امريکا د افغان سولې لپاره د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد واشنګټن ته وربللی دی. دا خبره د سېپټمبر پر اتمه نېټه د امريکا بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو اېن بي سي ټيليويژن ته وکړه.
د افغانستان په جنوب ختیځ کې امنیتي چارواکي وایي چې د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې ماين چاودنې ۱۹ تنه وسله والو ته مرګ ژوبله واړوله.
د لوګر د ولایت مقام له رسنیز دفتره رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې پېښه نن مازیګر په نوشهر کلي کې هغه مهال رامنځته شوې چې طالب وسله والو غوښتل چې ماین ځای پرځای کړي، خو خپل ماين پرې چاودنه کړې او ۷ تنه وسله وال يې وژلي او ۱۲ نور يې ټپيان کړي دي.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د سېپټېمبر پر اتمه نېټه پر خپله ويبپاڼه بيان خپور کړ چې پکې ادعا شوې، کشمير د نړۍ تر ټولو لوی زندان باندې بدل شوی دی
د سوات په مینګوره کې د ښوونځیو د نجونو ترمنځ بېلا بېلې سیالۍ شوې دي. دوی وايي، حکومت ته په کار دي چې د سیالیو لړۍ ته دوام ورکړي. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
د چارسدې د سردریاب د پله یوه برخه د ۲۰۱۷ز کال د سېپټېمبر پر اتمه نړېدلې وه چې لا هم نه دی جوړ شوی. پر متبادل پله تېرېدونکي ډرېوران وايي، هغه هم د پرېوتو له خطر سره مخامخ دی. حکومت وايي، ژر به د بیاودانۍ چارې پیل کړي. ویډیويي رپورټ.
د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا له طالبانو سره په کیمپ ډیویډ کې د لیدنې او د سولې د خبرو پر لغوه کېدو د فرانسې خبري اژانس لیکلي، دا لومړی ځل نه دی چې امريکا غوښتل له اسلامپالو سره يوه معامله وکړي.
د امريکايي ولسمشر له خوا د افغان سولې خبرو درولو اعلان د پاکستان ځينې سیاسي ګوندونه ناهيلې کړې دي.
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د معلوماتو یو مرکز په ځانګړې توګه د ټيليفوني لیکې او انلاین پاڼه د انتخاباتي شکایتونو د ثبت لپاره فعال کړل.
د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، اوس خلک کولی شي چې د انتخاباتي ډلو سرغړونې په انلاین پاڼه او په ځانګړې توګه د ټیليفون په لیکه له دوی سره ثبت کړي.
د دغه کمېسیون رئیسې زهره بیان د یکشنبې په ورځ د شکایتونو او معلوماتو د ثبت مرکز په پرانيست غونډه کې وویل: کميسیون د قانون له احکامو سره سم معلوماتي مرکز افتتاح کړ، دغه کار د پروسې له شفافیت او د ستونزو... Читать дальше...
دا اوونۍ له میرکلام او نصیرالله وزیر سره مو خبرې کړي دي چې په ترتیب سره د شمالي او جنوبي وزیرستان څخه د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړي دي.
د مشال مرکې پاڼه کې درته هرکلی وایو. دا اوونۍ د انورزيب سره غږېدلي یو چې به باجوړه د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړی دی.
افغان حکومت وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې روان مذاکرات ناقص وو او که هوکړه شوې وای، ناوړه پایلې یې رامنځته کولې.
په کاپیسا ولایت کې په دوو پېښو کې د دوو ملکي وګړو په ګډون څلور کسان وژل شوي دي.
د کاپیسا امنیتي چارواکي وايي، طالبانو تېره شپه شااوخوا دولس بجې د نجراب ولسوالۍ د ده قاضي پله په سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته حمله وکړه چې په نتیجه کې یې دوه سیمه ییز پولیس وژل شوي او یو بل ټپي دی.
له بلې خوا د کاپیسا ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالشایق شورش ازادي راډیو ته وویل، وسله والو کسانو د کاپیسا د مرکز د نواباد سیمې دوه اوسېدونکي په ډزو وژلي دي.
شورش وايي، دا پېښه د دوو خپلسرو وسله والو ډلو... Читать дальше...
افغان چارواکي وايي چې د بلخ ولایت په چاربولک ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي او لس نور ټپیان دي.
په شمال کې ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه خبرپانه کې وايي، دا وسله وال تېره شپه هغه مهال په نښه شول چې غوښتل یې پر یوه امنیتي پوسته برید وکړي.
په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې شپږ نور وسله وال هم د ملي امنیت د مامورینو له خوا نیول شوي.
خبرپاڼه زیاتوي چې دا کسان پر امنیتي ځواکونو د حملو او د بلخ ولایت په بېلابېلو سیمو کې په بمي چاودنو کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي. Читать дальше...
د ارزګان چارواکي په دې ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د لسګونو بهرنیو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د ارزګان د امنیې قوماندان ډګروال محمد خطاب خنجري نن خبریالانو ته وویل، د داعش ۴۶ وسله وال چې ۳۱ تنه یې بهرني اتباع دي، د دې ولایت په چارچینو ولسوالۍ کې وژل شوي.
