وزیراعظم به د سېپټمبر په ۱۸مه تورخم ته ځي
ټاکل شوې وه چې سېيټمبر پر ۱۴مه عمران خان تورخم ته تللی او د یوې لویې غونډې په ترڅ کې یې د یادې پروژې پرانېسته کړې وای خو د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر
ټاکل شوې وه چې سېيټمبر پر ۱۴مه عمران خان تورخم ته تللی او د یوې لویې غونډې په ترڅ کې یې د یادې پروژې پرانېسته کړې وای خو د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر
د ولسمشریزو ټاکنو کاندید ګلبدین حکمتیار وایي چې د افغانستان د ملي یووالي حکومت له طالبانو سره د سولې په لاره کې خنډ دی. خو د افغانستان حکومت د سولې په تړاو د ښاغلي حکمتیار څرګندونې ردوي.
په کابل کې ۱۷ کلنه معصومه محمدي د کوڅو ماشومانو ته نه یوازې موسیقي ورزده کوي بلکې د هغوی د تعلیم لپاره له هغوی سره مالي مرستي هم کوي. هغه وايي، د کوچنیانو ارمانو پوره کول غواړي. ویډیو: رویټرز ایډیټ او ژباړه: انیسه اجمل
په نوي ډیلي کې افغانستان سفارت ویلي چې د هند حکومت د هغو افغانانو د جریمې کچه راکمه کړې چې د ویزې تر ختمېدو وروسته په هند کې په غیرقانوني ډول پاتې کېږي. دغه سفارت پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې د سفارت د چارواکو د هڅو په لړ کې په دغه جریمه کې د پام وړ کموالی راغلی. د افغانستان سفارت ویلي، تردې وروسته که څوک تر ۱۵ ورځو پورې په غیرقانوني ډول هند کې پاتې شي، ۵۰۰ هندۍ روپۍ جریمه کېږي. د سفارت د معلوماتو له مخې، له ۱۵ تر ۹۰ ورځو پورې په غیرقانوني ډول د پاتې کېدو په صورت کې به ۵۰۰۰ روپۍ جریمه پرې کوي... Читать дальше...
افغان حکومت وایي، د سولې په تړاو ټولې خبرې یې درولي او د طالبانو سفرونه به وضعیت هېڅ بدل نه کړي.
د جوزجان سیمه ییز چارواکي وایي، په قوش تپه ولسوالۍ کې د طالبانو یو لوړپوړی قوماندان وژل شوی دی. د جوزجان د والي ویاند فریدون انییق نن ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو قوماندان محمد صدیق تېره شپه له خپلو دوو نورو ملګرو سره په یوه هوایي برید کې ووژل شو. ده وویل: دغه کسان د قوش تپې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال ملانادر پورې اړوند وو. نوموړي د دې کسانو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو زیاته یې کړه چې دا هوایي برید د یادې ولسوالۍ په چقمه چقور کلي کې شوي دي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. Читать дальше...
هندي رسنیو د نشه یې موادو د قاچاق په تور د څلورو افغانانو د نیول کېدو خبر ورکړ. دغو رسنیو په نوي ډهلي کې د نشه یې موادو د کنټرول دفتر د مسؤلینو په حواله لیکلي چې دغه څلور افغانان په اندراګاندي نړیوال هوایې ډګر کې داسې مهال نیول شوي چې غوښتل یې دغه هېواد ته هیروئین په پټه انتقال کړي. ویل کېږي چې دغه کسان له کندهار ښاره نوي ډهلي ته ورغلي وو. هندي چارواکي وایي، له دغو کسانو سره څه باندې ۸ کیلوګرامه هیروئین موندل شوي دي. تر اوسه د دې څلورو کسانو د هویت په اړه رسنیو ته څه نه دي ویل شوي.
په فاریاب ولایت کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ساحوي دفتر وایي، ښایي د ولسمشرۍ انتخاباتو په ورځ په دې ولایت کې د رأیو له ۱۱۲ مرکزونو څخه ۶۳ یې پرانيستي او نور به یې تړلي وي. د دغه دفتر مشر محمد بشیر حُسام نن ازادي راډیو ته وویل: ۶۳ مرکزونه به د انتخاباتو په ورځ پرانيستي وي، هغه هم په درېیو برخو وېشل شوي دي، په ۲۷ مرکزونو کې هېڅ ډول امنیتي ستونزه نشته، ۶ مرکزونه له متوسط امنیتي ګواښ او په ۲۸ مرکزونو کې امنیتي ګواښ ډېر بلل شوی دی، پاتې نور ۴۹ مرکزونه به تړلي وي. ښاغلي حُسام دغه راز وویل چې حساس... Читать дальше...
