د خېبر لواړګي ۴۵ کلن وېلسن وزیر مسیح له قبایلي ضلعو د لږکیو پر څوکۍ د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غړی منتخب شوی دی. هغه وایي، د خپلې ټولنې د ستونزو د هوارۍ کوشش به کوي. په قبایلي ضلعو کې نزدې ۲۵ زره عیسایان،هندوان او سکان میشت دي. تفصیل د فرهاد شینواري په ویډیو کې.
واشنګتن وایي چې پر ترهګرو به فشار زیات کړي. ایران له امریکا غواړي چې فشار پرې کم کړي. ای فون ۱۱ نندارې ته وړاندې شو او دا به هم وګورئ چې په کابل کې یوه پيغله ماشومانو ته موسیقي ورزده کوي.
په پاکستان کې نرښځیان د ژوند په هر ډګر کې له توپيريزه چلند سره مخامخ دي.
ان زياتره نايان د دوی وېښتانو جوړولو او سېنګارولو څخه هم انکار کوي. دې چلند دوی اړ کړل چې په کراچۍ کې د خپل دکان راوباسي.
سیلګرۍ ته د ودې په موخه سرکار د سوات ښکلې سیلانۍ سیمې ګبین ته په دا ورستیو کې یو خام سړک غځولی او ځینې نورې اسانتیاوې یې برابرې کړي دي. ځايي ولس وايي چې د سیلانیانو راتګ به د خپلو مسافرانو د راتلو سبب هم وګرځي. نیاز احمدخان یې وېډیو راپور تیار کړی.
د کابل رخسار او د هلمند هیکل د ۲۰۰۱ کال په سپټمبر میاشت کې زېږېدلي، تېرو ۱۸ کلونو رخسار ته نسبتاً ښه ژوند ورکړی، خو هیکل لا هم ورته سترګې په لاره دی.
په دې وېډیويي راپور کې لېمې هادي او الیاس داعي د دواړو ژوند ته کتنه کړې ده.
درې کلنه خاتمه د زړه د سوري په ناروغۍ اخته ده. پلار یې ویلي وو، هر څوک چې د دغې ماشومې درملنه وکړي، کولای شي دغه ماشومه په فرزندي واخلي.
په دې اړه د ازادۍ راډیو له راپور وروسته د سرې میاشتې ټولنه حاضر شوه چې خاتمه د درملنې لپاره هندوستان ته ولېږي.
نور د شفیع کریمي په راپور کې.
د ملاکنډ درګۍکامران خان ارمان په کاويه انځورګري کوي. کاويه په عامه توګه د مستريان برقي شيانو د بيا جوړولو لپاره کاروي. کامران د انځورګرۍ ترڅنګ، مجسمه ساز او شاعر هم دی.
د ځلاند يوسفزي ويډيو
د احمد مسعود پلار، احمد شاه مسعود د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر په نهمه نېټه ، د القاعده شبکې د دوو غړوپه حمله کې چې ځانونه یې خبریالان معرفي کړي وو، ووژل شو.
تر هغه دوې ورځې وروسته، القاعده شبکې پر امریکا تروریستي حملې وکړې.
نن د امریکا پر متحدو ایالاتو د القاعده د خونړیو حملو اتلس کاله پوره شول.
د افغانستان د لویې څارنوالۍ چارواکي وایی، د حج او اوقافو د سرپرست وزیر مولوي عبدالحکیم منیب او د ولسي جرګې د پخواني غړي ملا ترهخېل محمدي ترمنځ د شوې لانجې دوسیه دوی ته رسېدلې ده.
ښاغلي منیب ویلي چې تېره جمعه د ارګ په جومات کې ښاغلي محمدي او د هغه وروڼو ورته سپکاوی کړی او فزیکي حملهیې پرې کړې ده.
تېره اوونۍ د افغانستان جمهوري ریاست د دغې موضوع د څېړلو لپاره یو پلاوی وټاکه.
د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي وایي، دا موضوع به په جدي ډول وڅېړل شي.
بلخوا د ولسي جرګې پخوانی غړی ملا... Читать дальше...
د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د يوولسم سپټمبر پېښې پر پاکستان او افغانستان اغېز او او ددې جګړې راتلونکی له کارپوهانو سره څېړل شوی دی.
د امریکا متحده ایالاتو د پاکستاني طالبانو د مشر نور ولي محسود په ګډون د بېلابېلو ترهګریزو ډلو ۱۳ کسان "نړېوال ترهګر" بللي او پر دوی یې بندیزونه لګولي دي.
دغه حمله د دې سبب شوه چې امریکا په افغانستان کې جګړه پیل کړي چې په نتیجه کې یې د طالبانو واکمنۍ ته د پای ټکی کېښود.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د سېپتېمبر پر لسمه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو وویل، چې د ولسمشر ټرمپ نوی فرمان به د ترهه ګرۍ پرضد هلې ځلې لا پیاوړې کړي.
د ګوند مخکښ راجه ظفرالحق د سېپتمبر پر ۱۰مه مشال رېډیو ته وویل که د نوازشریف او نورو نیول شویو ملګرو پر ضد جوړې مقدمې یې واخیستل شي نو بیا به ګوري چې څه وکړي.
