Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Сентябрь
2019

Новости за 22.09.2019

دولتي ځواکونو د غزني جغتو ولسوالي له طالبانو بېرته ونیوله

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان امنیتي سرچینې وایي، دولتي ځواکونو په عملیاتو کې د غزني ولایت د جغتو ولسوالي د طالبانو له ولکې آزاده کړې ده. د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند نن (یکشنبه، وږي ۳۱مه) آزادۍ راډیو ته وویل، جغتو چې له دوو کلونو راهیسې د طالبانو په ولکه کې وه، د پوځي عملیاتو په لړ کې بېرته د دولت لاسته ولوېده. هغه زیاته کړه: "د مبین په نوم د عملیاتو په ترڅ کې دښمن ته ډېر تلفات اوښتي چې دقیقه شمېره به یې وروسته خپره شي. د جغتو ولسوالۍ له آزادېدو سره مالستان، جاغوري، اجرستان او ناور ولسوالۍ هم د غزني له... Читать дальше...

"ایران د فارس خلیج د امنیت خوندي کولو یو پلان جوړ کړی"

Pa.azadiradio.com 

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي، د فارس خلیج د امنیت خوندي کولو لپاره به یو پلان ملګرو ملتونو ته وړاندې کړي. تهران داسي مهال دا خبره کوي چې د عربستان پر نفتي تاسیساتو تر بریدونو وروسته په سیمه کې کړکېچ اوج ته رسېدلی.



ایران ښايي د برېتانیا بیرغ لرونکې تېل وړونکې بېړۍ نن خوشې کړي

Pa.azadiradio.com 

هغه شرکت چې د بریتانیا د بیرغ لرونکې تېل وړونکې کښتۍ یې په جولای میاشت کې له سپرلیو سره ایران ولجه کړې وه وايي، د دوی کښتۍ ښايي په څو ساعتونو کې خوشې شي. د دغه سویډني شرکت اجراییه رییس ایریک هانیل په یوه بیان کې چې نن د سویډن یو ټلویزیوني چینل خپور کړ په دې اړه جزییات نه دي ورکړي خو ویلي یې دي، دوی ته داسې معلومات رسېدلي چې دا کښتۍ ښايي په څو ساعتونو کې خوشې شي. هانیل زیاتوي، دوی خبر ترلاسه کړی چې د دې کښتۍ د خوشې کولو سیاسي پرېکړه شوې ده. دا خبر څو ساعته وروسته له هغه خپرېږي چې د ایران ولسمشر... Читать дальше...

کابل کي د الکترونیکي پېژندپاڼو پنځم مرکز پرانستل شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان احصاییې او معلوماتو ملي ادارې د کابل ښار په کارته پروان کې د الکترونیکي تذکرو د وېش پنځم مرکز پرانست. د چارواکو په وینا تردې مهاله په ټول افغانستان کې ۲۸۷ زره کسانو ته الکترونیکې پېژندپاڼې وېشل شوي دي.



د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې چاودنې شپږ کسان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په جنوب ختیځ کې ولایت پکتیا کي امنیتي چارواکي وایی، په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې شپږ کسان وژلي دي. د پکتیا د پولیسو ویاند سردار ولي تبسم ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه نن له غرمي مخکي شاوخوا لس بجي پر یوه سراچه ډوله موټر شوې. ښاغلي تبسم وویل چې په پېښه کې درې سرحدي پولیس او درې عام خلک وژل شوي دي. تراوسه د برید مسوولیت چا نه دی منلی.

په افغانستان کې ځوانان پر بدن خالونه وهي

Mashaalradio.com 

په وروستیو کې په افغانستان کې یو شمېر خلکو پر بدن د ټیټو یا خالونو وهل پیل کړي دي. دا دود په غرب کې له پخوا راهیسې موجود دی، خو په افغانستان کې نوی دی. د شنو خالونو وهل په افغانستان کې پخوا هم ول خو ټیټو له دې خالونو جلا وي. په دې اړه د خلکو او دیني عالمانو نظر څه دی؟ په دې اړه نور د تمیم اخګر په راپور کي چې ناجیه ساپۍ یې وړاندې کوي.

په بدن باندې د سینګار لپاره د خالونو وهل!

Pa.azadiradio.com 

ټټو یا خال وهل په دې وروستیو کې په افغانستان کې د پام وړ پرمختګ کړی. په کابل کې په لسګونه ټټو کاږونکي کار کوي او همدا يې ورځنۍ بوختیا ده. په دې اړه د خلکو او دیني عالمانو نظر څه دی؟ په دې اړه نور د تمیم اخګر په راپور کي چې ناجیه ساپۍ یې وړاندې کوي.

اسلام اباد کې د پرايوېټ سکولونو د فيسونو پرضد مظاهره وشوه

Mashaalradio.com 

په اسلام اباد کې يو شمير مېندو او پلرونو د سپټمبر پر ۲۱مه د شخصي سکولونو د زياتو فيسونو پرضد مظاهره وکړه او غوښتنه يې کوله چې د سپريم کورټ تر پرېکړه وروسته دې دا فیسونه کم کړل شي. د تعليم وفاقي وزيرشفقت محمود ویلي چې که دا فیسونه تر ټاکلي حد زیات شو نو پرضد به یې ګامونه اخلي. په دې اړه د عمران یونس ویډیو وګورئ

کندز ښاریان: که امنیت ډاډمن نه شي، خلک ټاکنو کې رایه نه ورکوي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې ولسمشریزو ټاکنو ته پنځه ورځې پاتې دي، د افغانستان په شمال ختیځ ښار کندز کې امنیتي وضعیت خلک اندېښمن کړي. ښاریان خبرداری ورکوي که امنیت ډاډمن نه شي، نو ډېر خلک به ټاکنو کې برخه وانخلي.

