مسؤلین: په فاریاب کې به د رأیو له ۱۱۲ مرکزونو یوازې ۶۳ پرانيستي وي
د دغه دفتر مشر محمد بشیر حُسام نن ازادي راډیو ته وویل: ۶۳ مرکزونه به د انتخاباتو په ورځ پرانيستي وي، هغه هم په درېیو برخو وېشل شوي دي، په ۲۷ مرکزونو کې هېڅ ډول امنیتي ستونزه نشته، ۶ مرکزونه له متوسط امنیتي ګواښ او په ۲۸ مرکزونو کې امنیتي ګواښ ډېر بلل شوی دی، پاتې نور ۴۹ مرکزونه به تړلي وي.
ښاغلي حُسام دغه راز وویل چې حساس او غیر حساس انتخاباتي مواد فاریاب ته رسېدلي دي او ټاکل شوې چې سر له نن څخه ولسوالیو ته هم ولېږل شي.
د افغانستان ولسمشرۍ انتخابات د میزان یا تلې په ۶مه چې د سپټمبر له ۲۸مې سره سمه ده، تر سره کېږي.
