په افغانستان کې د شنبې د ورځې د انتخاباتو د نتیجو په اړه د ولسمشر اشرف غني وار له مخه څرګندونې، د دې ترڅنګ به ووینئ چې د پاکستان صدراعظم عمران هڅې کوي چې د واشنګتن او تهران د لانجې منځګړیتوب وکړي. داسې ترمینل هم دلته لیدلی شئ چې په ټوله نړۍ کې ساری نه لري.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د فساد په اړه د ټولو هغو تورونو سپیناوي ته تیار دی چې د ولسمشرۍ د دوو نورو کاندیدانو لخوا پر ده لګول شوي دي. عبدالله عبدالله او رحمت الله نبیل ویلي، د کابل بانګ پخوانی د د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین لپاره له زندانه ویستل شوی.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د شنبې ورځې ولسمشریزو انتخاباتو ته یې چمتوالی بشپړ کړی دی. بلخوا د افغانستان امنیتي ادارې د ټاکنو ورځې ته د بشپړو امنیتي تدابیرو ډاډ ورکوي.
د سېپټېمبر پر ۲۴مه د پاکستان د سرښار اسلام اباد په ګډون د خېبر پښتونخوا، پنجاب او د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير په يو شمېر سيمو کې زلزله وشوه چې د چارواکو په وينا يې لږ تر لږه ۲۳ کسان وژلي او تر ۴۰۰ زيات يې ژوبل کړي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، د کندهار په ۱۴مه حوزه کې چاودنې د یوه محلي خبریال عبدالحمید هوتکی او یوه ماشوم په ګډون څلور کسان وژلي او شپږ کسان ټپیان کړي دي.
چاودنه تېره شپه شااوخوا اته بجې د کندهار ښار د ټانک سیمه کې د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي ټاکنیز ټیم د کمپاین دفتر ته نزدې رامنځته شوه.
ددغه وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي، په ټپیانو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شامل دي.
د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) ویلي، د عبدالحميد هوتکي په ننګرهار کې د هېواد په نوم د یوه محلي راډيو ټلويزيون خبريال و.
د نړیوالې تودوښې لوجې د سمندر سطح لوړېږي چې په نتیجه کې یې د پاکستان ساحلي سیمې کېټي بندر ډېره برخه اوبو لاندې کړې ده او د سیمې اوسېدونکي یې په کډوالۍ مجبوره شوي دي.
په دې هکله نور تفصیل په دې ویډیو کې وګورئ.
ویډیو: اې پي
ایډیټ: منورشاه
د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموريت يا يوناما د پکتیا ولايتي دفتر د ساتونکو مشر د خپل يوه سرتېري لخوا وژل شوی دى.
د پکتيا د پولیسو ویاند سردار ولي تبسم نن وويل، پېښه تېره شپه د خپلمنځي شخړې له امله رامنځته شوې او د څېړنې لپاره یې تخنیکي ډله ټاکل شوې ده.
د ښاغلي تبسم په وینا هغه سرتېرى هم وژل شوی چې پر خپل قوماندان یې ډزې کړې وې.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان د امريکا د سفر پر مهال ويلي وو چې د هېواد پوځ او استخباراتي ادارې ای اېس ای يې د القاعده په ګډون په افغانستان کې د جنګړه مارو نورو ډلو روزنه کړې وه.
ولې عمران خان په ډاګه دومره حساسه خبره کړې او ایا دا به د هغه د حکومت او پوځ ترمنځ پر تعلقاتو څه ناوړه اغېز واچوي او که څنګه؟
د افغانستان په جنوبي ولایت هلمند کې چارواکي وایي، ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي غلام ولي افغان په دفتر کې په لښکرګاه ښار کې چاودنه شوې.
د لومړنیو معلوماتو له مخې په چاودنه کې ښاغلي افغان ته زیان نه دی رسېدلی خو دوه نور کسان ټپيان شوي دي.
د هلمند د والي دفتر مطبوعاتو مسئول زاهد اتل ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه نن له غرمې وروسته په شاوخوا دوو بجو شوې.
