دافاع وزارت: په کابل ښار کې شپږ تنه خپلسري وسله وال نیول شوي
دا خبره د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان شېبه مخکې له ازادي راډیو سره په خبرو کې وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې سږکال هم د نورو کلونو په څېر د پخواني جهادي قوماندان احمدشاه مسعود پلویان له موټرو او وسلو سره د کابل ښار واټونو ته راوتلي او د مسعود یادونه کوي.
د یوه بل خبر له مخې، د کابل ښار په تایمني سیمه کې یوې چاودنې درې کسان ټپیان کړل.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، بمې چاودنه د کابل ښار د تایمني سیمې په پنځم سړک کې شوې چې درې ولسي وګړي یې ټپيان کړي دي.
فرامرز وايي، بم مخکې له مخکې د سړک پر غاړه ځای پر ځای شوی و.
