پاکستان افغانستان ته تلونکي ټولې لارې نن وتړلې. د امريکا د بهرنیو چارو وزیر وايي هيواد یې اوس تايیدولای شي چې د سوریې حکومت د مې مياشتې په حملو کې له کیمياوي وسلو کار اخیستی. برتانيايي ټانکر بيړۍ له ایرانه د نړيوالو اوبو پر لور روانه شوه. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډيو.
په پېښور کې د ډاکټرانو پر احتجاجي مظاهره د پولیسو په تشدد کې ۱۸ ډاکټران زخمي شوي دي. مظاهره کوونکو ډاکټرانو نن مشال ریډيو ته وویل پولیسو د دوی شا او خوا ۳۰ ملګري نیولي هم دي. پولیسو لا په دې اړه څه نه دي ویلي. حکومت وايي، د کومو قوانینو او اصلاحاتو پرضد چې ډاکټران احتجاج کوي هغه د دې لپاره دي چې د روغتونونو په نظام کې سمون راوستل شي. په دې اړه د غلام غوث ویډیويي رپورټ وګورئ.
د بلوچستان الیکشن ټریبونل د سپټمبر پر ۲۷مه د بلوچستان هاي کورټ په ودانۍ کې د قومي اسمبلۍپر ۲۶۵ مه حلقه خپله فیصله واوروله او د قومي اسمبلۍ ډپټي سپیکر قاسم خان سوري یې نااهل وګرځاوئ.
په طب او انجینرنګ پوهنتونونو کې د قبایلي ضلعو د زده کوونکو د داخلو د ستونزې په اړه د قبایلي ځوانانو احتجاج دوام لري. دوی وايي، ځوانان په پوخنتونونو کې د داخلو بې برخي پاتي شوي دي.
په دې اړه د غلام غوث ویډیويي رپورټ وګورئ.
د سویلي افریقا پخوانی الراونډر لوبغاړی لانس کلوزنر د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه وګمارل شو.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل، د دغه بست لپاره ۵۰ کسانو خپل غوښتنلیکونه د افغانستان کرکټ بورډ ته سپارلي وو چې د دغې ادارې مشرتابه له ټولو نوماندانو سره له مرکو وروسته ښاغلی کلوزنر د مشر رزونکي په توګه وټاکه.
د افغانستان کرکټ بورډ تمه لري چې ښاغلی کلوزنر به د افغان لوبغاړو د رزونې ترڅنګ د روزونکو په روزنه کې هم د پام وړ رول ولوبوي.
لانس کلوزنر د رزونې په برخه... Читать дальше...
د طالبانو له ګواښونو وروسته د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنو په ورځ او د رأیو د شمېرنې د بهیر پر مهال د مخابراتي شبکو د فعالیتونو له احتمالي بندېدو اندېښنه ښيي.
د مشال راډیو په ځوانانو غږ خپرونه کې افغان ځوانانو وويل، انتخابات د دوی برخليک ټاکي او بايد ټول خپله رايه ورکړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي عالم زیب مسود له بنده تر خوشي کېدو وروسته مشال راډیو ته وویل چې په هر صورت به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي. د پاکستان حکومت هغه څه باندې اته میاشتې په دې تور په بند کې اچولی وو چې د دوی په وینا ، د ریاستي ادارو پرضد یې ناوړه خبرې کړې وې. خو عالم زیب مسود وايي یوازې یې د پښتنو د حق خبره کړې وه او بیا به یې هم کوي. د مشال راډیو بوریوال کاکړ ورسره د ګل ایاز په تخنیکي مرسته مرکه کړې ده.
د پکتیا امنیتي چارواکي وایي چې تېره شپه د سید کرم ولسوالۍ اړوند کوسین سيمه کې وسله مخالفینو غوښتل چې پر پوستو باندې بریدونه وکړي چې د افغان ځواکونو په هوایي برید کې یې ۱۱ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او یو شمېر وسلې یې له منځه تللي.
د امنیې قوماندانۍ د پولیسو ویاند وایي، په برید کې ملکي خلکو ته زیان نه دی اوښتی.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
په کشمير کې شوې زلزلې له وجې د صوابۍ د يوې کورنۍ څلور غړي هم ژوبل شوي دي.
