وېلز: امریکا له هنده په کشمېر کې د قیوداتو د ژر محدودیت غوښتنه کوي
د جنوبي اسيا لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت عالي رتبه چارواکې اليس وېلز پرون خبريالانو ته وويل: موږ د چټک عمل هيله لرو، د قيوداتو لېرې کېدل او د نيول شويو کسانو خوشې کېدل.
مېرمن وېلز وويل، که دواړه لوري غوښتنه وکړي، ولسمشر ډونالد ټرمپ منځګړيتوب ته چمتو دى.
خو اليس وېلز وويل، د هندوستان صدراعظم نريندرا مودي ويلي چې د کشمير په لانجه کې چې له څو لسيزو روانه ده، هېڅ ډول بهرنى دخالت نه مني.
پاکستان او هندوستان په ١٩٤٧میلادي کال کې له بريتانيا د خپلواکۍ تر اخيستو وروسته په خپلو کې درې جګړې کړي چې دوه يې د کشمير پر سر وې.
دغه سيمه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ وېشل شوې، دواړه هېوادونه يې د بشپړ مالکيت دعوه لري.