د نوموړي په وینا د ښاغلي افغان د دفتر په یوه خونه کې مقناطیسي ماین ځای پرځای شوی و.
تراوسه ددې چاودني مسئوليت چاپه غاړه نه دی اخستی.
د ترکيې دولتي رسنۍ وايي، ددغه هېواد په جنوب ادانا ولایت کې د پوليسو پر يوه بس د سړک غاړې ماین په چاونه کې پنځه کسان ټپيان شوي دي.
انادولو خبري اژانس د والي محمود ديميرتاش په حواله راپور ورکړى چې دا چاودنه د کومې منفجره وسيلې يا هم د بل ډول بم له کبله شوې ده.
والي ویلي، په ټپيانو کې يو تن د پوليسو افسر دى.
د ټولو ټپيانو وضعيت د ډاډ وړ ښوول شوى دى.
د سي ان ان ټلويزيون ترکۍ څانګې د بس او نورو وسايطو تصویرونه خپاره کړي، چې سخت تخريب شوي دي.
تر اوسه نه ده معلومه چې په دې چاودنه کې څوک لاس لري.
د برتانیا، فرانس، جرمني او جاپان چارواکي هڅه کوي چې روانه اوونۍ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونډې پر مهال د امریکا او ایران مشران خپلو تګلارو ته د بیا کتنې لپاره وهڅوي.
د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن د ایران له ولسمشر حسن روحاني څخه غوښتي چې په ایران کې زنداني بریتانوۍ ښځه نازنین زاغري راتکلف او نور دوه تابعیته بندیان خوشې کړي.
جانسن دا غوښتنه پرون د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې مطرح کړې ده.
د بریتانیا صدراعظم ویلي چې په دې اړه له روحاني سره مخکینۍ خبرې رغنده وې، خو ډېر یې هم قناعت پرې نه دی حاصل شوی.
نازنین زاغري راتکلف یوه ایراني الاصله بریتانوۍ ښځه ده چې له دریو کلونو راهیسې د لسګونه نورو بهرني تابعیت لرونکو ایرانیانو په څېر، په زندان کې شپې او ورځې سبا کوي. Читать дальше...
پلوشه په بلوچستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو خیر ښېګړې ادارې (یونیسیف) یوه چارواکې ده. هغه د ماشومانو د تعلیم د چارو ماهره ده او د یونیسف د پروګرام مشري لاندې د بلوچستان له حکومت سره د تعلیمي حالت ښه کولو په لړ کې مرسته کوي.
پلوشه د بلوچستان له قلا سیف الله سره تعلق لري خو ژوند یې په کوټه کې تېر کړی دی. پلوشه وايي په انجنیري کې یې زده کړې کړي دي خو له اول نه یې د انساني حقونو او بیا په تېره د ماشومانو لپاره کار کول غوښتل، نو ځکه یې ټولنیزې خېرښېګړې ته پام ور وګرځولو.
پلوشه وايي تعلیم حاصولول یوازې... Читать дальше...
روانه اوونۍ د ملګرو ملتونو د څلوراويايمې عمومي اسامبلې پر مهال د بریټانیا، جرمني، فرانسې او جاپان مشرانو هڅه وکړه، چې د امریکا او ایران رهبران د ډپلوماسۍ بیا پيل ته وهڅوي.
د پاکستان صدراعظم عمران خان هم ویلي چې متحدو ایالتونو او سعودي عربستان ترې غوښتي، چې د کړکېچ د کمولو لپاره منځګړیتوب وکړي.
اخوا د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون پرون وویل، که د ايران ولسمشر حسن روحاني له خپل امريکايي سيال ډونالد ټرمپ سره له کتنې پرته له امريکا ووځي،دا به د فرصت له لاسه ورکول وي.
د بريتانيا صدراعظم چې له روحاني... Читать дальше...
ځینو غربي خپرونو په افغانستان کې د سولې پر مسالې او د هلمند په موسی قلعه کې وروستیو عملیاتو باندې تبصرې کړي دي.
