ملګروملتونو وسله والوطالبانو ته ګواښ کړی چې انتخاباتو ته دې خنډ نه پېښوي.
د سعودي ولیعهدمحمدبن سلمان ویلي د جمال خاشقجي د وژنې مسوولیت ده ته متوجه دی.
ځوانه فعاله ګریتا تنبرګ د ملګروملتونو له اسمبلې وروسته له نیویارکه سویډن ته روانه شوه.
ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پیشګام ټلویزیون وګورئ.
د افغانستان ماليې وزارت چارواکي وايي د تورخم تر ۲۴ ساعته پرانيستې وروسته، اوس د پاکستان سره سوداګري زياته شوې ده. د دې وزارت وياند شمروز خان مسجدي وايي د وېزو اسانولو او سوداګرو ته د نورو سهولتونو په برخه کې د افغانستان ماليې، بهرنيوو چارو او سوداګرۍوزارتونه سره وخت په وخت ناستې کوي
په نړۍ کې تر ټولو لویه خطرناکه زلزله په ۱۹۶۰ ز کال کې په چلي هیواد کې راغلې وه. هغه زلزله ۹،۵ درجې وه. په ۱۹۷۶ ز کال کې په چین کې ۸،۲ زلزلې له دوه نیمو لکو زیات کسان وژلي ول. د ځینو نورو خطرناکو زلزلو په اړه تفصیل په دې ویډیو کې.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کې وايي چې د دې انتخاباتو کلک امنیت به ونیسي.
له دې مخکې طالبانو ګواښ کړی و چې د انتخاباتو بهیر به ګډوډ کړي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي نن ازادي راډیو ته وویل، دا ځل جدي تدابیر نیول شوي او طالبان نه شي کولی چې د انتخاباتو بهیر ګډوډ کړي.
ښاغلي رحیمي وویل، طالبان او نورې ترورېستي ډلې ونه توانېدلې چې د هېڅ یوه کاندید کمپاین ته امنیتي ستونزې جوړې کړي، خو د شویو حملو په اړه د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل چې ټولې دا حملې د کاندیدانو د کمپاین له غونډو بهر شوي دي.
ترک وايي، پښتو ولسي سندرې يې زياتې خوښېږي او ځکه یې په خپله موسيقۍ کې ولسي اهنګونه او روايتي سازونه کاروي.
افغان چارواکي وايي، د انتخاباتو په درشل کې د امنیتي تدابیرو په لړ کې یې د تورخم لاره د مسافرو او د باروړونکو موټرو په مخ بنده کړې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي له ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې اړه وویل: د احتمالي پېښو د مخنیوي په موخه له نن څخه هېڅ ډول باروړونکي موټر تګ راتګ نه شي کولی، له سبا یعنې د انتخاباتو له ورځې یوه ورځ مخکې مسافرین هم تګ راتګ نه شي کولی، لاره به بنده وي.
د ننګرهار د والي ویاند دا یادونه هم وکړه چې یوازې په استثنايي حالاتو کې به ناروغانو ته پر تورخم د اوښتو اجازه ورکړل شي. Читать дальше...
د فاریاب امنیتي چارواکي په پښتون کوټ ولسوالۍ کې له طالبانو سره په جګړه کې د اوو افغان سرتېرو د ودژل کېدو خبر ورکوي.
سیمه ییز چارواکي وايي چې دا سرتېري تېره شپه د پښتون کوټ د دهن دره سیمې د اوبو په بند کې د طالبانو په حمله کې ووژل شول.
د فاریاب د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش ازادي راډیو ته وویل چې په دې جګړه کې لس تنه وسله وال طالبان هم مړه او ټپیان شوي دي.
دی وایي: د مرستندویو ځواکونو له رسېدو سره سم موږ د دښمن حمله په شا وتمبوله، په جګړه کې له لسو زیات طالبان مړه او ټپیان شول، اووه تنه سرتېري د هېواد د دفاع په خاطر شهیدان شول. Читать дальше...
افغانستان هغه هېواد دی چې یو شمېر ښځې یې ان د رأیې اچونې په برخه کې خپلواکې نه دي.