د سېپټمبر پر ۱۱مه د امریکا د نیویارک ښار په دوو سوداګریزو مرکزونو او په دفاع وزارت د ترهګریزو بریدونو ۱۸ کاله پوره شول. د دې بریدونو ذمه واري القاعده وسله والې ډلې منلې وه.
ویډيو: رویټرز
ایډیټ او ژباړه: انیسه اجمل
د بدخشان سیمهییز چارواکي وایي، ولسي پاڅون کوونکو وسلهوال له کران و منجان ولسوالۍ ایستلي او د دغې سیمې کنټرولیې ترلاسه کړی دی.
د بدخشان والي محمد ذکریا سودا نن (چهارشنبه د وږې ۲۰مه) ازادي راډیو ته وویل، نن سهار شااوخوا نهه بجې د ولسوالۍ مرکز او هلته د لاجوردو کان د دولتي ځواکونو لاس ته ولوېد.
هغه زیاته کړه چې طالبان د "ولسي پاڅون" په پایله کې له دې ولسوالۍ وویستل شول.
د بدخشان د والي په وینا، د ولسي پاڅون مشري د حاجي ملک په نوم یوه پخواني جهادي قوماندان کوله چې اوس د ځینو "غیر مسؤله وسلهوالو" قوماندان دی. Читать дальше...
یاماموتو وویل، د افغانستان له ګوټ ګوټ څخهیې د افغانانو نظرونه او څرګندونې اورېدلي او په هغو کې یې په یو وخت هیلهمندي او وېره دواړه درک کړي دي.
د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د امریکا سفارت ته نژدې یو راکټ په داسې لګېدلی چې نن پر امریکا د ۲۰۰۱ز کال د سېپټېمبر ۱۱مې بريدونو ۱۸م تلین دی
سرمقاله لیکونکی باور لري چې که له طالبانو سره دغه هوکړه شوې وی، نهیوازې یې افغانستان کې د کورنۍ جګړې اور لګاوه، بلکې نړۍ به هم ترې په امن کې نهوه پاتې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پر ایران تور پورې کړی چې د اټمي انرژۍ له نړیوال اژانس سره په بشپړه توګه همکاري نهکوي او دغه چلند د دغه هېواد د نااعلان شویو اټمي موادو او فعالیتونو په اړه پوښتنې راوړلاړوي.
پامپیو د سې شنبې په ورځ (سپټمبر ۱۰مه) پر خپل ټویټر لیکلي، "د اټمي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره د ایران نههمکاري د دغه هېواد د هغو درواغو له ډلې دي چې په تېرو ۴۰ کلونو کې یې ویلي."
د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په وینا، نړۍ به د ایران په دې کار تېر نهوځي او دوی به اټمي وسلې ته د رسېدو ټولې لارې پر تهران وتړي. Читать дальше...
نن پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې د حملې د ۱۸مې کلیزې په لومړیو ساعتونو کې په کابل کې د امریکا سفارت ته نږدې یو راکټ ولګېد.
د اسوشیټډ پرس اژانس د راپور له مخې د راکټ له لګېدو یو ساعت وروسته د ځاني زیانونو راپور نهدی ورکړل شوی.
د امریکا په سفارت کې دننه کارکوونکو د لاوډ سپیکر له لارې دا پیغام اورېد چې د سفارت په انګړ کې د یوه راکټ د لګېدو له امله چاودنه شوې ده.
خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل چې راکټ د امریکا سفارت ته نږدې د افغانستان د دفاع وزارت... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو له جرمونو او نشهیي موادو سره د مبارزې دفتر چارواکو ویلي، په افغانستان کې د کوکنارو کرکېله کمه شوې ده. دا دوهم کال دی چې په پرلهپسې ډول د کوکنار په کښت کې کموالی راځي.
د ورځپاڼې په باور هغه څه چې افغانانیې حیرانه کړل دا و چې یوه برید او پهکې د یوه امریکایي پوځي وژلو دا خبرې ختمې کړې، خو روان کال تر دې مخکې په زرګونه افغانان وژل شوي دي.
د فوټبال نړیوال جام سیالیو ته د لارموندنې سیالیو په لړ کې پرون افغانستان یو د صفر پر وړاندې د بنګلهدېش لوبډلې ته ماتې ورکړه.
دا لوبه د افغانستان په کوربهتوب د ګاونډي هېواد تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې ترسره شوه.
دا په روانو سیالیو کې د افغانستان دوهمه لوبه وه. د افغانستان د ملي لوبډلې کپټان فرشاد نور وکولای شول د لوبې په لومړۍ نیمايي کې د بنګلهدېش دروازه خلاصه کړي.
افغانستان پنځه ورځې وړاندې (سپټمبر ۰۵) خپله لومړنۍ لوبه په لوی توپیر قطر ته وبایلله. قطري لوبغاړو د افغانستان پر وړاندې شپږ... Читать дальше...
د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، ولسمشر ډونالد ټرمپ د شمالي کوریا، ایران، افغانستان او روسیې په څېر هېوادونو په اړه د امریکا د بهرنۍ پالېسۍ په تړاو له ښاغلي بولتون سره د نظر اختلاف درلود.
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net