Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Сентябрь
2019

Новости за 09.09.2019

په کابل کې د ملي اتل نمانځنه، درې چاودنې او د يوه افسر وژنه

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د احمد شاه مسعود تلین په داسې حال کې ونمانځل شو، چې دریو چاودنو د ښار نظم ګډو وډ کړ او يو پوځي هم په ډزو ووژل شو. له دغې پېښې وروسته د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د غېر مسوولو وسله کسانو په نیولو لاس پورې کړ.



د نړۍ وروستي خبرونه له ازادي ستودیو

Pa.azadiradio.com 

یونیسیف وايي افغان کوچنيان تر ډېره د جګړې قربانيان دي. نن د راغون دوهم د اوبو د برق توربین افتتاح شو او افغانستان به هم د دې توربین له برق څخه ګټه پورته کوي. د بهاماس چارواکي وايي د دوریان توپان د قربانيانو لټون دوام لري.

د سېپټېمبر نهمې ویډيويي خبرونه

Mashaalradio.com 

د کشمیر سرینګر ښار لا هم تړلی او خاموشه دی د برتانیا هوايي شرکت پایلټانو هړتال، ۱۷۰۰ پروازونه ځنډېدلي د کېنیډا په ټورنټو ښار کې د مزاحیه فلم پېژندنې دستوره

سواتیان د فوټبال لېواله دي

Mashaalradio.com 

په سوات کې هر کال د فوټبال سیالۍ کېږي چې پکې د شا او خو ټولې سیمې وتلي ټیمونه برخه اخلي. ځايي ولس له فوټبال سره ډېره مینه لري او تل په خپل مالي لګښت دغه سیالۍ جوړوي. دوی له حکومته غوښتنه لري چې د دوی د لوبې میدان ته ورته ورغوي. د نیاز احمد خان ویډیو



دافاع وزارت: په کابل ښار کې شپږ تنه خپلسري وسله وال نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په کابل ښار کې د وږي د ۱۸ مې نېټې د لاریونوالو په ډزو د کابل د ګارنیزیون د یوه بریدمل له وژل کېدو وروسته یې شپږ تنه خپلسري وسله وال نیولي دي. دا خبره د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان شېبه مخکې له ازادي راډیو سره په خبرو کې وکړه. دا په داسې حال کې ده چې سږکال هم د نورو کلونو په څېر د پخواني جهادي قوماندان احمدشاه مسعود پلویان له موټرو او وسلو سره د کابل ښار واټونو ته راوتلي او د مسعود یادونه کوي. د یوه بل خبر له مخې، د کابل ښار په تایمني سیمه کې یوې چاودنې درې کسان ټپیان کړل. Читать дальше...

د روسیې او فرانسې ولسمشرانو د اوکراین او ایران په اړه خبرې وکړې

Pa.azadiradio.com 

د روسیې او فرانسې ولسمشرانو د اوکراین په ختیځ کې د کړکېچ او د ایران د اټمي لانجې د هواري پرلارو چارو خبرې وکړې. د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د یکشنبې په ورځ له خپل فرانسوي سیال ایمانوئل مکرون سره د اوکراین په ختیځ کې پر وسله وال کړکېچ او د ایران پر اټمي پروګرام خبرې کړي دي. دا خبر د کرملین ویبپاڼې خپور کړی دی. دا دواړه ولسمشران په مسکو کې د روسیې او فرانسې د د دفاع د وزیرانو له لیدنې یوه ورځ مخکې خپلو کې په ټیليفون غږېدلي دي. تاس خبري اژانس وايي، د دواړو هېوادونو د دفاع وزیران به د ایران... Читать дальше...

د کندز د قلعه زال ولسوالۍ بېرته افغان ځواکونو ونيوله

Pa.azadiradio.com 

د کندز د سیمه ییزو چارواکو په وینا چې له یوې اوونۍ راهیسې وسله والو طالبانو د قلعه زال ولسوالۍ پر مرکز خپل برېدونه پیل کړي وو او په پایله کې یې نوموړې ولسوالۍ د یکشنبې په ورځ ماښام ۷ بجې سقوط کړی و، خو د کومکي ځواکونو په ورسېدو سره له ۶ ساعته سقوط وروسته د ولسوالۍ اداره بېرته افغان ځواکونو ونېوله. د کندز د امنيې قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: تېر ماښام ۷ بجې زموږ ځواکونه له ولسوالۍ څخه د دښت لوري ته وتلي وو، کله چې سیمې ته تازه دمي ځواکونه راورسېدل، د شپې ۳ بجې... Читать дальше...

د محرم جلوسونو ته ټینګ امنیت نیول شوی

Mashaalradio.com 

د محرم ماتمي جلوسونو امنیت ساتلو لپاره د ملک په زياترو لویو ښارونو کې موبايل ټېليفونونه بند دي او پر موټر سايکل پرغبرګو سورلو هم بنديز لګول شوی دی.

له نورو جلا ژوند کول غواړم: صوبیه خان

Mashaalradio.com 

د پېښور ۲۵ کلنه صوبيه خان له عامو نرښځيانو بدل ژوند کول غواړي. نوموړي تر څوارلسم جماعت زده کړې کړې دي او وايي چې نورې زده کړې به هم کوي. د صوبيه خان په وینا که د کورنې غړي او بيا ټولنه نرښځيانو ته عزت ورکړي نو دوی به په ټولنه کې مثبت رول ادا کړي. د ځلاند يوسفزي ويډیو

په کابل ښار کې چاودنې درې تنه ټپیان کړي

Pa.azadiradio.com 

په کابل ښار کې چاودنې درې تنه ټپیان کړي دي. د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي چې بمې چاودنه د کابل ښار د تایمني په پنځم سړک رامنځته شوې چې له امله يې درې تنه ولسي وګړي ټپيان شوي دي. دی وايي چې بم وړاندې له وړاندې د سړک په غاړه ځای پر ځای شوی و چې په ولسي وګړو يې چاودنه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې نن د سنبلې اتلسمه د پخواني جهادي قوماندان احمد شاه مسعود د مړینې اتلسم تلین مراسم نمانځل کېږي. ښاغلی فرامز وايي چې چاودنه د مسعود په پلویانو نه ده شوې، بلکې د سیمې په ولسي وګړو شوې ده.