خو یو شمېر یې بیا د خپل برخلیک ټاکلو لپاره رأیې ورکولو ته لېوالې دي.
ټاکل شوې چې د میزان د میاشتې په شپږمه نېټه د دغه هېواد د ولسمشرۍ انتخابات ترسره شي.
لیمې هادي په دې اړه راپور برابر کړی.
په کشمير کې شوې زلزلې له وجې د صوابۍ د يوې کورنۍ څلور غړي هم ژوبل شوي دي.
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، د چوپتیا یا سکوت په دوره کې د کمپاین په توګه له هر ډول وسیلې کار اخیستل له انتخاباتي قانونه سرغړونه ده.
یو شمېر اتلس کلن ځوانان د لومړي ځل لپاره رأیې ورکولو ته خوشبین دي.
خوا دا چې دوی ولې رأیه ورکوي او څرنګه احساس لري، په دې راپور کې چې شفیع کریمي برابر کړی،لیدلی شئ.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ غړې ملیحه حسن په ناوړه روغتیايي وضعیت کې د کابل په نظارت خونه کې ده.
په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د پراخ ګډون په موخه په پکتیا کې د دې ولایت مېرمنو د ټاکنو د عامه پوهاوي غونډه وکړه.
چارواکي خبر ورکوي چې د غزني په ولایت کې یې په پوځي او هوايي عملیاتو کې له چاودېدونکو توکو ډک دوه موټر له منځه وړي او ۲۴ تنه وسله وال طالبان یې وژلي دي.
د غزني والي وحیدالله کلیمزي د پنجشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: تېره شپه افغان کومانډو ځواکونو د ولایت په بېلابېلو سیمو کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو د یو مفتي عصت په ګډون ۲۴ تنه وسله وال وژلي دي.
والي زیاته کړه: د هوايي ځواکونو په بریدونو کې په ده یک ولسوالۍ کې له چاودېدونکو توکو څخه ډک هاموی ټانک او ترڅنګ یې په اندړو ولسوالۍ... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوتيريش ويلي چې نړۍ په بېسارې ډول د ترهګرۍ د ګواښ سره مخ ده. هغه د سپتمبر په پنځه ويشتمه د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې وويل چې اوسمهال سختدريځي، نه زغم او ترهګري د نړۍ پر هر هېواد اغېز کړی او بې ثباتي يې جوړه کړې ده.
ټرمپ له عمران خان سره په خبرو وويل چې دی ډېر ښه منځګړتوب کولای شي او د خلکو ډېرې لانجې يې هوارې کړې دي.
د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د مهالوېش پر اساس د ولسمشرۍ د نوماندانو ترمنځ ټاکنیزې سیالۍ دوه میاشتې وړاندې د اسد په شپږمه پیل شوې وې.
د ارزګان ولایت امنیتي چارواکي خبر ورکوي چې تېره شپه یې د عملیاتو پرمهال ۱۶ تنه وسله وال طالبان وژلي دي.
د دغه ولایت امینه قوماندان محمد خطاب خنجري ازادي راډيو ته وویل چې دغه وسله وال تېره شپه د مرکز ترینکوټ اوړند د جګې هدیرې په سیمه کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې وژل شوي دي.
نوموړی وايي، د یادو عملیاتو پرمهال افغان او بهرنیو ځواکونو او ملکي خلکو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د لوګر امنیتي چارواکي وایي، تېره شپه ناټو هوايي ځواکونو د لوګر ولايت بره کي برک ولسوالۍ د پندي په سيمه کې پر وسله والو طالبانو هوايي بريد کړی چې په پایله کې یې ۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي.
په لوګر کې د څلورمې پلى لوا رسنيز دفتر ازادي راډیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې په دې برید کې د وسله والو یوه عراده سراچه موټر او موټرسایکل هم له منځه وړل شوي.
تر اوسه وسله والو طالبانو ددې برید په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې ۱۲ وسله وال له بريد وړاندې وژل شوي دي.
د کندهار ولایت د رسنیو له مرکزه په خبره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې يادو وسله والو تېره شپه غوښتل چې په ميوند ولسوالۍ کې پر يو شمېر امنیتي تاسيساتو بريد وکړي چې د هوايي ځواکونو هدف ګرځېدلي دي.