د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما مرستیال جوبایډن ویلي، افغانستان په درېیو برخو وېشل شوی او نه جوړېدونکی هېواد دی. کابل دغو خبرو ته په غبرګون کې وايي چې افغانستان یو واحد او نه تجزیه کېدونکی هېواد دی.
سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې نن سهار وختي د دغه هېواد د تېلو یوه بډایه سیمه او د تېلو یوه تصفیه خانه د بې پیلوټه الوتکې له خوا په نښه شوي دي. د دغو چارواکو په خبره، په ارامکو تاسیساتو کې دغه برید د پراخې اورلګېدنې سبب شوی دی. ارامکو چې د سعودي د تېلو دولتي شرکت دی، تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي. دغه شرکت دا ابقیق په نوم د تېلو تصفیه خانه د نړۍ په سطحه د اومه تېلو تر ټولو لویه کارخانه ګڼي. تر اوسه د دې برید مسؤلیت چا نه دی منلی. په تېر کې د یمن حوثي یاغیانو په... Читать дальше...
د افغانستان د کرنې او اوبو لګولو وزارت په نورستان ولایت کې د جلغوزیو او چارمغزو د باغونو د جوړولو خبر ورکوي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، د کرنې او اوبو لګولو وزارت د پلان له مخې په پام کې ده چې په نورستان کې ولایت کې په څه باندې ۲۳ زره هکتاره ځمکه باندې د چارمغزو او جلغوزیو ځنګلونه جوړ شي. د هغه په خبره، له دغه اقدام سره به په نورستان ولایت کې د جلغوزیو او چارمغزو کلنی تولید ۵۴ زره مټریک ټنو ته ورسېږي. ښاغلی رستمي وايي، په راتلونکو لسو کلونو کې په نورستان ولایت کې د جلغوزیو او چارمغزو په باغونو ۴۷۰ میليونه افغانۍ پانګونه کېږي. Читать дальше...
د میدان وردګ ولایت د کرنې ریاست مسؤلین وايي، په دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله د مڼو په حاصلاتو کې له لسو تر پنځلس سلنه زیاتوالی راغلی دی. د میدان وردګ ولایت د کرنې رئیس ولید احمد تسل نن ازادي راډیو ته وویل چې سږ کال به د دغه ولایت له باغونو له يو لک او شل زرو ټنو زیاتې مڼې راټولې او بازار ته به وړاندې شي. د ښاغلي تسل په خبره، که په اوسط ډول د دغو مڼو د يو من بیه سل افغانۍ په نظر کې ونیول شي، د میدان وردګ ولایت د سږ کال د مڼو د حاصلاتو ارزښت ۱،۷ میلیارده افغانیو ته رسېږي. دی وايي، د میدان... Читать дальше...
د وسله والو طالبانو د قطر د دفتر یو پلاوی د روس پلازمېنې مسکو ته تللی چې له روسي چارواکو سره خبرې وکړي.
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان د سولې د ولاړ بهیر او د جګړې د شدت په اړه لیکنې او مقالې خپرې کړي دي.
د افغانستان په جنوب ختیځ کې پروت د پکتیکا ولایت چارواکي وایي چې د دې ولایت د وړممۍ ولسوالۍ کې د هوايي برید پر مهال شل تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي. د پکتیکا د ولایت مقام د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په یاد برید کې د وسله والو موټرسایکلونه او یو شمېر نور وسایط هم له منځه وړل شوي دي. تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د وسله والو طالبانو د قطر د دفتر یوه ډله مسکو ته تللې چې له روسي چارواکو سره خبرې وکړي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د لغوه کېدو پر موضوع یو شمېر نړیوالو چاپي خپرونو لیکنې کړي دي.
په قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر یو پلاوی د خبرو لپاره روسیې ته تللی دی. د پلاوي غړي نه دي څرګند شوي. د روسیې خبري اژانس تاس د قطر د دفتر د ویاند سهېل شاهین په حواله پرون د سپټمبر په دیارلسمه خبر ورکړی چې د هغوی پلاوي د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره کتلي دي. تاس د شاهین له خولې لیکلي چې له کابلوف سره په افغانستان کې د سولې د بهیر په تړاو په وروستیو پرمختګونو خبرې شوې دي. د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د سپټمبر په نهمه نېټه وویل چې له طالبانو سره د سولې د خبرو د دوام چانس "مړ" شو. Читать дальше...
