په هلمند کې نیول شوې روسۍ او ایرانۍ وسلې خبریالانو ته وښودل شوې
د هلمند د ملي امنیت چارواکو پرون شنبه وویل چې د دوی ځواکونو د شپې د دوربینونو په شمول ۱۰۰ ډوله وسایل او ګڼې وسلې د دولت له وسله والو مخالفانو څخه نیولي دي.
دوی همداراز وویل چې د وسلو ترڅنګ یې یو شمېر وسله وال مخالفان هم نیولي دي.
