د څلورو مياشتې بند تېرولو وروسته، د سپتمبر په دېرشمه په پارليمان کې د شمالي وزيرستان استازي، محسن داوړ خپل تقرير د پښتو په يو شعر پېل کړ چې:
زما تړلي لاس او ستا درنې درنې څپېړې – يو ورځ خو به جانانه دا حساب کې راولم
په افغانستان کې جمهوري نظام ډېر پخوانی نه دی. د سېپتمبر پر ۲۸ د هغه هیواد په تاریخ کې څلورم ځل و، چې عام وګړو د ولسمشر په ټاکنه کې برخه واخیسته. د یولسم ستمبر له پېښې وروسته په افغانستان کې د واک انتقال له کومو مرحلو تېر شوې، تفصیل یې ظفرخان په ویډیو کې بیانوي.
چارواکي وايي دا ځانمرګی برید د لورلايي میډیکل کالج ته نزدې د زراعت دفتر و مخې ته نن د دوشنبې مازیګر د پولیسو پر یوه ګاډي شوی دی.
امریکا د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو له کاندیدانو غوښتي چې د پایلو په اړه دې له وخت مخکې قضاوت نه کوي.
په یونان کې د کډوالو په یوه کمپ کې دوه کسان وژل شوي.
له چهارشنبې وروسته په هند کې له پلاستیکو استفاده منع کیږي.
ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
د افغانستان د ولسمشريزو انتخاباتو یو مخکښ نوماند عبدالله عبدالله وايي، د میزان ۶مې په ټاکنو کې دده په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم لوړې رایې اخیستي او راتلونکی حکومت به دوی جوړوي.
په افغانستان کې د تېر کال پارلماني ټاکنو یو شمېر ښځينه معترضې نوماندانې وایي، ښايي د ټاکنیزو کمیسیونونو پخواني غړي چې د محکمې لخوا په بند محکوم شوي، د پارلمان د ځینو وکیلانو په هڅو خوشې شي.
د افغانستان پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه غواړي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دې رښتینې شمېرې له خلکو سره شریکې کړي.
د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګه لیکي، افغانستان، پاکستان او اوکراین د بشري ناورینونو سره د مبارزې لپاره د بسپنو د کمبوت سره مخامخ دي.
وسله والو د غزني د امنیې قوماندانۍ ملکي مرستیال د کابل ـ غزني پر لاره وژلی دی.
چارواکي خبر ورکوي چې د غزني د امنیې قوماندانۍ ملکي مرستیال د کابل - غزني پر لویه لاره وسله والو وژلی دی.
د ولایت ویاند محمد عارف نوري د دوشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: میرزا حسین سروش په رخصتۍ کابل ته تللی و، خو کله چې بېرته غزني ته را روان و، وسله والو طالبانو د میدان وردګ ولایت د سالارو په سیمه کې له موټره ښکته کړی و چې پرون ناوخته یې د دغه ولایت په چغتو ولسوالۍ کې مړی موندل شوی دی.
دا په داسې حال... Читать дальше...
په بلوچستان کې بېلا بېلو سیاسي ګوندونو رانو له حکومته غوښتنه کړې ده چې د جمعیت علما اسلام د وژل شوي مخکښ مولانا محمد حنیف قاتلان دې ونیسي. د جمعیت علما اسلام، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نیشنل پارټۍ او یوشمېر نورو ګوندونو غړیو دا غوښتنه د اتوار په ورځ په چمن ښارګوټي کې د مولانا محمد حنیف تر جنازه وروسته په ویناګانو کې کوله.
په چمن ښارګوټي کې د جمعیت علماء اسلام ف د وژل شوي مخکښ مولانا محمد حنیف د وژنې خلاف د هغه د جماعت په ګډون ګڼو سیاسي ګوندونو او سوداګرو ټولنو پر اتوار د بلوچستان په ډېری ښارونو کې کاربندیز او احتجاجي مظاهرې اعلان کړي دي. د ایالت ډېری ښارونو او ښارګوټيو کې تجارتي مرکزونه تړلي پراته دي. د ډيوې راډيو ویډيو
د پروان ولایت امنیه قوماندان وايي، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون هغه کسان چې طالبانو برمته نيولي، ډېر ژر به راخوشې شي.
دا خبره مل پاسوال محفوظ ولیزاده نن ازادي راډيو ته وکړه.
ده وویل چې په پروان کې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون څلور کارکوونکي د ټاکنو په لومړۍ ورځ طالبانو له شینوار ولسوالۍ تښتولي وو چې تر اوسه له هغوی سره دي.
ښاغلي ولیزاده وویل چې دا څلور کسان د انتخاباتو تر پروسې پای ته رسېدو وروسته په داسې حال کې برمته نیول شوي چې د خپل کور پر لور روان وو.