ولسمشر ټرمپ وویل، اداره په افغانستان کې د یو روښانه سباون لپاره هیلمنه ده، خو له بده مرغه طالبانو خپلو وحشيانه بریدونو ته دوام ورکړی.
د کابل د نن ورځې چاپ ورځپاڼو تر ډېره د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.
د سېپټېمبر پر ۲۴مه د پاکستان د سرښار اسلام اباد په ګډون د خېبر پښتونخوا، پنجاب او د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير په يو شمېر سيمو کې زلزله وشوه چې د چارواکو په وينا يې لږ تر لږه ۲۳ کسان وژلي او تر ۴۰۰ زيات يې ژوبل کړي دي. احمد شاه اعظمي د رويټرز او اې اېف پي اژانسونو پر مټ دغه ويډيويي راپور جوړ کړی دی.
د امریکا د استازو جرګې او په دې جرګه کې د اکثر ډیموکراتانو مشرې نانسي پلوسي د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استیضاح د لارو چارو لټولو امر کړی دی.
پلوسي دا کار وروسته تر هغه کړی چې د اوکرایین له ولسمشر ولادمیر زیلینسکي سره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټيلیفوني خبرو جزییات افشا شوي.
نانسي پلوسي پرون وویل، ولسمشر باید د خپل عمل پروړاندې مسوول وي او هیڅوک له قانونه پورته نه دی.
هغې وویل د همدې لپاره دې د استازو جرګه د ټرمپ د استیضاح په لارو چارو پلټنه وکړي.
ویل کیږي په هغو ټيلیفوني... Читать дальше...
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، د ثبات په اړه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره، متحده ایالات له خپلو افغان شریکانو سره همکارۍ ته دوام ورکوي. ښاغلي ټرمپ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې وویل، له بده مرغه طالبانو د "وحشیانه حملو" لاره خپله کړې ده.
ناپېژاندو کسانو د پکتیا کې یو قومي مشر وکیل جان محمد جلالي چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم غړی و، په ډزو وژلی دی.
ښاغلی جلالي پرون سه شنبه (تلې دویمه) په ګردېز ښار کې په نښه شو.
د افغانستان اجراییه رئیس عبدالله عبدالله د هغه وژنه غندلې او له امنیتي ادارو یې غوښتي چې وژونکي یې ومومي.
د دغه قومي مخور د وژنې مسئولیت تردې مهاله چا نه دی منلی.
په کندهار ښار کې د محمد اشرف غني د انتخاباتي کمپاین پر دفتر د ماین په چاودنه کې درې کسان وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان دي.
د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر ازادي راډیو ته وویل، چې چاودنه تېر ماښام (تلې دویمه) د اتو بجو په شااوخوا کې د دولت ساز ټیم پر دفتر وشوه.
هغه وویل: د محمد اشرف غني د کمپاین دفتر چې د کندهار ښار په څوارلسمه امنیتي حوزه کې دی، پر دیوال یې یو ماین نښلول شوی و چې انفجار یې وکړ، په دغه پېښه کې د یو ماشوم په ګډون درې ملکیان ووژل شول."
د نوموړي په خبره، اووه تنه ټبیان هم چې یوه یې ښځه ده تول ملکیان دي. Читать дальше...
پاکستاني چارواکو ویلي چې په دغه هېواد کې د سه شنبې ورځې شدیدې زلزلې لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه او سلګونه نور ټپیان کړي دي. زلزلې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر په ګډون پلازمېنه اسلام اباد، لاهور، جهلم، خیبر پښتونخوا، سوات او ځینې نورې سیمې ولړزولې.
په افغانستان کې د میزان شپږمې ولسمشریزو ټاکنو لپاره د کمپاین دوه میاشتنۍ موده نن پای ته رسېږي. د افغانستان د ټاکنو قانون له مخې ټاکنیز کمپاین باید د انتخاباتو له ورځې ۴۸ ساعته وړاندې ودرول شي.
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net