یوه انتحاري کس له غرمې وروسته ۱ بجه د ملي دفاع وزارت د پېژنتون په دروازه کې خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.
د کورنیو چارو وزارت په خبره، په دې پېښه کې ۲۲ کسان وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان دي.
نور حال د تمیم اخګر په دغه ویډیويي راپورکې چي خان محمد سیند یی وړاندې کوي:
د دغه ولایت چاریکار ښار جنګل باغ سیمه کې د چاودنې په ترڅ کې ۲۶کسان وژل شوي او ۴۲ نور ټپيان شول.
طالبانو د دې پېښې مسولیت ومانه.
نور حال د احمد هنایش په راپور کې
د سروې تر مخه ۸۵ فیصده افغانان کړېږي او دا د نړۍ په کچه د خلکو د ناامېدۍ تر ټولو لویه شرحه ده.
د پاکستان انتخاباتو کميشن د تحريک انصاف هغه درخواست رد کړ چې مريم نواز دې د مسلم لیګ ن د مرستيالې مشرې له څوکۍ هیسته کړل شي.
د افغانستان په پلازمېنه کابل او د پروان ولايت په مرکز چاريکار کې چاودنو لږ تر لږه ۳۰ کسان وژلي او شاخوا ۵۰ يې ټپيان کړي دي. د دواړو چاودنو مسوليت وسله والو طالبانو منلی دی.
نن په اسرائیل کې پارلمان دوه ویشتمې دورې لپاره انتخابات کېږي.
د مرکزي شین او سپین ګوند مشر متقاعد پوځي بیني ګانتز د اسرائیل اوسني صدراعظم بنیامین نتنیاهو د لیکود ګوند پر وړاندې انتخاباتو ته دریدلی.
ښاغلی نتنیاهو غواړي چې د څلورم ځل لپاره په انتخاباتو کې بریالی شي، خو په دې ټاکنو کې ګانتز د ده سخت سیال دی.
داسې اټکل کیږي چې د دې انتخاباتو نتیجه به ډيره سره نژدې وي او که په دې ټاکنو کې کوم یو مخکې شو، هغه به غوڅ اکثریت خپل نه کړي او اړ به وي چې له وړو ډلو سره ایتلافي حکومت جوړ کړي.
د اټکلونو... Читать дальше...
په پروان کې د محمد اشرف غني په مشرۍ د "دولت جوړوونکي" ټاکنیز ټیم یوې کمپایني غونډې ته نږدې چاودنه شوې.
پاکستاني چارواکي وايي، له هند سره د کشمیر پر سر پر ترینګلتیا سربېره به د هندي سیکانو لپاره د کرتارپور لاره پرانېزي. په کرتارپور کې د نومبر پر ۱۲مه د بابا ګورونانک د زېږون ۵۵۰مه کليزه لمانځل کېږي.
په کابل او پروان پروان ولایت کې نن سېشنبه د طالبانو دوو ځانمرګیو بریدونو ګڼو افغانانو ته مرګژوبله اړولې.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل ښار په نهمه امنیتي حوزه کې د ملي دفاع وزارت پېژنتون ته مخامخ په ځانمرګي برید کې شپږ دولتي سرتېري او ۱۶ ولسي وګړي وژل شوي دي. طالبانو د دغه برید مسؤلیت منلی دی.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړی مولانا محمد عبدالله وایي، په ځینو ولایتونو کې ناامنیو او تهدیدونو ته په کتو د رأیه اچونې مرکزونو د امنیت په اړه د امنیتي ادارو راپور واقعي نه دی. خو د کورنیو چارو وزارت د هغه څرګندونې ردوي.
ملي ارمان ورځپاڼې یو وار بیا هم د پلازمینې په ګډون په بیلابیلو ولایتونو د برښنا پرې کېدو موضوع راخیستي او لیکلي یې دي چې طالبان له خلکو انتقام اخلي.
فایننشل ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د داعش ډلې په حضور باندې تمرکز کړی او لیکلي یې دي چې د امریکا او طالبانو د خبرو په لغوه کېدو سره د دې ډلې د حضور د زیاتېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي.
د ایران سپاه پاسداران وايي، په فارس خلیج کې یې یوه بېړۍ په دې تور نیولې چې متحده عربي اماراتو تهیې ډیزل په قاچاق وړل.
د سپاه پاسداران یوه جګپوړي قوماندان پرون (دوشنبه) وویل چې په دې بېړۍ کې ۲ لکه ۵۰ زره لیتره ډیزل بار وو.