ده زیاته کړه چې ټاکل شوې دغه کسان د... Читать дальше...
له امريکا خپرېدونکې ټايم اوونيزې مجلې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو په اړه مفصله ليکنه خپره کړې ده.
د کابل د نن ورځې چاپ ورځپاڼو تر ډېره د شنبې د ورځې د ولسمشریزو انتخاباتو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې له ټاکنو وروسته اوسنی پیل شوی بهیر به په پوره شفافیت مخته وړي او له ټاکنیز مهالوېش سره سم به خلکو ته نتایج اعلان کړي.
د دغه کمېسیون غړو پرون په یو شمېر ولایتونو کې د رأیې ورکوونې په پروسه کې د خلکو د ګډون کچه اعلان کړه.
په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه چې لا هم نه ده بشپړه شوې، د کمیسیون د یوه غړي مولانا محمد عبدالله له خوا د نورو کمیشنرانو په حضور کې رسنیو ته اعلان شوې.
ده وویل: موږ ته تر اوسه پورې له یو شمېر مرکزونو دوه میلیونه او یو لک او شپږ نوي... Читать дальше...
د غزني والي وايي چې په دغه ولایت کې د طالبانو یو مشهور قوماندان او د طالبانو پخوانی نومول شوی والي مولوي عبدالحنان د افغان پوځیانو له خوا وژل شوی.
د غزني والي وحیدالله کلیمزي پرون شپه له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا مسئله یاده کړه.
ده وویل: طالبانو ته چې هر ځای یې مزاحمت کاوه، ملکیان یې هدف ګرځول او وېره او ترهه یې خپروله، زیات تلفات ورسول شول، په وژل شویو کې د طالبانو نومول شوی والي مولوي عبدالحنان د غزني په خوګیاڼو ولسوالۍ کې تېره ورځ ووژل شو.
د غزني والي ښاغلی کلیمزی وايي چې د طالبانو دا مهم کس په هوايي برید کې وژل شوی. Читать дальше...
د روسیې د حکومت لسګونه زره سیاسي مخالفینو پرون په مسکو کې مظاهره وکړه.
دوی د حکومت له خوا د سیاسي مخالفینو د بندیانولو د لړۍ د بندېدو غوښتنه کوله.
یوه مظاهره چي ولادیسلاو بارابانوف وویل چې د سیاسي مخالفینو د ځپنې د بندېدو یوازنۍ لار د خلکو مظاهرې او یووالی دی.
ده وویل: یوازې د خلکو د فشار په مټ ممکنه ده چې سیاسي مشرتابه اړ ایستل شي، بله هېڅ لار نشته چې په چارواکو فشار راوړل شي، زه به لا اوس هم زندان کې وم که داسې د خلکو پاڅون او د یووالي کمپاین نه وای.
ویل کېږي چې شل زره کسان په دې مظاهره کې راټول شوي وو. Читать дальше...
د امریکا د استازو جرګې د استخباراتو کمېټه د روسیې د جمهور رئیس په شمول له بهرنیو مشرانو سره د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ټیلیفوني خبرو متن ته لاسرسی غواړي.
د استخباراتو د کمېټې رئیس ادم شیف ان بي سي ټلویزیون ته پرون وویل: مهمه ده چې ولیدل شي چې ټرمپ د نړۍ له مشرانو خاصتاً پوتین سره په خپلو خبرو کې د امریکا امنیت په داسې شکل تر پوښتنې لاندې راوستی چې ده فکر کاوه شخصاً به یې کمپاین ته ګټه ورسوي که څنګه؟
شیف زیاته کړه: که کوم پټ پټونی وي، نو باید پرې پوه شو.
د امریکا د کانګرس د استخباراتو کمېټه... Читать дальше...
د خلکو محافظه کاره ګوند د اتریش په پارلماني ټاکنو کې تر ټولو زیاتې څوکۍ ګټلي دي.
د دغه ګوند مشر سباسټین کورز بیا هم اړ دی چې د یوه ائتلافي حکومت د جوړولو لپاره خبرې وکړي.
محافظه کاره ګوند په پرونیو ټاکنو کې ۳۷ فیصده رأیې ګټلي دي.
سوشیال ډموکراټ ګوند ۲۲ فیصده رأیې ګټلي، ښي اړخي ازادي ګوند ۱۶ او زرغون ګوند ۱۴ فیصده رأیې خپلې کړي دي.
د اتریش پخواني صدراعظم او د محافظه کاره ګوند مشر سباسټین کورز پرون خپلو پلویانو ته ویلي چې بریا خوښ کړی، خو لا معلومه نه ده چې د حکومت د جوړولو لپاره به خبرې څنګه مخته ولاړې شي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب به له نړیوالو وغواړي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د پروسې ملاتړ وکړي.
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net