چارواکي: په لوګر کې یو طالب قوماندان له یوه بل طالب سره وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

د لوګر امینتي چارواکي وایي چې تېره شپه د دې ولايت د محمداغې ولسوالۍ اړونده سیمه کې افغان امنيتي ځواکونو د حشمت په نوم د طالبانو يو مهم قوماندان له يو تن بل طالب سره وژلی.  د لوګر د پولیسو ویاند شاپور احمدزي ازادي راډیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې حشمت د سړکونو په سر د چېک پاینټونو په اچولو او د خلکو په ښکته کولو کې مهمه ونډه لرله چې څه موده وړاندې یې د لوګر د ټرافيکو سرپرست مدير هم له موټره ښکته او بیا وژلی و.  تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


Музыкальные новости




Персональные новости




په هلمند کې نیول شوې روسۍ او ایرانۍ وسلې خبریالانو ته وښودل شوې

Pa.azadiradio.com 

په هلمند کې یو شمېر روسۍ او ایرانۍ وسلې خبریالانو ته وښودل شوې چې چارواکي وايي، له وسله والو طالبانو څخه یې نیولي دي. د هلمند د ملي امنیت چارواکو پرون شنبه وویل چې د دوی ځواکونو د شپې د دوربینونو په شمول ۱۰۰ ډوله وسایل او ګڼې وسلې د دولت له وسله والو مخالفانو څخه نیولي دي. دوی همداراز وویل چې د وسلو ترڅنګ یې یو شمېر وسله وال مخالفان هم نیولي دي.

د مصر په څو ښارونو کې د حکومت پر ضد مظاهرې وشوې

Pa.azadiradio.com 

د مصر په څو ښارونو کې د حکومت پر ضد مظاهرې وشوې او له واک څخه د ولسمشر عبدالفتاح السیسي د لېرې کېدو غوښتنه یې وکړه. د مصر د اقتصادي او ټولنیزو حقونو مرکز پرون شنبه وویل، د ۲ خبریالانو په ګډون لسکونه تنه نیول شوي، خو د چا د مرګ ژوبلې راپور یې نه دی ترلاسه کړی. د بلوا ضد پولیسو له لوري د ډنډو او اوښلن ګاز د استعمال له کبله د تنګو کوڅو ګڼې مظاهرې ژر تیت او پرکې شوې.

په البانیا کې زلزلې لسګونه کسان ټپیان کړي

Pa.azadiradio.com 

په البانیا کې زلزلې لسګونه کسان ټپیان کړي او یو شمېر ودانیو ته یې زیان اړولی دی. د البانیا چارواکو او رسنیو پرون شنبه وویل چې دا له څو لسیزو وروسته په دغه هېواد کې تر ټولو زوروره زلزله وه. دولتي راډیو ټلویزیون پرون وویل، په زلزله کې ۳۷ تنه ژوبل شوي کسان په روغتونونو کې بستر شوي دي. په ځینو نورو راپورونو کې ویل شوي چې د ټپیانو شمېر شااوخوا ۵۰ تنو ته رسېږي. د البانیا د دفاع وزارت ویندوی وايي چې څوک مړه شوي نه دي. د دفاع وزارت په وینا، دا په ۳۰ کلونو کې د لوېدیځ بالکان په سیمه کې تر ټولو سخته زلزله وه. Читать дальше...

ولسمشر غني: شپني عملیات یوازې په داعش او القاعده پورې محدود شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، د شپې له خوا پوځي عملیات یې یوازې د داعش او القاعده د وسله والو لپاره محدود کړي دي.  ولسمشر اشرف غني پرون د سپټمبر په یویشتمه ماسختن له شمشاد ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې د شپې په عملیاتو کې یې د ملکي افغانانو تلفات نه شول منلی چې له دې امله یې محدود کړل. هغه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د موقف دفاع وکړه . اشرف غنی وویل، له زوره کار اخیستل هېڅ ستونزه نه شي حل کولی او قانون باید عملي شي.  محمد اشرف غني وویل: دا خپلواک او ولسواک وطن دی، باید په تدبیر ولاړ... Читать дальше...

په چاریکار ښار کې د هاوان مرمۍ یوه ښځه وژلې او ۸ تنه ټپیان دي

Pa.azadiradio.com 

د چاريکار ښار د شاه مست قلندر په سیمه کې د هاوان د مرمۍ د چاودنې له امله یوه ښځه وژل شوې او ۸ تنه زخمیان شوي دي. د پروان د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر عبدالواسع ګلبهاري پرون د سپټمبر په یویشتمه ازادي راډیو ته وویل چې په زخمیانو کې ۶ کوچنیان دي. ګلبهاري وویل چې زخمیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

دفاع وزارت: د زابل د وروستۍ پېښې مشکوک طراحان ونیول شول

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په قلات کې پر روغتون د وروستۍ حملې مشکوک طراحان او د حمله کوونکو ملګري ونیول شول. دفاع وزارت ویلي چې دا کسان د جمعې په شپه په غزني کې په پوځي عملیاتو کې نیول شوي دي. د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي پرون د سپټمبر په یویشتمه ازادي راډیو ته وویل چې عملیات ځانګړو ځواکونو کړي او مشکوک کسان کابل ته لېږدول شوي دي. احمدزي وویل، له نیول شویو کسانو تحقیق کېږي. په قلات کې د پنجشنبې په ورځ د ملکي روغتون مخې ته چاودنه وشوه چې ۴۱ تنه په کې ووژل شول او تر سلو زیات زخمیان وو. Читать дальше...

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net