د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي وایي، تردې مهاله د رأی ورکولو د ۴۴۸۰ مرکزونو له ډلې د ۲۵۹۷ مرکزونو د نتایجو لومړنۍ شمېرې د کمیسیون مرکزي دفتر ته رسېدلي دي. ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د ټاکنو اصلي رقیبان دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، طالبانو د هېواد په ۶۸ برخو کې غوښتل چې د رأیې ورکوونې د مرکزونو امنیت ګډوډ کړي.
ولسمشر محمد اشرف غني د ۲۰۱۹ میلادي کال ولسمشرۍ ټاکنو کېدل د جمهوریت بقا او د ټول افغانستان بریا بولي.
د ولسمشرۍ ټاکنو په ورځ ښځو هم رایه ورکړه، په داسې حال کې چې له دې وړاندې تل په ټاکنو کې د ښځو ونډه خورا مهمه بلل شوې، دا ځل د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ښځو ونډه د ۲۰۱۴ کال ټاکنو په پرتله خورا کمه ښودل شوې ده.
شفیع کریمي څو ټاکنیزو مرکزونو ته تللی او دا راپور یې چمتو کړی.
پر انتخاباتو د څار یوشمېر بنسټونه وایي چې نه یوزاې په کابل بلکې په ولایتونو کې هم د بېلابېلو ستونزو له امله د ښځو ګډون کم و.
د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې د یوه راکټ لګېدو ۱ ښځه وژلې او د ماشومانو او ښځو په شمول ۷ تنه نور ټپيان کړي دي.
په خاص ارزګان ولسوالۍ کې په یوه بله ورته پېښه کې ۲ ښځې او ۱ ماشوم ټپيان شوي دي.
د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د میزان د میاشتې په ۶مه نېټه ترسره شوې
د دغو سیالیو لپاره په ټاکنو کې ۱۳ نوماندانو رقابت وکړ
شفیع کریمي په کابل کې د رای ورکونې څو مرکزونو ته تللی او په اړه يې دا راپور چمتو کړی دی.
ویډیو: لېمه هادي او شفیع کریمي
د سېپټمبر پر ۲۸مه، د جمیعت علما اسلام یو مخکښ مشر مولانا حنیف په چمن کې په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو.
د افغانستان د څلورم ځل ولسمشریزو ټاکنو د رأی اچونې بهیر نن سهار ۷ بجې پیل او د مازیګر تر ۵ بجو یې دوام وکړ.
د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ګلبدین حکمتیار وایي، له نوم لیکنې او پر تذکرې له سټیکر لګولو پرته یې رأیه ورکړې ده.
نن په افغانستان کې د نوي ولسمشر ټاکلو لپاره ولس رايې کاروي. د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، په دغو انتخاباتو کې د ګډون لپاره نهه میلیونه او ۶۶۵ زره کسانو نوم لیکنه کړې چې ۳ میلیونه ۳۳۴ زره یې مېرمنې دي. ويډيو: رويټرز، راپور او ايډيټ: احمد شاه اعظمي
د مشال مرکې پاڼه کې درته هرکلی وایو. د دې اوونۍ په مشال مرکه کې د خېبر پښتونخوا د ۱۰۴مې (مومندو) حلقې څخه د نوي منتخب شوي غړي ملک عباس رحمان سره غږېدلي یو.
نوموړی د مومندو د حلیمزو سیمې اوسېدونکی او د یوې سیاسي کورنۍ غړی دی. د هغوی په کورنۍ کې تر دې وړاندې هم د پاکستان د قامۍ اسمبلۍ او سېنېټ غړي تېر شوي دي.
هغه وايي:
"د پلار او نیکه له وختونو راهېسې زموږ کورنۍ په سیاست کې ده. د انګریزانو له زمانې راهېسې موږ په دې لاره روان یو."
ملک عباس رحمان وايي، اوس چې قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا صوبه... Читать дальше...
له کندز تر هلمند او له کنړ تر پکتیا د افغانستان په ټولو ولایتونو کې خلک رایې ورکوي.
صفي الله ستانکزي په دې اړه یو ویډیويي راپور جوړ کړی او ګورئ چې رای ورکوونکي څه وايي.
د پاکستان صدراعظم عمران خان خبرداری ورکړ چې په کشمیر کې به خلک په وینو کې ولامبي.
عمران خان پرون (سپټمبر ۲۷مه) د ملګروملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې وړاندوینه وکړه چې په کشمیر کې د هند فعالیتونه به مسلمانان ځوانان افراطیت ته وهڅوي.
د هند دولت د اګسټ په پنځمه د هندي کشمیر هغه اختیارات لغوه کړل چې د هند اساسي قانون ورکړي وو او هلتهیې خپل پوځي حضور پراخ کړ. اسلام اباد د نوي ډیلي دې پرېکړې پر ضد سخت اعتراض وکړ.
