چارواکي: د جوزجان په قوش تپه کې د طالبانو یو قوماندان وژل شوی
د جوزجان د والي ویاند فریدون انییق نن ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو قوماندان محمد صدیق تېره شپه له خپلو دوو نورو ملګرو سره په یوه هوایي برید کې ووژل شو.
ده وویل: دغه کسان د قوش تپې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال ملانادر پورې اړوند وو.
نوموړي د دې کسانو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو زیاته یې کړه چې دا هوایي برید د یادې ولسوالۍ په چقمه چقور کلي کې شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
تر دې یوه ورځ دمخه د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکو د طالبانو د سرې قطعې د یوه قوماندان قاري عثمان او د هغه د څلورو ملګرو د وژل کېدو خبر ورکړی.
هغه قوماندان د جوزجان په قرقین ولسوالۍ کې په هوایي حمله کې وژل شوی و.