د پاکستان تر انتظام لاندې د کشمیر د مير پور ضلعې په ډسټرکټ هېډ کوارټر روغتون کې دا وخت ۸۳ ژوبل کسان داخل دي چې علاج يې روان دی. په ژوبلو کسانو کې د صوابۍ له امبار سيمې سره تعلق لرونکي د يوې کورنۍ څلور غړي هم شامل دي. په دې اړه د احمد الله ویډیويي رپورټ وګورئ.
ویډیو: عمران یونس
د امريکا د متحدو ايالتونو يوه عالي رتبه ډيپلوماته وايي، واشنګټن له هندوستان څخه غواړي چې تر خپلې ولکې لاندې کشمير کې لګول شوي قيودات ژر تر ژره محدود کړي.
د جنوبي اسيا لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت عالي رتبه چارواکې اليس وېلز پرون خبريالانو ته وويل: موږ د چټک عمل هيله لرو، د قيوداتو لېرې کېدل او د نيول شويو کسانو خوشې کېدل.
مېرمن وېلز وويل، که دواړه لوري غوښتنه وکړي، ولسمشر ډونالد ټرمپ منځګړيتوب ته چمتو دى.
خو اليس وېلز وويل، د هندوستان صدراعظم نريندرا مودي ويلي چې د کشمير په لانجه کې چې... Читать дальше...
وروسته له هغې چې وسله والو طالبانو د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو د ګډوډولو خبردارى ورکړ، پاکستان ټولې دخولي دروازې وتړلې.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت نن په يوه اعلاميه کې وويل، دغه دروازې به سبا هم د انتخاباتو په ورځ د خلکو او تجارتي لاريو پرمخ تړلې وي.
وروسته له هغې چې د طالبانو رهبرانو د افغانستان ولسمشرۍ انتخاباتو د ګډوډولو خبردارى ورکړ، دغه ټاکنې له وېرې او اندېښنو سره ترسره کېږي.
پاکستان اعلان کړى چې د کرښې په اوږدو کې يې اضافي امنيتي ځواکونه ګمارلي چې افغانستان ته د افراطي وسله والو د اوښتو مخنيوى يقيني شي. Читать дальше...
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، نن تر ماښامه پورې به د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره چمتووالی پای ومومي.
په افغانستان کې د ازادو رسنيو د ملاتړ اداره نى وايي، د انتخاباتو پر مهال بايد د خبريالانو د امنيت خونديتوب په لومړيتوبونو کې وي.
دغې ادارې نن په يوه اعلاميه کې ويلي، څرنګه چې خلکو ته د رسنيو له لارې د ټاکنو په اړه معلومات وړاندې کېږي، نو د ټاکنو په ورځ د خبريالانو د امنیت ټينګول بايد د امنيتي ارګانونو په لومړيتوبونو کې شامل وي.
نى په خپله اعلاميه کې ټينګار کړى چې رسنۍ کولى شي چې د ټاکنو په اړه د معلوماتو په خپرولو سره د ټاکنو له شفافيت سره مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په کندهار ولايت... Читать дальше...
د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د ټرافيکي پېښې له امله ۴ کسان وژل شوي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، په دې ټکر کې چې د ګرشک په آب پاشک سيمه کي د موټرسايکل او ټېلر ترمنځ شوی، دوه مېرمنې او دوه نارينه وژل شوي او يو ماشوم ژوبل شوی دی.
ځواک ازادي راډيو ته وويل چې پېښه د ټېلر موټر د چلونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.
ټکر نن له غرمې وروسته شوش دش.
د ولسمشریزو ټاکنو په ورځ به د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه مرکزونه د ناامنیو او نورو عواملو له امله تړلي وي چې له امله به یې له نیم میليون زیات کسان د رأیې ورکونې له حقه بې برخې پاتې شي.
د کښتيو د څار یو شرکت وايي، د تېلو هغه لېږدوونکې کښتۍ چې د بريتانيا بيرغ ورباندې ځوړند و او په جولای میاشت کې له عملې سره يوځاى د ایران له خوا نیول شوې وه، حرکت پیل کړی او د ایران له بندر عباس څخه وتلې ده.
د ریفېنېټیف په نوم دغه شرکت نن سهار وویل، د سټینا ایمپیرو په نوم دې بریتانوۍ کښتۍ له بندر عباس څخه تر روانېدو مخکې خپل لوری د سعودي عربستان د جُبیل له بندره راشد بندر ته بدل کړی دی.
تر اوسه پورې د دې بېړۍ روانېدل په رسمي توګه نه دي تأیید شوي.
