Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Сентябрь
2019

Новости за 16.09.2019

د مندر سپکاوي په تور ګڼ کسان نيول شوي

Mashaalradio.com 

د پاکستان په سند صوبه کې د اقلیتونو چارو وزير هري رام وايي پولیسو په ګوټکي کې په يو مندر کې د ويجاړي کولو په تور لسګونه کسان نيولي دي.

د امنیتي ځواکونو په تړاو د حکمتیار څرګندونو ته د ولسمشر غني غبرګون

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د حزب اسلامي د رهبر ګلبدین حکمتیار څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، ددغه هېواد سرتېري په رضاکارانه ډول او له کوم جبر پرته د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لېکو سره یو ځای شوي دي.

د افغانستان یو شمېر پخوانیو والیانو د سولې هڅو بیا پیلېدو غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د پخوانیو والیانو ټولنې ددغه هېواد له حکومت، طالبانو او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د سولې خبرې له سره پیل کړي. په ورته وخت کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر نن ځینو اروپايي سفیرانو سره کتلي او د افغانستان د سولې پر راتلونکو ګامونو یې خبرې کړې دي.



اسلام اباد کې د افغانستان وزارتي کارکوونکو لپاره روزنیز پروګرام

Mashaalradio.com 

د سېپټېمبر پر ۱۶مه، په اسلام اباد کې د پاکستان د برېښنا نظم ادارې (نیپرا) د افغانستان د اوبو او انرژۍ او د مالیې وزارتونو کارکوونکو لپاره پېنځه ورځنی روزنیز پروګرام پیل کړ. پروګرام ته له دواړو وزارتونو څخه شپږ چارواکي ورغلي. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.

د صحرا کریمي فلم، حوا، مریم او عایشه!

Pa.azadiradio.com 

دا فلم په ایټالیا کې د "ونیز" جشنوارې تر ټولو غوره داستاني فېلمونو ته نوماند دی. په دغه فلم کې د افغان ښځو د ژوند بېلابېل اړخونه انځور شوي دي. شفیع کریمي د دغه فلم نندارې ته تللی او دا راپور یې برابر کړی.

د نړۍ مهم خبرونه له ازادي سټوډیو

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه وايي هيڅوک حق نه لري له افغانانو د رایې ورکولو حق واخلي. امریکا وايي که په سعودي د وروستي برید د عامل په اړه ډاډ ترلاسه کړي پوځي ګام اخلي. د ایران، ترکیې او روسیې ولسمشران په سوریې او سیمې خبرې کوي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

"ناټو ځواکونه به د ولسمشریزو ټاکنو د امنیت ساتلو کې مرسته وکړي"

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو رانزدې کېدو سره، د ناټو چارواکي وایي چې نړیوال ځواکونه به د ټاکنو د امنیت په ټینګولو کې د دولتي ځواکونو مرسته وکړي. د افغانستان دفاع وزارت وايي، د ناټو له همکارۍ سره به د ټاکنو امنیت لا ډاډمن شي.

د زوی د زده کړو لپاره ستړې مور

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان په ولایت کې یوه نهه کسیزه کورنۍ چې، سرپرست یې جنګونو ترې اخیستی، خپل یوازینی زوی ښوونځي ته لیږي چې، په راتلونکی کې قلم پورته کړي نه ټوپک . تفصیل د شریف اله شرافت په راپور کې.



تاجک ماشومان پر زنګېدونکې پله ښوونځي ته ځي

Mashaalradio.com 

د تاجکستان په وحدت ولسوالۍ کې ماشومان هره ورځ ښوونخي ته د تګ راتګ په خاطر شپږ کلوميټره پیاده لار وهي. خو دا لار له کړاوونو ډکه ده او دوی اړ دي چې تر سيند پورېوځي خو چې کله په سيند کې اوبه زياتې شي نو ماشومان د زانګو په شان پر خوځېدونکي خطرناکه پله تېرېږي. ویډیو وګورئ.

غزني کې د محصلانو پر موټر چاودنې یو کس وژلی او پنځه نور یې ټپیان کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په جنوبي ولایت غزني کې چارواکي وايي، د غزني د تخنیکي او مسلکي انسټټیوټ د محصلینو پر موټر د ماین چاودنې یو کس وژلی او پنځه نور یې ټپیان کړي دي. چارواکی وایي چې چاودنه د قلعه جوز په سیمه کې داسې مهال شوې چې ددغه انسټټیوټ ښځینه او نارینه محصلان نن (دوشنبه، وږي ۲۵مه) شاوخوا ۱۲ بجې د غزني ښار پر لور روان وو. ددغه انسټټیوټ آمر نعمت الله مومند په چاودنه کې د پنځو نارینه محصلینو ټپي کېدل او د یوه کس وژل کېدل تاییدوي. په سیمه کې د پولیسو یوه چارواکي ازادي راډیو ته وویل، ماین له وړاندې په موټر کې د ډرېور تر څوکۍ لاندې ځای پرځای شوی و. Читать дальше...

یوناما: د خلکو د رأیې حق خوندي کولو لپاره دې ټولې هڅې وشي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) په دغه هېواد کې له راروانو ولسمشریزو انتخاباتو بشپړ ملاتړ څرګند کړی او ویلي یې دي چې د خلکو د رأیه ورکولو حق خوندیتوب لپاره باید ټولې هڅې وشي. یوناما د دوشنبې په ورځ (وږي ۲۵مه) په خپرې کړې خبرپاڼې کې ویلي، هیڅوک حق نه لري چې د رأیه ورکولو لپاره راجسټر شويو افغانانو څخه د رأیې حق واخلي. یوناما په افغانستان کې د رڼو او عادلانه ټاکنو پر ترسره کېدو ټینګار کړی او د افغانستان له ټاکنیزو کمیسیونونو، مدني ټولنو، نوماندانو او نورو ټولو ښکېلو... Читать дальше...