نامعلومو وسله والو د لوګر د ټرافیکو سرپرست مدیر وژلی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د جنوب ختیځ لوګر ولایت امنیتي چارواکي وایي چې د ټرافیکو سرپرست مدیر او د تنظیم امر اجمل عبدالرحیمزی تېره ورځ وسله والو له ځان سره وړی او بیا یې وژلی دی.  د لوګر امنیه قوماندان رحم خدا مخلص نن دوشنبه له ازادي راډیو سره په خبرو کې پېښه تأیید کړه او د لا نورو پلټنو خبر یې ورکړ.  تر اوسه د پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی.

یونسېف په شخړو کې د وژل کېدونکو ماشومانو په اړه عامه یادونه وکړه

Pa.azadiradio.com 

یونسېف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق د یکشنبې په ورځ په نیویارک کې خپلې ودانۍ ته نږدې په یو چمن کې ۳۷۸۵ د ښونځي بکسونه هدیرې ته په ورته یو ترتیب کېښودل څو په دې توګه هر کال نړۍ کې د تاوتریخوالي څخه په ډکو شخړو کې د وژل کېدونکو ماشومانو په اړه عامه یادونه وکړي. د بشري مرستو په یو وروستي راپور کې یونسېف ویلي، تېر کال په نړۍ کې تر ۱۲۰۰۰ زیات ماشومان د جګړو په سیمو کې یا وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي. دا له هغې راوروسته چې ملګرو ملتونو د نړۍ په کچه کړکېچونو کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې څار پیل کړی، تر ټولو لوړ شمېر دی. Читать дальше...


Музыкальные новости




Персональные новости




پاکستان: په افغانستان کې روان کړکېچ پوځي حل لار نه لري

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د ولسمشر له لوري له طالبانو سره د سولې د خبرو له ځنډولو وروسته پاکستان وویل چې په افغانستان کې روان کړکېچ پوځي حل لار نه لري. د پاکستان د بهرنیو چارووزارت پرون یکشنبه په یوه اعلامیه کې وویل، اسلام اباد د خپلې پالېسۍ پر دې اصولو ټینګار کوي چې د افغانستان جګړه پوځي حل لار نه لري او له ټولو خواوو غواړي چې د روانې پروسې له لارې په خبرو اترو سولې ته ورسېږي. دې وزارت په عین حال کې ویلي چې اسلام اباد تل تاوتریخوالی غندلی او له ټولو خواوو یې غوښتي چې له زغمه کار واخلي او د سولې پروسې ته ژمن پاتې شي. Читать дальше...

د لویې څارنوالۍ پلاوي په ننګرهار کې خپلې څېړنې بشپړې کړې

Pa.azadiradio.com 

د لویې څارنوالۍ پلاوي په ننګرهار کې د تېرې اوونۍ د پېښې په اړه خپل تحقیقات پرون یکشنبه بشپړ کړل. د ننګرهار د والي ویندوی عطالله خوګیاڼي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې ولایتي ادارې له پلاوي سره بشپړه همکاري کړې ده. د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په شپه د صفر ۲ قطعې ځواکونو د جلال اباد په مجبوراباد سیمه کې پر یوه کور چاپه ووهله او په ترڅ کې یې څلور وروڼه ووژل. دې پېښې د ګڼو خلکو عکس العمل وپاراوه او ولسمشر غني لویې څارنوالۍ ته امر وکړ چې د پېښې په اړه فوري تحقیقات وکړي. د لویې څارنوالۍ پلاوی د جمعې... Читать дальше...

افغان ځواکونو پرون د بغلان ګذرګاه نور ولسوالي بېرته ونیوله

Pa.azadiradio.com 

له بغلان څخه د رارسېدلو راپورونو له مخې، افغان امنیتي ځواکونو د بغلان ګذرګاه نور ولسوالي بېرته ونیوله. د ګذرګاه نور ولسوال عبدالحنان پرون یکشنبه ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې دا ولسوالي د یکشنبې په شپه طالبانو نیولې وه خو پرون امنیتي ځواکونو د خلکو په مرسته له طالبانو بېرته ونیوله. د عبدالحنان په وینا، د ګذرګاه نور ولسوالي په نښتو کې یو سرتېری د طالبانو له لوري نیول شوی او دوه نور ژوبل شوي دي. ده د طالبانو د مرګ ژوبلو په اړه وویل چې د دې ډلې څلور تنه وژل شوي دي. طالبانو ویلي چې وړمه شپه یې... Читать дальше...

د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ رئيس له ایراني چارواکو سره ولیدل

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ رئيس پرون یکشنبه) له ایراني چارواکو سره ولیدل. د ایران دولتي ټلویزیون په تهران کې د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې د سرپرست رئيس کورنیل فروتسا ویډیو وښوده. د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د یوه بیان له مخې، ښاغلي فروتسا د ایران له بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف او د دغه هېواد د اټمي انرژۍ د ادارې له رئيس سره په کتنه کې په دې ټینګار وکړ چې ایران دې له دوی سره بشپړه او په وخت همکاري وکړي. د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ سرپرست یوه ورځ وروسته له دې تهران ته لاړ چې د ایران د اټمي انرژۍ... Читать дальше...

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net