سرچينه کاږي چې د هوایي ځواکونو په بريد کې د وسله والو يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
له بامیانو به سږکال ۳۷۰ زره ټنه کچالو نورو ولایتونو او هېوادونو ته صادر شي.
د دغو کچالو اقتصادي ارزښت ۵ ميلیارده افغانۍ اټکل شوی دی.
د دې ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس عبدلوهاب محمدي وايي، په دې ولایت کې د وروستیو ورښتونو له امله د کچالو په محصولاتو کې د تېرکال په پرتله ۲۰ په سلو کې زیاتوالی راغلی دی.
د ښاغلي محمدي په خبره، په تېرو کلونو کې به د بامیانو کچالو د افغانستان یو شمېر ولایتونو او ګاونډي هېواد پاکستان ته صادرېدل، خو سږکال ټاکل شوې چې اذربایجان ته هم صادر شي.
د سېپټمبر پر ۲۴ مه د پاکستان په بيلا بيلو برخو او د ياد ملک تر انتظام لاندې کشمير په ميرپور بمبر او کوټلي ضلعو کې زلزله راغلې وه چې تر ټولو زيات نقصان يې ميرپور ضلعې ته رسولې دې.
د هلمند ولایت مسؤلین وايي چې په دغه ولایت کې د لومړي ځل لپاره د نباتي افتونو د مخنیوي د تشخیص او وقایې د لابراتوار مرکز جوړېږي.
د دغه ولایت د کرنې ریاست د برنامو مسؤل رفیع الله قلم نن ازادي راډيو ته وویل چې په دې وروستیو کې د دغه ولایت بزګران د نباتي ناروغیو له ستونزو سره مخ وو.
د نوموړي په وینا، دغه مرکز به په نوي او عصري وسایلو سمبال شي چې په فعالیت سره به یې د دغه ولایت د بزګرانو ستونزې راکمې شي او د کرنیزو محصولاتو له ډېر والي سره به مرسته وکړي.
د پاکستان تر ادارې لاندې کشمير کې دوه ورځې مخکې شوې زلزلې له وجې د پېښو شوو زيانونو وروسته، خلک کوښښ کوي خپل کورونه جوړ کړي. چارواکي وايي دوی ورسره په دې کار کې مرسته کوي. د مشال راډيو خبريال احمدالله هلته ورغلی وو او دا ويډيو راپور یې پرې جوړ کړی دی چې پکې له زلزلې وروسته راغلی ویجاړی وينئ
وسله والو طالبانو د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) ته بېرته په هغو سیمو کې چې د دوی ترکنټرول لاندې دي، د فعالیت د پیلولو اجازه ورکړې ده.
طالبانو پرون په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې رامنځته شویو ستونزو او د طالبانو او د روغتیا د سازمان د پلاوو ترمنځ د پرله پسې غونډو او خبرو په نتیجه کې یې بېرته د دې سازمان بشري او روغتیایي فعالیتونو ته اجازه ورکړې ده.
طالبانو د روان میلادي کال په اپرېل میاشت کې د دغه روغتیایي نړیوال سازمان او د سره صلیب د نړیوالې کمېټې فعالیتونه په خپلو کنټرول لاندې سیمو کې منعه کړي وو. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
В дивизии имени Ф.Э. Дзержинского Росгвардии стартовал турнир по боксу «Кубок Победы»
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Полина Михайлова
Россиянка Михайлова стала чемпионкой Франции по настольному теннису
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Ежемесячную денежную выплату получают более 1,6 млн пострадавших от радиации
Путин в России и мире
Москва
Путин: пример поколения ветеранов Великой Отечественной войны вдохновляет и сейчас
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
В Минске одобрен проект соглашения о системе таможенного транзита ЕАЭС
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Тимати
Тимати показал повзрослевшего сына от модели Анастасии Решетовой
Москва
Лев Лещенко и финалист шоу “Голос” Сергей АРУТЮНОВ выпустили патриотичную песню “Родная Земля”
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net