د ترکیې پخواني صدراعظم احمد داود اوغلو د نوي سیاسي حرکت د پیل اعلان وکړ. احمد داود اوغلو د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردغان له مخکنیو متحدانو دی. دا ولسمشر اردغان ته د هغه د یوه پخواني متحد له لوري نوې سیاسي ننګونه بلل کېږي. د ترکیې مخکني صدراعظم پرون دسپټمبر په دیارلسمه په انقره کې د خپلو پلویانو غونډې ته وویل چې د حاکم ګوند عدالت او پرمختګ له غړیتوبه یې استعفا وکړه. احمد داود اوغلو وویل چې په داسې سېستم کې کار نه شي کولی چې مثبت انتقاد ته د سیاسي مخالفت او دښمنۍ په توګه کتل کېږي. هغه په انقره کې خبریالانو ته وویل... Читать дальше...
د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د تخار ینګي قلعه ولسوالي له وسله والو طالبانو بېرته نیول شوې ده. د دفاع وزارت ویاند فواد امان پرون د سپټمبر په دیارلسمه پر ټوېټر ولیکل چې په دې ولسوالۍ کې ځانګړو ځواکونو عملیات کړي دي. وسله والو طالبانو لا څه نه دي ویلي. ینګي قلعه ولسوالي د سنبلې په نولسمه وسله والو طالبانو نیولې وه. سیمه ییزو چارواکو د ولسوالۍ تر سقوط وروسته ویلي وو چې امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملکي وګړو د امنیت لپاره له ولسوالۍ وتلي دی.
په کاپيسا کې پرون د سپټمبر په دیارلسمه د والیبال په یوه لوبغالي کې د ماین په چاودنه کې درې ملکي کسان وژل شوي او دوه زخیمان شوي دي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پر ټوېټر لیکلي چې چاودنه په تګاب ولسوالۍ کې شوې ده. رحیمي لیکلي چې ماین دښمنانو ايښی و او د والیبال د لوبې په وخت کې يې انفجار کړی دی. د پېښې مسؤلیت چا نه دی اخیستی.
په جوزجان کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې قوماندان قاري عثمان او د هغه څلور ملګري وژل شوي دي. د ملي اردو د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي پرون دسپټمبر په دیارلسمه ازادي راډیو ته وویل چې قاري عثمان او ملګري یې د قرقین ولسوالۍ په دینار کلي کې په هوايي حمله کې وژل شوي دي. محمد حنیف رضايي وویل: قاري عثمان د وسله والو طالبانو مهم قوماندان و، په جوزجان کې په خاص ډول په قرقین ولسوالۍ کې ډېر فعال و. قرقین د جوزجان سرحدي ولسوالي ده او اکثر خلک یې ترکمنان دي. وسله والو طالبانو په دې اړه خبرې نه دي کړې.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي چې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره یې خبرې کړي دي. سټولټنبرګ پرون د سپټمبر په دیارلسمه پر ټوېټر ولیکل: د ناټو غړي او شریکان د روزنې د پروګرامونو او مالي مرستې له اړخه د افغانستان ملاتړ ته متعهد دي، څو سولې ته شرایط برابر شي. سټولټنبرګ په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي. د ولسمشر اشرف غني له لوري هم د دې خبرو جزیات نه دي څرګند شوي.
په ننګرهار ولایت کې نږدې اویا کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول. د ننګرهار ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې په لومړۍ پېښه کې د سرخ رود ولسوالۍ پولیسو (۳۱) کیلو ګرامه چرس په یوه موټر کې د تلاشۍ پر مهال ونیول. په دوهمه پېښه کې پولیسو د دې ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې (۳۷) کیلو ګرامه تاریاک ونیول چې یوه ګاونډي ولایت ته قاچاق کېدل. د نشه يي موادو د قاچاق په تور دوه موټر چلوونکي هم نیول شوي دي.
د نشه يي موادو د قاچاق په تور څه د پاسه (۳۰) کسانو دوسیې عدلي او قضايي مرکز ته لېږل شوې دي. له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل چې د هېواد په اتو ولایتونو کې د (۲۲) پېښو په تړاو یې د (۳۱) کسانو دوسیې عدلي او قضايي مرکز ته لېږلې دي. په نیول شویو تورنو کسانو کې نهو تنو یې غوښتل چې نشه يي مواد په خپلو خېټو کې د حامد کرزي هوايي ډګر له لارې له هېواد څخه د باندې قاچاق کړي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.