د دغه ځواک د قوماندان برید جنرال علي عظمايي په وینا دا بېړۍ چې د ایران لوی تُنب ټاپو ته نږدې نیول شوې، د ایران له لِینګه (Lengah) بندر څخه د متحده عربي اماراتو د اوبو لور ته روانه وه.
ده همداراز ویلي چې د بېړۍ ۱۱ عملهیې هم توقیف کړې ده، خو په دې اړهیې څه نهدي ویلي چې دا... Читать дальше...
ایران د امریکا دا تورونه رد کړل چې ګنې دا هېواد د سعودي عربستان د تېلو د تأسیساتو په حملو کې لاس لري.
د سعودي عربستان د بقیق او خریص د تېلو پر تأسیساتو د شنبې د سهار د حملو له کبله د دې هېواد د تېلو نږدې نیمايي تولید په ټپه درېدلی او په نړۍ کې د اومه تېلو عرضه تر بل هر وخت له لوی خنډ سره مخامخ شوې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي پرون (دوشنبه) په هغو خبرو کې چې د دغه هېواد دولتي ټلوېزیون خپرې کړې وویل، دا څرګندونې غندي او کاملاً د نهمنلو او بېاساسه دي.
له دې جلا د ایران ولسمشر... Читать дальше...
ټاکل شوې وه د افغانستان ولسمشر او اجرائیه رئيس چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو مخکښ کاندیدان ګڼل کېږي، پرون په یوه ټلوېزیوني مناظره کې ګډون وکړي.
خو اریانا ټلوېزیون چې د دې مناظرې وړاندې کوونکی و، وايي چې ولسمشر غني په وروستۍ شېبه کې دا مناظره لغوه کړه. د دې ټلوېزیون په وینا د ولسمشر غني امنیتي ساتونکي د ټلوېزیون سټودیو ته راغلي وو، خو په وروستۍ دقیقه کې یې مناظره لغوه کړه.
د ولسمشر غني له لوري په یو اړخیز ډول د مناظرې له لغوه کېدو وروسته عبدالله عبدالله پوښتنو ته ځواب ووایه او ویېویل: "نو منظاره په... Читать дальше...
د ناټو په مشرۍ غوڅ ملاتړ مأموریت وايي، یو سرتېری یې پرون (دوشنبه) په افغانستان کې ووژل شو.
د قاطع ملاتړ مأموریت له لوري په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا امریکايي پوځي د عملیاتو په مهال وژل شوی دی.
په خبرپاڼه کې د سرتېري د هویت او د پېښې د جزئیاتو په اړه څه نهدي ویل شوي.
د امریکا د دفاع وزارت له مقرراتو سره سم د هر وژل شوي پوځي هویت د قرباني د کورنۍ غړیو ته د خبر له ورکولو ۲۴ ساعته وروسته اعلانېږي.
د روېټرز خبري اژانس پر اساس، د روان میلادي کال له پیله تر اوسه پورې په افغانستان کې ۱۷ امریکايي پوځیان وژل شوي دي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د درېیو هېوادیزو «۲۰ اوره» سیالیو په لړ کې نن (سې شنبه) د زېمبابوې له ملي لوبډلې سره د دوهم ځل لپاره مخامخ شي.
افغانستان د دې لړۍ په لومړۍ مسابقه کې زېمبابوې ته ماتې ورکړې وه او د یکشنبې په ورځیې کوربه بنګلهدېش هم مات کړ.
اوس افغانستان د دې درې هېوادیزو سیالیو د جدول په سر کې دی.
په همدې حال کې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د یکشنبې په ورځ نهیوازې بنګلهدېش ته ماتې ورکړه، بلکې په «۲۰ اوره» سیالیو کې یې نړیوال ریکارډ جوړ کړ.
تر دې وړاندې هېڅ لوبډله نهده توانېدلې چې ۱۲ «۲۰ اوره» سیالۍ سر په سر وګټي. Читать дальше...
ترکي المالکي پرون (دوشنبه د سنبلې ۲۵) په ریاض کې یوې خبري غونډې ته وویل "د برید ټولې لومړنۍ نښې نښانې او شواهد ښيي چې د بقیق او خریص په حملو کې له ایراني وسلو کار اخیستل شوی."
د افغانستان برښنا شرکت وايي، د دغو ستنو د ویجاړېدو له کبله چې له ازبکستان او تاجکستان څخه ۲۲۰ کیلو واټه برښنا پرې واردېږي، د پلازمېنې کابل په شمول د هېواد ۱۱ ولایتونو ته برښنا پرچاو شوې ده.
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net