د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې ۱۲ وسله وال وژل شوي
د کندهار ولایت د رسنیو له مرکزه په خبره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې يادو وسله والو تېره شپه غوښتل چې په ميوند ولسوالۍ کې پر يو شمېر امنیتي تاسيساتو بريد وکړي چې د هوايي ځواکونو هدف ګرځېدلي دي.
سرچينه کاږي چې د هوایي ځواکونو په بريد کې د وسله والو يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
