د کندز د قلعه زال ولسوالۍ بېرته افغان ځواکونو ونيوله
د کندز د امنيې قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: تېر ماښام ۷ بجې زموږ ځواکونه له ولسوالۍ څخه د دښت لوري ته وتلي وو، کله چې سیمې ته تازه دمي ځواکونه راورسېدل، د شپې ۳ بجې دولتي ځواکونو د قلعه زال ولسوالۍ بېرته ونېوله او اوس مهال هلته تازه دمه ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.
د یادونې وړ ده چې له ۱۳۹۴ کال را په دېخوا دا څلورم ځل دی چې د قلعه زال ولسوالۍ د وسله والو طالبانو او د افغان ځواکونو ترمنځ لاس په لاس کېږي.
د کندز سیمه ییز چارواکي په داسې حال کې د قلعه زال ولسوالۍ د بېرته نېولو خبر ورکوي چې له دوو ورځو راهیسې د نوموړي ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ سقوط کړی او لاهم د وسله وال طالبان په واک کې ده.
تراوسه پورې وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دې ویلې.
