د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن له بنګلهدېش سره لوبېږي
دا لوبه د افغانستان په کوربهتوب د ګاونډي هېواد تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې نن ماښام په ۶:۳۰ دقیقو ترسره کېږي.
افغانستان پنځه ورځې وړاندې (سپټمبر ۰۵) خپله لومړنۍ لوبه په لوی توپیر قطر ته وبایلله. قطري لوبغاړو د افغانستان پر وړاندې شپږ ګولونه ووهل، خو مقابل لوري یو ګول هم جبران نهکړ.
د فوټبال نړیوال جام ته د لار موندنې په هدف ۴۰ اسیايي ټیمونه سره سیالي کوي. افغانستان له قطر، عمان، بنګلهدېش او هند سره په اې ډله کې دی.
د فوټبال نړیوال جام په ۲۰۲۲ کال کې د قطر په کوربهتوب ترسره کېږي او ورپسې به په ۲۰۲۳ کال کې د اسیايي ملتونو جام ترسره شي.