په لوګر کې پر یوه ښوونځي په برید کې یوه زده کوونکې ووژل شوه

Pa.azadiradio.com 

له لوګر ولایت څخه ورکړل شوي راپورنه وايي، د محمد اغې په ولسوالۍ کې د نجونو لېسې ته نږدې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته کې یوه ماشومه زده کوونکې وژل شوې او یوه بله سخته ټپي شوې ده. د لوګر د پوهنې ریاست په یو بیان کې ویلي، دا زده کوونکې نن د لس بجو په شااوخوا کې هغه مهال په مرمیو ولګېدې چې په یوه خېمه کې په درس ویلو بوختې وي او د ښوونځي په سل مترۍ کې یې د وسله والو طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ نښته وشوه. د لوګر د پوهنې د ریاست چارواکي په دې نښته کې د وژل شوې زده کوونکې نوم... Читать дальше...

ټرمپ او مودي د هندي امریکایانو غونډې ته ځي

Mashaalradio.com 

امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ او هندي وزیراعظم نریندر مودي د ستمبر پر ۲۲مه په هوسټن کې د هندي امریکایانو په جلسه کې ګډون کوي، داد دې لپاره چې د دواړو مشرانو او هیوادونو ترمنځ د ښو اړیکو څرګندونه وکړي.

د قبایلو خاصه دار غواړي چې د پولیسو برخه پاتې شي

Mashaalradio.com 

په مومندو کې د پخواني خاصه دار ځواک سرتېرو او افسرانو د سېپټېمبر پر ۱۵مه یوه احتجاجي غونډه وکړه چې پکې یې د خیبر پښتونخوا له حکومته غوښتنه وکړه چې هغې مسودې ته دې قانوني شکل نه ورکوي چې پکې خاصه دارو او لېویزو ته د ځانګړي ځواک حیثیت ورکړل شوی. دا مسوده د پښتونخوا اسمبلۍ د سېپټېمبر پر ۱۲مه منظور کړه چې که قانون شي نو خاصه دار او لېویز ځواکونه به د پولیسو برخه نه جوړېږي. ویډیويي رپورټ.

بشریار د سولې او ماشومانو حقونو نړیوالې جایزې ته نوماند دی

Mashaalradio.com 

محمد طاهر بشریار په ۲۰۱۸ز کال کې د کندهار پر لاره د سولې له ولسي حرکت سره یوځای شو او تر کابل او نورو ولایتونو یې د کاروان ملتیا وکړه. د سولې او د ماشومانو د حقونو نړیوال انعام ته له ۵۶ هېوادونو څخه ۱۳۷ نجونه او هلکان نوماند دي. ویډیويي رپورټ.


Музыкальные новости




Персональные новости




د ترکیې، ایران او روسیې ولسمشران انقره کې پر سوریې غږېږي

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن په انقره کې د حسن روحاني او ولادیمیر پوتین خپلو ایراني او روسي سیالانو کوربه دی. د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې تمه ده چې اردوغان، روحاني او پوتین په ادلب کې د سوریې حکومت د پرمختګ په اړه خبرې وکړي. ادلب د سوریې په شمال لویدیځ کې د حکومت ضد اورپکو وروستۍ اډه بلل کېږي. روسیې او ترکیې تېر کال په ادلب کې د امن سیمې پر جوړلو هوکړه کړې وه تر څو ادلب د سوریې حکومت له عملیاتو خوندي پاتې شي. له ۲۰۱۷ میلادي کال راهیسې دا د سوریې د جګړې په اړه د یادو درېیو هیوادونو د مشرانو پنځمه ناسته ده. Читать дальше...

ډونالد ټرمپ: چمتو یو د عربستان پر نفتي تاسیساتو برید تلافي کړو

Pa.azadiradio.com 

د سعودي عربستان پر نفتي تاسیساتو تر برید وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، هېواد یې چمتو دی داسې اقدامات وکړي چې دغه برید تلافي کړي. د تېرې شنبې ورځې برید له امله د سعودي عربستان د نفتو د تولید کچه نیم په نیمه راښکته شوې ده. ولسمشر ټرمپ پرون پر خپلې ټویټرپاڼې ولیکل:" د سعودي عربستان د نفتو پر تاسیساتو برید شوی، دلیل شته چې باور وکړو ګرم څوک دی، په تمه یو چې له سعودي عربستان څخه یې واورو چې په باور یې دا حمله به چا کړې وي او دا چې تر کومو شرایطو لاندې اقدام کولی شي. " د سعودي عربستان... Читать дальше...

په فراه کې د سړک غاړې د ماین په چاودنه کې پنځه تنه وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په فراه ولایت کې د سړک غاړې د یو ماین په چاودنه کې پنځه تنه وژل شوي دي. د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محب الله محب ازادي راډیو ته ویلي چې ماین د یکشنبې په ورځ د شېخ کارېز په سیمه کې د ملکي کسانو په یوه موټر الوتی دی. دی وایي: پنځه تنه ښځې او ماشومان چې په یو موټر کې سپاره وو، د شېخ کارېز په سیمه کې د ماین په یوې چاودنه کې چې د طالبانو له لوري خښ شوی و، ووژل شول. ښاغلي محب وویل چې په همدې سیمه کې بیا له طالبانو سره په یوې نښته کې شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي. د... Читать дальше...

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net