چارواکي: د انتخاباتو د امنیتي تدابیرو لپاره د تورخم لاره بنده شوه
افغان چارواکي وايي، د انتخاباتو په درشل کې د امنیتي تدابیرو په لړ کې یې د تورخم لاره د مسافرو او د باروړونکو موټرو په مخ بنده کړې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي له ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې اړه وویل: د احتمالي پېښو د مخنیوي په موخه له نن څخه هېڅ ډول باروړونکي موټر تګ راتګ نه شي کولی، له سبا یعنې د انتخاباتو له ورځې یوه ورځ مخکې مسافرین هم تګ راتګ نه شي کولی، لاره به بنده وي.
د ننګرهار د والي ویاند دا یادونه هم وکړه چې یوازې په استثنايي حالاتو کې به ناروغانو ته پر تورخم د اوښتو اجازه ورکړل شي.
ښاغلي خوګیاڼي زیاته کړه چې تورخم لاره به د انتخاباتو له پای ته رسېدو بیا خلاصه شي او باروړونکو موټرو ته به له انتخاباتو یوه ورځ وروسته د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.