د پاکستان صدراعظم، عمران خان پرون په ملګروملتونو کې پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې... Читать дальше...
د پنجاب صوبې د ملتان عدالت، د ټولنيزو رسنيو د پخوانۍ ستورې قنديل بلوچ په وژنه کې د هغې ورور محمد وسيم ککړ ګرځولی او ورته يې د عمر قید سزا ارولې ده. بلخوا د وسيم وکيل وايي چې د پريکړې خلاف به اپيل کوي. پر دې اړه اسرار عالم مومند د رويټرز خبري اژانس راپور وړاندې کوي.
اتلس کلنې خاطرې چې په لومړي ځل رایه وکاروله وایي، رایه یې برخلیک ټاکنونکې ده.
د هېواد په درېیو هوايي ډګرونو کې د نشه يي موادو د قاچاقو په تور څوارلس کسان ونیول شول.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل: دا څوارلس کسان په څلورو بېلا بېلو پېښو کې ونیول شول چې غوښتل یې په خپلو سفري بکسونو او خېټو کې د حامد کرزي، کندهار او هرات هوايي ډګرونو له لارې هند ته هيروئين قاچاق کړي، له دوی څخه په مجموعي ډول شپږنیم کیلوګرامه هیروئین هم نیول شوي دي.
په دې وروستیو کې قاچاق کوونکي هڅه کوي چې د هوايي ډګرونو له لارو هند ته نشه يي مواد قاچاق کړي.
له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په څو ولایتونو کې څو ټنه نشه يي مواد ونیول.
له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل: د استخباراتي ادارو د معلوماتو پر اساس په کابل، ننګرهار، لوګر، نیمروز، فراه او هېواد په ځینو سیمو کې عملیات وشول.
دی وایي: (۷۹) عملیات وشول چې په نتیجه کې یې څه د پاسه څلور ټنه نشه يي مواد ونیول شول. دغه ډول د نشه يي موادو د قاچاقو او ساتنې په تور (۹۵) کسان هم ونیول شول چې یو يې پولیس و.
تورن کسان د نورو څېړنو لپاره عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي دي.
د نیمروز پولیسو څه د پاسه اتیا کیلوګرامه نشه يي مواد ونیول.
د نیمروز ولایت امنیه قوماندان الله داد فدايي ازادي راډیو ته وویل: له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په زرنج ښار کې د موټرو د تلاشۍ پر مهال په یوه باروړونکي موټر کې (۸۰) کیلو ګرامه تاریاک نیولي چې له هېواد څخه دباندې قاچاق کېدل.
دغه ډول په دې اوونۍ کې د نیمروز ولایت پولیسو د نشه يي موادو د وړو خرڅوونکو پر خلاف عملیات کړي چې په نتیجه کې یې پنځه کسان له نشه يي موادو سره یوځای نیولي دي.
په سمنګان ولایت کې نږدې پنځوس کیلوګرامه نشه يي مواد ونیول شول.
د سمنګان ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په ایبک ښار کې د یوه باروړونکي موټر د تلاشۍ پر مهال (۴۰) کیلوګرامه تاریاک، (۹) کیلو او (۷۰۰) ګرامه چرس ونیول.
دا مواد په بغلان ولایت کې په موټر کې بار شوي او په پام کې وه چې د سمنګان ولایت له لارې یې بلخ ته قاچاق کړي. په دې تور درې کسان هم نیول شوي دي.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان د سېپټمبر په ۲۷مه د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې دا وېره څرګنده کړېده چې د کشمیر په سر د هند او پاکستان ترمنځ ايټمي جګړه پیلېدای شي.
د افغانستان د څلورم ځل ولسمشریزو ټاکنو د رای اچونې بهیر نن سهار ۷ بجې پیل شو.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وایي چې دغه بهیر به د ماسپښین په درېیو بجو به پای ته ورسېږي.د رای اچونې بهیر په دې تصویرونو کتلای شئ.
په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټولټاکنې د ځايي وخت سره سم په پنځو بجو پای ته ورسېدې. څارونکي وايي، د ورځې په پیل کې د رایه اچوونکو شمېره کمه وه
د افغانستان د پلازمینې اوسیدونکي، د خپل مشرد ټاکلو لپاره درایو صندقونو ته ورځي.
خو پوځیان چې دامنیت د خوندیتوب لپاره دغه ښار ته راغلي شکایت کوي چې، ددوې د رایو ورکولو حق سلب شوی دی
تفصیل د تمیم اخګر په دغه ویډیوي راپورکې
د امکاناتو نشتوالی او امنیتي ستونزې هغه لاملونه دي چې په تېرو څلورو کالو کې په افغانستان کې د معتادینو سروې نه ده شوې.
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net