Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Сентябрь
2019

Новости за 10.09.2019

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

افغان حکومت او واشنګتن وایي چې طالبان ترسخت پوځي فشار لاندې راغلي دي. په دې خبرې ټولګه کې مو په کابل کې د امنیتي هلو ځلو له زیاتیدو هم خبرو. دا به هم ووینئ چې شمالي کوریا نوي توغندي ازمویلي او د هند ستوربیړۍ لاهم تري تم ده.

'نړۍ ته به د پښتنو د بشري حقونو مقدمه په ساینټیفیک انداز وړاندې کوو'

Mashaalradio.com 

''د پښتون ګلوبل ډایسپورا'' په نوم سازمان هڅه کوي، چې د نړۍ بهرمېشتي پښتانه رایوځای کړي او له خپلې خاورې سره يې وتړي. د سازمان مشران وايي چې دوی به د پښتنو په اقتصادي، سیاسي او کلتوري موضوعاتو څېړنه کوي او د پښتنو د بشري حقونو مقدمه به نړۍ ته په یو ساینټیفیک انداز وړاندې کوي. د ''کرښې پر غاړه'' کې پر دغه موضوع بحث کوو. کوربه شاهین بونېری

عاشورا او د کابل تکیه خانې

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د محرم د لسمې په مناسبت بیلابیل مراسم له امنیتي پېښو پرته ترسره شول چې پکې د وینې ورکول هم شامل وو. تفصیل د تمیم اخګر په دغه ویډیويي راپورکې.



"له قطر سره لوبه سخته وه ، هیله لرو بنګله دیش وګټو"

Pa.azadiradio.com 

دافغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن د بنګله دیش په وړاندي سیالي کوي. دا لوبه په تاجکستان کې ترسره کیږي . دا د ۲۰۲۲ کال نړیوال جام او د ۲۰۲۳ کال د آسیایې جام ته د رسیدو لپاره د افغانستان دوهمه لوبه ده . په لومړۍ لوبه کې چې تیره اونۍ وشوه ، افغانستان له قطر سره لوبه ۰-۶ په وړاندي ماته وخوړه.

کورنیو چارو وزارت: د سنبلې د ۱۸مې د ګدوډيو او بې‌نظمیو په تړاو ۱۳۸ تنه نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو په اساس د سنبلې د ۱۸مې په مناسبت د احمد شاه مسعود د پلویانو له لوري په بېلابېلو پېښو کې یو ملکي وګړی او یو پوځي وژل شوي او په دې تړاو ۶ تنه نیول شوي، عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.

د امریکا او طالبانو خبرې بیا کېدای شي؟

Mashaalradio.com 

د امریکا ولسمر ډونلډ ټرمپ له افغانستانه د وتلو پر سر له طالبانو سره د پټ ملاقات لغوه کولو پرېکړې دفاع کړې ده. که څه هم ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره د خبرو اترو لړۍ ختمه بللې خو د سیمې پر سیاسي چارو نظر لرونکي فکر کوي چې اوس هم د امن هیله شته. بوریوال کاکړ په دې اړه د امریکا غږ راډیو جوړ کړی رپوټ وړاندې کوي.

د ټرمپ پر خبرو د افغان حکومت تأیید؛ "د طالبانو نومول شوي والیان او مشران‌ مو وژلي"

Pa.azadiradio.com 

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي وايي، په دې وروستیو کې په ټول هېواد کې د طالبانو د نومول شويو والیانو او د دغې ډلې د استخباراتي مشرانو په وژلو سره‌یې طالبانو ته درانه تلفات اړولي دي.

د منچستر سیټي د لوبغاړو ارزښت یو میلیارد یورو ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

د انګلستان د فوټبال غوره لیګ د اتلې لوبډلې منچستر سیټي د لوبغاړو ارزښت یو میلیارد یورو ته ورسېد. په سویس کې د فوټبال یوې څېړنیزې مؤسسې دغه اعلان تر یو لړ څېړنو وروسته کړی. دوی وايي، د فوټبال د غوره لیګ اتله لوبډله منچستر سیټي لومړنۍ لوبډله ده چې د لوبغاړو ارزښت‌یې یو میلیارد یورو ته رسېږي. دغې مؤسسې یادې څېړنې د اروپا د پنځو معتبرو لیګونو لکه (غوره لیګ، لالیګا، سرې ‌ا، لوشامپیونه او بوندس لیګا) ترمنځ کړې دي.



په بنو کې د محرم لسمې جلوس

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا په بنو کې هم د محرم لسمې مرکزي ماتمي جلوس له حسینیه امام باړې راوتلی او ماښام ته به ستنېږي. پر دې مهال د امنیت ساتنې لپاره کلک ګامونه پورته کړل شوي دي. د مشال راډیو خبریال عمر وزیر پرې رپوټ لري.

طالبانو د تخار ینګي قلعه ولسوالي نیولې ده

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په شمال ختیځ ولایت تخار کې سیمه‌ییز چارواکي وایي، طالبانو تېره اوونۍ پر ینګي قلعه بریدونه پيل کړل چې په پایله کې یې دغه ولسوالۍ له دولتي ځواکونو ونیوله. د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري د سې شنبې په ورځ (وږې ۱۹) ازادي راډیو ته وویل، دولتي سرتېري، خلکو او دولتي کارکوونکو ته د مرګ ژوبلې اوښتو د مخنیوي لپاره تېره شپه له دغې ولسوالۍ شاته شوي دي. ښاغلي هجري وویل، مرستندویه ځواکونه سیمې ته استول شوي او هڅه کېږي چې د نن ورځې په اوږدو کې حکومت بېرته د ینګي قلعه کنټرول ترلاسه کړي. طالبانو... Читать дальше...

