په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت یو سرتېری ووژل شو
د قاطع ملاتړ مأموریت له لوري په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا امریکايي پوځي د عملیاتو په مهال وژل شوی دی.
په خبرپاڼه کې د سرتېري د هویت او د پېښې د جزئیاتو په اړه څه نهدي ویل شوي.
د امریکا د دفاع وزارت له مقرراتو سره سم د هر وژل شوي پوځي هویت د قرباني د کورنۍ غړیو ته د خبر له ورکولو ۲۴ ساعته وروسته اعلانېږي.
د روېټرز خبري اژانس پر اساس، د روان میلادي کال له پیله تر اوسه پورې په افغانستان کې ۱۷ امریکايي پوځیان وژل شوي دي.
