ویلي چې دوی د پېښې په اړه جدي څېړنې کوي... Читать дальше...
د لوګر چارواکي وايي چې په یوه چاودنه کې پرون یو ماشوم وژل شوی او مور یې زخمي شوې ده.
د لوګر والي محمد انور اسحق زي پرون د سپټمبر په نولسمه ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه د بهرنیو ځواکونو پر موټرو شوې وه خو هغوی ته تاوان نه دی رسېدلی.
چاودنه پرون ماښام د پل علم ښار په خضر بازار کې شوې ده.
وسله والو طالبانو د حملې مسئولیت منلی دی.
وسله والو طالبانو ادعا کړې چې په حمله کې ۸ بهرني ځواکونه وژل شوي دي.
نړیوالو ځواکونو په دې اړه څه نه دي ویلي
د یوه بل خبر له مخې د لوګر د امنیې قوماندانۍ د امنیت... Читать дальше...
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې حکومت پر خپل دې دریځ ولاړ دی چې د ډیورند کرښه به هېڅ کله د افغانستان او پاکستان د رسمي سرحد په توګه په رسمیت ونه پېژني.
د بهرنیو چارو وزارت دا خبره پرون د سپټمبر په نولسمه په دې اړه یوه اعلامیه کې کړې ده.
د تورخم لار د تېرې چهارشنبې په ورځ ۲۴ ساعته د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه.
په دې اړه مراسمو ته د پاکستان صدراعظم عمران خان هم ورغلی و.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له دې امله له پاکستانه مننه کړې ده.
په هغو عکسونو کې چې پر ټولنیزو رسنیو خپاره... Читать дальше...
د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې د داعش پر پناه ځایونو د امریکا د بې پيلوټه الوتکو په حملو کې بزګر وژل کېږي، د منلو وړ نه ده.
دغه سازمان ویلي چې دا د ملکي خلکو د ژوند په اړه جدي بې پروايي څرګندوي.
دا خبره د بخښنې د نړیوال سازمان یوه چارواکي دافني ایویاتار په یوه اعلامیه کې چې پرون د سپټمبر په نولسمه خپره شوه، کړې ده.
ایویاتار پر امریکايي ځواکونو غږ کړی چې له احتیاطه دې کار اخلي او په افغانستان کې په پوځي عملیاتو کې دې د ملکي تلفاتو مخنیوی وکړي.
د ننګرهار چارواکي وايي چې په خوګیاڼو... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نهو غړو هېوادونو د هغه پرېکړه لیک د مسودې پر ضد رأیه ورکړه چې روسیې او چین د سوریې په ادلب ولایت کې د وضعیت په اړه جوړه کړې وه.
دا خبر د روسیې دولتي خبري اژانس تاس خپور کړی دی.
د ملګرو ملتونو لپاره د روسیې دایمي استازي واسلي نیبینزیا تاس ته دا خبره کړې ده.
د امنیت شورا نهو غړو چې امریکا، فرانسه، جرمني، بریتانیا، بلجیم او کوېټ په کې شامل دي، منفي رأیه ورکړې ده.
چین او روسیې د ملګرو ملتونو له سازمانه غوښتنه کړې وه چې په ادلب کې د اوربند ملاتړ وکړي او ټینګار یې کړی... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د ایران په اړه ویلي چې دوی غواړي چې هغه لانجه چې د سعودي عربستان د تېلو پر تاسیساتو د وروستۍ حملې له امله را پیدا شوې، په سوله ییز ډول حل شي.
د سعودي د تېلو پر تاسیساتو د سپټمبر په څوارلسمه حملې وشوې چې دې مسئلې په سیمه کې کړکېچ په بې ساري ډول زیات کړی دی.
مایک پامپیو په سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو کې له خپلو متحدانو سره تر کتنې وروسته پرون د سپټمبر په نولسمه وویل چې په سیمه کې په بې ساري ډول کلک اتفاق پر دې دی چې د سعودي پر تاسیساتو حمله ایران کړې ده. Читать дальше...
د ننګرهار د رسنیو دفتر د سېپټېمبر پر ۱۹مه وویل، دا برید نړیوالو ځواکونو د د سېپټېمبر ۱۸مې شپې ناوخته د داعش وسله والو پر ضد د ولسوالۍ په وزیرو تنګي
د امریکا د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پرون د سپټمبر په نولسمه وویل چې حکومت به یې ۱۰۰ ميلیونه ډالر چې د افغانستان د انرژۍ د تولید بنیادي پروژې ته ځانګړي شوي وو، وګرځوي.
غونډې ته د خلیلزاد د حاضرېدو په اړه هېڅ تفصیل نه دی ورکړل شوی خو د جنوبي او مرکزي اسیا چارو لپاره د وزارت مرستیالې الېس وېلز خبرې د کانګرس
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت خاص استازی زلمی خلیلزاد پرون د سپټمبر په نولسمه د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې ته ور احضار شوی و.
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net