د امريکې ولسمشر ډونلډ ټرمپد سپتمبر په درويشتمه په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د پاکستان وزيراعظم عمران خان سره په يوې ګډې خبرې غونډه کې وويل چې د کشمير پرمسله د نوي دهلي او اسلام اباد ترمنځ منځګړتوب ته تيار دی.
د افغانستان د ولسمشرۍ ځینو کاندیدانو ویلي، ټاکنو کمیسیون د رڼو او منلو وړ انتخاباتو ترسره کولو ظرفیت نه لري او دا بهیر باید تر یوه "مناسب فرصت" پورې وځنډول شي. په ورته وخت کې کابل کې د امریکا سفارت د افغانستان د ټاکنو په روان بهیر کې نیمګړتیاوو ته ګوته نیولې.
زلمي خلیلزاد پرون د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره په نیویارک کې ولیدل.
د ملګرو ملتونو ۷۴ عمومي اسمبله سبا سه شنبه په نیویارک کې پيلیږي.
او په لبنان کې یوه ډله ځوانان د سګرېټ فلټرونه ټولوي او وړې بېړۍ ترې جوړوي.
ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، تر کابل او جلال اباد وروسته دا د افغانستان د پښتورګو (بډوډو) د ناروغیو درېیم روغتون دی چې پکې
د ننګرهار د پوهنې رییس وايي، په هغو سیمو کې ښوونځیو ته اسانتیاوې برابروي چې په تېرو کلونو کې د ناامنیو له وجې تړل شوي ول. حسیب الله شینواري دا خبره د سېپټېمبر پر ۲۳مه په ګرمو سیمو کې د نوي تعلیمي کال پیل په مناسبت مشال راډیو ته وکړه. دی وايي، په لرې پرتو سیمو کې ښځینه ښوونکې کمې دي خو هڅه کوي چې قراردادي معلمانې ونیسي. له نوموړي مو پوښتلي چې په هغو سیمو کې چې پخوا ناامنه وي، ایا ښوونځي پرانیستل شوي او که نه؟ بشپړه مرکه د غږ په ځای کې.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو تر لغوه کېدو وروسته، چینایي چارواکو ویلي چې پیکنګ هیله من دی دواړه لوري دغو خبرو ته دوام ورکړي او دوی په دې برخه کې رغنده رول لوبولو ته چمتو دي.
ښه به دا وي چې سیاسي ګوندونه ورسره د جولای د لوظنامې مطابق ودرېږي ځکه چې د دې جعلي حکومت د ختمولو هم دا یوه لار ده.
د پاکستان وزیر اعظم عمران خان، د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی دی.
راحله رحمانزاده هغه نجلۍ ده چې په افغانستان کې یې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د هلک په نامه زده کړو ته دوام ورکړ. نوموړې وايي، هغه مهال له ګڼو ګواښونو سره مخامخ وه. رحمانزاده اوسمهال په غور ولایت کې د ښوونکو د روزنې د مرکز رییسه ده. ویډیو: منصور خسرو، غږ: خان محمد سیند
دا پېښه په یکشنبه هغه مهال شوې چې کله ځانګړيو ځواکونو پر يوه داسې کور چاپه وهله چې پکې د چارواکيو په وينا طالبانو ځانمرګي بريدګر روزل.
د افغانستان په جنوب کې د هلمند ولایتي چارواکي وايي، په موسی قلعه ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو په ځمکنو او هوايي عملیاتو کې ۲۲ طالبان او د القاعده بهرني غړي وژل شوي او ولسي خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پاکستان صدراعظم عمران خان د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په لیدنه کې هېله څرګنده کړې چې د افغانستان د سولې خبرې بیرته پیل شي.
د پاکستان دولتي راډیو (راډیو پاکستان) د راپور له مخې، عمران خان په نیویارک کې په دې لیدنه کې په افغانستان کې د سولې ټینګښت ضروري بللی او په دې برخه کې یې د ټولو هڅو څخه د خپل هېواد د ملاتړ ډاډ ورکړی.
د پاکستان صدراعظم ویلي چې د افغانستان کړکیچ له پوځي لارو نه شي هواریدای.
له هغې راوروسته چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له طالبانو سره... Читать дальше...
د پکتیا امینتي چارواکي وایي چې د افغان ځواکونو په هوایي برید کې اته وسله وال مخالفین وژل شوي.
د پکتیا د امنیې قوماندانۍ ویاند سردارولي تبسم نن دوشنبه د میزان د میاشتې په لومړۍ نېټه ازادي راډیو ته وویل چې یاد برید د لومړۍ حوزې اړوند د چوڼۍ په سيمه کې پر وسله مخالفینو هغه مهال شوی چې د څلورو موټرسایکلونو په واسطه له یوې سیمې بلې سیمې ته د حرکت په حال کې وو.