راشد بندر د متحده عرب اماراتو د دُبۍ تجارتي بندر دی. Читать дальше...
سعودي عربستان وايي، د لومړي وار لپاره به د ٤٩ هېوادونو وګړو ته د سیاحتي وېزو ورکول پیل کړي.
دا هېواد هڅه کوي چې سېلانیان ورجلب او همدارنګه خپل اقتصاد له تېلو هاخوا پر متنوع عوایدو متکي کړي.
دې هېواد نن جمعه اعلان وکړ چې دوی به له بهرنیو کمپنیو څخه وغواړي چې د ګرځندويی په برخه کې پانګونه وکړي.
سعودي هیله لري چې تر ٢٠٣٠ میلادي کال پورې به یې دا اقدام ناخالص کورني توليدات په سلو کې ١٠ زيات کړي.
روېټرز خبري اژانس د سعودي عربستان د ګرځندوی ادارې د مشر احمد الخطیب له قوله ویلي، د ښځینه سېلانیانو... Читать дальше...
د سعودي د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د ایران رژیم د مالي سرچینو وچول به تر ټولو غوره لاره وي، څو ایران خپله لاره بدله کړي.
د راډيويي مجلې دا ګڼه مو په ځینو هنري او فرهنګي مسایلو ښکلې کړې ده
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان د سولې د خبرو په اړه د جورج ډبلیو بوش د حکومت د دورې د ملي امنیت د سلاکار سټېفن هډلي په قلم لیکنه خپره کړې ده.
په کابل کې د امریکا د متحدو ایالاتو سفیر جان بس ویلي چې د امریکا د نړیوالو پراختیايي مرستو د پروګرام (یو.اېس اېډ) په اړه د جمهور رئيس غني وروستیو څرګندونو چې له ازادي راډیو سره یې په مرکه کې کړي، مایوسوونکې دي.
جان بس پرون د سپټمبر په ۲۶مه پر ټوېټر لیکلي چې د ولسمشر غني پر دې کار چې د (یو. اېس اېډ) فوق العاده ښه کار او په ټول افغانستان کې د خلکو د ژوند د ښه کولو لپاره د دوی هڅې یې له پامه غورځولي، مایوس دی.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د چهارشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل... Читать дальше...
د امریکا د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پرون د سپټمبر په ۲۶مه د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره ټيليفوني خبرې کړي دي.
دا خبر پرون ولسمشر اشرف غني پر ټوېټر خپور کړی او لیکلي یې دي چې د انتخاباتو پر امنیت او په ټاکنو کې د خلکو د پراخ مشارکت په اړه یې خبرې کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي.
اشرف غني په یوه ټوېټ کې لیکلي چې د امریکا له مرستې یې مننه کړې او د افغانستان د ثبات لپاره یې د امریکا مشارکت مهم بللی دی.
د جمهوري ریاست انتخابات سبا شنبه د میزان يه ۶مه دي.
په غزني کې پنځه وسله وال طالبان د نړیوالو هوايي ځواکونو په حمله کې وژل شوي دي.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري پرون د سپټمبر په ۲۶مه ازادي راډیو ته وویل چې حمله د غزني ښار په څنډه کې د اسفندې او قره باغ پر لار شوې ده.
محمد عارف نوري وویل: پنځه وسله وال طالبان چې په یوه کرولا موټر کې له اسفندې د قره باغ ولسوالۍ ته تلل، د ماسپښین په دوه نیمو بجو ائتلافي قواوو وویشتل.
وسله والو طالبانو په دې اړه تبصره نه ده کړې.
د غزني په ډېرو ولسوالیو کې وسله وال طالبان پراخ حضور لري.
د بې پولې خبریالانو نړیوالې ادارې په افغانستان کې د ژورنالېستانو امنیت ته د زیاتې پاملرنې غږ کړی دی.
دې ادارې له پاریسه پرون د سپټمبر په ۲۶مه په یوه بیان کې ویلي چې خبریالان او رسنۍ د ازادو او ډموکراتیکو انتخاباتو تضمینوونکي دي.
د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې د شنبې په ورځ دي.
د بې پولې خبریالانو د نړیوالې ادارې د افغانستان د چارو مسئول رضا معیني د جمهوري ریاست له ټولو کاندیدانو غوښتنه کړې چې د ازادو رسنیو او خبریالانو ملاتړ ته خپل تعهد کلک وساتي.
د دې ادارې په حواله، په افغانستان کې د... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net