ښاغلی خنجري وايي، په بهرنیو جنګالیو کې لس تنه د چین اویغوران او ۲۱ نور یې د تاجکستان او ازبکستان وګړي دي.
خنجري زیاتوي چې په دې ډله کې د داعش مشران هم شامل دي.
دی وایي: د داعش په وژل شویو قوماندانانو کې یو مولوي صابر نومېده... Читать дальше...
په پکتیکا کې د سیمه ییزو رسنیو پنځه تنه خبریالان چې طالبانو د جمعې په ورځ ګردېز ښار ته پر لاره نیولي وو، نن خوشې شول.
د راخوشې شویو خبریالانو له ډلې د کلید راډیو خبریال خیرالدین ذکي ازادي راډیو ته وویل، دوی د خبریالان د روزنې په یوه پروګرام کې د ګډون لپاره پکتیا ته روان وو چې طالبانو په زرمت ولسوالۍ کې ونیول او نامعلوم لوري ته یې بوتلل.
ذکي وايي، طالبانو ورته وویل چې دوی یې په سهوه کې نیولي او ځکه یې خوشې کوي.
ده وویل: په تقریباً یوه غرنۍ غوندې سیمه کې مو دوه شپې ورسره وکړې او نن سهار یې بېرته... Читать дальше...
د پوهنې وزارت د شمېرو له مخي، په هېواد کې له ۴۵ کلنۍ پورته ۶۰ سلنه وګړي بې سواده دي.
د دغه وزارت چارواکي وايي چې په هېواد کې یې د سواد د زده کړې ۵۲۱۹ مرکزونه جوړ کړي دي.
شفیع کریمي په کابل کې د سواد د زده کړې یو شمېر مرکزونو ته تللی او راپور یې پرې چمتو کړی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره د ټینګو امنیتي تدابیرو خبره کوي.
د دې وزارت سرپرست مسعود اندرابي په یوه ځانګړې مرکې کې ازادي راډیو ته وویل چې د هغوی له پلان سره سم به انتخابات په ښه ډول ترسره شي.
له ښاغلي اندرابي سره نسیم شفق په دې هلکه مرکه کړې.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مسعود اندرابي وایي، افغان امنیتی ځواکونه وتوانېدل چې په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو حملې په شا وتمبوي.
له ښاغلي اندرابي سره د ازادي راډیو خبریال نسیم شفق مرکه کړې.
د ایران د اټمي انرژۍ د ادارې مشر وايي، اروپايي ټولنه د ایران په اټمي موافقه کې د خپلو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلې.
علي اکبر صالحي نن د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د ادارې IAEA له سرپرست مشر کورنیل فیروتا سره په کتنه کې دا څرګندونې وکړې.
ښاغلي صالحي وویل، اروپايي ټولنې ژمنه کړې وه چې د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې په عملي کولو کې رامنځته شوې تشې به ډکوي، خو له بده مرغه دا کار یې ونه شو کړای.
د IAEA مشر یوه ورځ وروسته له هغه تهران ته سفر وکړ چې د ایران حکومت وویل، د پرمختللو سنټریفیوژونو د فعالولو... Читать дальше...
د ترکیې پوځي وسایط نن د سوریې پر پوله واوښتل او له امریکايي پوځیانو سره په ګډه د جنوب لوېدیځ سیمو ته روان شول، څو د خوندي زون د جوړولو په مقصد په ګډو ګزمو کې برخه واخلي.
د خوندي زون د جوړولو هدف د سوریې په هغو سرحدي سیمو کې چې د کردانو تر ولکې لاندې دي، د امنیت راوستل دي.
پوځي وسایط چې د ترکیې بیرغونه پرې رپېدل، د ترکیې له سرحده ۱۵ کیلومتره وړاندې په داسې حال کې د امریکا له پوځي ګاډو سره یوځای شول چې دوه پوځي هلیکوپټرې یې پرسر الوتلې.
ترکیه په پام کې لري د خوندي زون په جوړولو سره د سوریې یو... Читать дальше...
د حقیقت څه دی د دې اوونۍ په خپرونه کې مو د کورنیو چارو له سرپرست وزیر مسعود اندرابي سره د امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړي.
د کابل د نن ورځې چاپ ورځپاڼو د بېلابېلو مسایلو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.
پاکستان، افغانستان او چین پر سیاسي او مفاهتمي عمل، د سیمې د سولې او ثبات، پرمختیايي او امنیتي همکارۍ زیاتولو او د ترهګرۍ پر ضد په ګډو هڅو سلا شوي دي.
په افغانستان کې ورزشي چارواکي، له ورزشي ادارو سره د مالي امکاناتو له پلوه حکومت په توپیري چلند تورنوي او وایي چې دغه کار د ځینو رشتو د پرمختګ مخه ډب کړې ده.
په بلخ کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسؤلین وايي چې په دغه ولایت کې به د روانې نا امنۍ له وجهې د ولسمشریزو ټاکنو په ورځ څه باندې ۱۱۵ ټاکنیز مرکزونو بند پاتې شي.
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net