د ترکیې پخواني صدراعظم احمد داود اوغلو نوی سیاسي حرکت پیل وکړ
احمد داود اوغلو د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردغان له مخکنیو متحدانو دی.
دا ولسمشر اردغان ته د هغه د یوه پخواني متحد له لوري نوې سیاسي ننګونه بلل کېږي.
د ترکیې مخکني صدراعظم پرون دسپټمبر په دیارلسمه په انقره کې د خپلو پلویانو غونډې ته وویل چې د حاکم ګوند عدالت او پرمختګ له غړیتوبه یې استعفا وکړه.
احمد داود اوغلو وویل چې په داسې سېستم کې کار نه شي کولی چې مثبت انتقاد ته د سیاسي مخالفت او دښمنۍ په توګه کتل کېږي.
هغه په انقره کې خبریالانو ته وویل: دا زموږ تاریخي مسؤلیت او د ولس په وړاندې زموږ دنده ده چې نوی سیاسي حرکت جوړ کړو.
احمد داود اغلو د ترکیې د صدراعظم پر څوکۍ کار کړی او تر هغه وروسته د حاکم ګوند په ملاتړ د بهرنیو چارو وزیر هم ټاکل شوی و، خو په ۲۰۱۶ کال کې له ولسمشر رجب طیب اردغان سره د هغه روابط خراب شول او له کاره لېرې شو.
