د بدخشان کران و منجان ولسوالۍ له طالبانو بېرته ونیول شوه
د بدخشان والي محمد ذکریا سودا نن (چهارشنبه د وږې ۲۰مه) ازادي راډیو ته وویل، نن سهار شااوخوا نهه بجې د ولسوالۍ مرکز او هلته د لاجوردو کان د دولتي ځواکونو لاس ته ولوېد.
هغه زیاته کړه چې طالبان د "ولسي پاڅون" په پایله کې له دې ولسوالۍ وویستل شول.
د بدخشان د والي په وینا، د ولسي پاڅون مشري د حاجي ملک په نوم یوه پخواني جهادي قوماندان کوله چې اوس د ځینو "غیر مسؤله وسلهوالو" قوماندان دی.
ښاغلي سودا وویل، دغه ولسي پاڅون ډېر شمېر طالبان اسیر کړل او د هغوی یوه اندازه وسلې، مهمات او نقلیه وسایطیې هم ونیول.
د بدخشان د کران و منجان ولسوالۍ نږدې دوه میاشتې وړاندې د طالبانو د پرلهپسې بریدونو په پایله کې د دغې ډلې لاسته ورغله او دولتي ځواکونه ترې په شا شول.
هغه مهال حاجي ملک له خپلو یو شمېر وسلهوالو سره طالبانو ته تسلیم شوی و.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
په وروستیو څو ورځو کې د افغانستان دولتي ځواکونو وکولای شول د بدخشان وردوج او یمګان ولسوالۍ چې له کلونو راهیسې پرې د طالبانو ولکه ټینګه وه، بېرته ونیسي.
