طالبانو د تخار ینګي قلعه ولسوالي نیولې ده
د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري د سې شنبې په ورځ (وږې ۱۹) ازادي راډیو ته وویل، دولتي سرتېري، خلکو او دولتي کارکوونکو ته د مرګ ژوبلې اوښتو د مخنیوي لپاره تېره شپه له دغې ولسوالۍ شاته شوي دي.
ښاغلي هجري وویل، مرستندویه ځواکونه سیمې ته استول شوي او هڅه کېږي چې د نن ورځې په اوږدو کې حکومت بېرته د ینګي قلعه کنټرول ترلاسه کړي.
طالبانو هم ویلي چې دغه ولسوالي یې په بشپړ ډول نیولې او دولتي سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.
تېره ورځ سیمهییزو چارواکو د تخار د خواجه غار او ینګي قلعه ولسوالیو پر مرکزونو د طالبانو د بریدونو خبره کړې وه.
طالبانو وړمه ورځ د خواجه غار په ګاونډ کې د کندز دشت ارچي ولسوالۍ ونیوله او تر هغې وړاندې یې پر خاناباد ولسوالۍ کنټرول ترلاسه کړی و چې بېرته د دولتي ځواکونو لهخوا په شا شول.
په تېرو څو ورځو کې د افغانستان په شمالي ولایتونو بدخشان، تخار، کندز او بغلان کې د طالبانو او دولتي ځواکونو جګړو زور اخیستی.
همداراز دولتي ځواکونو د بدخشان دوه ولسوالۍ وردوج او یمګان چې د پنځو او څلورو کلونو راهیسې د طالبانو په کنټرول کې وې، د یو لړ هوایي او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې پرون او وړمه ورځ بېرته ونیولې.