تر اوسه وسله والو مخالفینو رسنیو ته د دې برید په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
ګارډین ورځپاڼه "د افغانستان پر انتخاباتو تاوتریخوالي او درغلۍ سیوری غوړولی، رأیه ورکول به د لیونتوب په معنی وي" تر دې سرلیک لاندې په یوه مطلب کې لیکي، روانه اوونۍ افغانستان باید نوی ولسمشر وټاکي، خو تېره لسیزه کې په دې هېواد کې هر انتخابات له درغلۍ او تاوتریخوالي سره مله وو.
د اروپا او اسیا یا یورو اشیا هېوادونو د پارلماني مشرانو څلورمه غونډه نن د قزاقستان په پلازمېنه نورسلطان ښار کې پيلېږي.
د افغانستان د ولسي جرګې د رئیس میر رحمان رحماني په مشرۍ یو پلاوی له افغانستانه هم دې غونډې ته ورغلی دی.
د افغانستان د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني تېره ورځ له خپل قزاقستاني او قطري سیالانو او ځینو نورو چارواکو سره لیدلي او د دوه اړخیزو همکاریو په اړه یې بحث کړی.
له خپل قزاقي سیال نورلان نغمتولین سره په لیدنه کې د افغانستان د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني له قزاقستانه د... Читать дальше...
سبا سې شنبه به د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ ملي ټيمونه د درې اړخیزو سیالیو پایلوبه کوي.
د کرکټ نړیوالې شورا ویلي، د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې ترمنځ د کرکټ د درې اړخیزو شل اوریزو کرکټ لوبو دا فاینل به داسې وخت ترسره شي چې ښايي راشد خان پکې ونه شي لوبېدلی.
د کرکټ نړیوالې شورا ویلي چې د افغانستان د لوبډلمشر چپه پښه په تېره لوبه کې ژوبل شوی، نو ځکه یې په فاینل کې لوبېدل په شک کې دي.
د افغانستان او بنګله دېش ټیمونه د شنبې په ماښام ولوبېدل چې د افغانستان ملي ټیم د ماتې د منلو تر څنګ د دې ټیم کپټان راشد خان په فیلډېنګ کې ژوبل هم شو. Читать дальше...
د ایران ولسمشر حسن روحاني په خلیج کې د بهرنیو ځواکونو حضور غندلی او ویلي یې دي چې ایران به د سیمې له هېوادونو سره د امنیت په ټینګښت کې لاس یو کړي.
هغه دا خبرې پرون په تهران کې کړي دي.
روحاني د ایران – عراق د جګړې د یادښت په مراسمو کې ویلي چې په سیمه کې د بهرنیو حضور ناامنۍ زیاتې کړي دي.
ده وویل: که واقعاً د سیمې امنیت غواړئ، له دې سیمې فاصله ونیسئ، په سیمه کې ستاسو حضور تل بلا راوستې او څومره چې د سیمې له هېوادونو لېرې کېږئ، هغومره به زموږ سیمه له امنیته برخمنه وي.
روحاني داسې وخت دا خبرې... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي، چین ته له نورو هېوادونو د ایغور مسلمانانو د ورلېږلو په خاطر د چین غوښتنه باید ټول په یوه خوله رد کړي.
لږکي ایغور مسلمانان په چین کې له سختو ظلمونو سره مخ بلل کېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پرون وویل چې د چین د حکومت له خوا په لوېدیځ ولایت شینجین کې د ایغور مسلمانانو بندیانول له ترورېزم سره هېڅ تړاو نه لري او یوازې د لږکیو د دین او فرهنګ د له منځه وړلو په هدف دی.
پامپیو د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې د ازبکستان، ترکمنستان،... Читать дальше...
د طالبانو یوه ویاند سهیل شاهین ویلي چې د طالبانو مرستیال ملا عبدالغني برادر په بیجینګ کې د افغانستان لپاره د چین له خاص استازي ډینګ شیجون سره د یکشنبې په ورځ کتلي.
د هلمند د زرګونو زده کوونکو لپاره قرطاسیه رسېدلې ده، خو د پوهنې د ریاست مسؤلین وايي، که عام خلک او ملي سوداګر ورسره مرسته وکړي، ډېرې ستونزې به يې هوارې شي.
د بریتانیا صدراعظم بوریس جانس وایي، بریتانیا دې نتیجې ته رسېدلې چې ایران د سعودي عربستان د تېلو پر دوو سترو چاڼ ځایونو د سپټمبر د ۱۴مې د حملې مسؤل دی او د امریکا په مشرۍ له هغو پوځي هڅو سره د یوځای کېدو په اړه به غور وکړي چې هدف یې د سعودي عربستان د دفاعي ځواک پیاوړي کول دي.
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net