د امریکا ولسمشر: له طالبانو سره خبرې لهمنځه تللې دي
له طالبانو سره د مذاکراتو تر درولو وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې له طالبانو سره د سولې مذاکرات لهمنځه تللي او امریکايي ځواکونه به په یوه مناسب وخت کې له افغانستانه ووځي.
بلخوا کابل وايي، د ټرمپ پرېکړه هغو اندېښنو ته غبرګون دی چې افغانستان له امریکایي چارواکو سره شریکې کړې وې.