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن له بنګله‌دېش سره لوبېږي

Pa.azadiradio.com 

د فوټبال نړیوال جام سیالیو ته د لارموندنې سیالیو په لړ کې نن د افغانستان ملي لوبډله له بنګله‌دېش سره سیالي کوي. دا لوبه د افغانستان په کوربه‌توب د ګاونډي هېواد تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې نن ماښام په ۶:۳۰ دقیقو ترسره کېږي. افغانستان پنځه ورځې وړاندې (سپټمبر ۰۵) خپله لومړنۍ لوبه په لوی توپیر قطر ته وبایلله. قطري لوبغاړو د افغانستان پر وړاندې شپږ ګولونه ووهل، خو مقابل لوري یو ګول هم جبران نه‌کړ. د فوټبال نړیوال جام ته د لار موندنې په هدف ۴۰ اسیايي ټیمونه سره سیالي کوي. افغانستان له قطر، عمان، بنګله‌دېش او هند سره په اې ډله کې دی. Читать дальше...

شمالي کوریا د خپل اټمي پروګرام په اړه امریکا سره خبرو ته لېوالتیا ښوولې

Pa.azadiradio.com 

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې چو سان هوې ویلي، د دغه هېواد د اټمي پروګرام په اړه له امریکا سره خبرې د روانې میاشتې په وروستیو کې یوازې هغه وخت کېدای شي چې واشنګټن له نویو او "د منلو وړ" وړاندیزونو سره د خبرو مېز ته راشي. هغې د دوشنبې په ورځ (سپټمبر ۰۹) په یوه بیان کې ویلي چې که د امریکا متحده ایالات شمالي کوریا قانع نه‌کړي، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ تړونونه ختمېږي. د شمالي کوریا دولتي رسنیو د اغلې هوې له قوله ویلي چې پیونګ یانګ د اټمي مذاکراتو په اړه نویو وړاندیزونو لپاره واشنګټن ته کافي وخت ورکړی دی. Читать дальше...

د روسیې ښاري انتخاباتو کې د پوتین ملاتړي ګوند تر پخوا لږې څوکۍ ګټلي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د ښاري شوراګانو د انتخاباتو لومړنۍ پایلې ښيي چې د متحدې روسیې واکمن ګوند چې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ملاتړ کوي، تر پخوا وختونو لږې رأیې اخیستې دي. داسې ښکاري چې د روسیې ولسمشر د سیاسي مخالف الکسي ناوالني له‌خوا انتخاباتي ستراتېژي ښایي بریالۍ وه. دغه انتخابات د سپټمبر په اتمه د دغه هېواد په ټولو سیمو کې وشوې، خو تر ټولو ډېر پام پلازمېنې مسکو ته وو. وروسته له هغې چې ډېری خپلواک کاندیدان په دغو انتخاباتو کې له ګډونه منع شول، مسکو د پراخو اعتراضونو شاهد وو. د متحدې روسیې ګوند کاندید د... Читать дальше...

د عاشورا ورځ؛ په مزار شریف کې چاودنې ۱ تن وژلی او ۲ نور ټپیان دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په شمال کې د بلخ امنیتي چارواکي، په مزار شریف ښار کې د یوې چاودنې له د یو کس د وژل کېدو او ۲ نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي. د بلخ پولیس وایي، چاودنه د روضې په یو کیلومترۍ کې د محکمې پر سړک شوې ده. د بلخ د پولیسو ویاند عادل‌شاه عادل وایي، چاودېدونکي توکي په یوه بایسکل کې ځای پر ځای شوي وو او ډېر مالي زیان‌یې اړولی دی. د بلخ د حوزوي روغتون مسؤلین وايي چې تر اوسه یو مړی او ۴ ټپیان ورلېږدول شوي دي. عیني شاهدان د دغې پېښې د مرګ ژوبلې شمېر زیات یادوي. نن د عاشورا یا د اسلام پیغمبر د لمسي... Читать дальше...

چین د ایران اټمي لانجو د بیا راپورته کېدو ملامتیا پر امریکا واچوله

Pa.azadiradio.com 

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ایران اټمي پروګرام په تړاو د راټوکېدلو لانجو اصلي لامل پر دغه هېواد د امریکا متحده ایالاتو د فشارونو زیاتوالی دی. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چونیېنګ د دوشنبې په ورځ (سپټمبر ۰۹) په پیکېنګ کې په یوې خبري غونډه کې وویل چې واشنګټن باید پر تهران له فشارونو ډېرولو لاس واخلي. هغې وویل، "زموږ په باور د ایران د اټمي پروګرام د روانو لانجو اساسي دلیل د امریکا متحده ایالاتو ډېر فشار دی. واشنګټن باید له ناسمو کړنو لکه یو اړخیزو بندیزونو او پر ایران له ډېر فشار راوړلو لاس واخلي. Читать дальше...

د امریکا ولسمشر: له طالبانو سره خبرې له‌منځه تللې دي

Pa.azadiradio.com 

له طالبانو سره د مذاکراتو تر درولو وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې له طالبانو سره د سولې مذاکرات له‌منځه تللي او امریکايي ځواکونه به په یوه مناسب وخت کې له افغانستانه ووځي. بل‌خوا کابل وايي، د ټرمپ پرېکړه هغو اندېښنو ته غبرګون دی چې افغانستان له امریکایي چارواکو سره شریکې کړې وې.

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net