جان بس: د ولسمشر غني وروستۍ څرګندونې مایوسوونکې دي
جان بس پرون د سپټمبر په ۲۶مه پر ټوېټر لیکلي چې د ولسمشر غني پر دې کار چې د (یو. اېس اېډ) فوق العاده ښه کار او په ټول افغانستان کې د خلکو د ژوند د ښه کولو لپاره د دوی هڅې یې له پامه غورځولي، مایوس دی.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د چهارشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې د امریکا د نړیوالو پراختیايي مرستو اداره بې کفایته ده او د دې ادارې له لاري افغانانو ته د مرستې له یوه ډالره یوازې لس سنټه رسېږي.
د امریکا د متحدو ایالاتو سفیر د دې خبرو په وړاندې په غبرګون کې د هغو پروګرامونو په اړه معلومات خپاره کړي چې د (یو. اېس اېډ) په ملاتړ د افغانستان په مختلفو سیمو کې ترسره شوي دي.
