ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي غلام ولي افغان دفتر کې چاودنه شوې
د لومړنیو معلوماتو له مخې په چاودنه کې ښاغلي افغان ته زیان نه دی رسېدلی خو دوه نور کسان ټپيان شوي دي.
د هلمند د والي دفتر مطبوعاتو مسئول زاهد اتل ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه نن له غرمې وروسته په شاوخوا دوو بجو شوې.
د نوموړي په وینا د ښاغلي افغان د دفتر په یوه خونه کې مقناطیسي ماین ځای پرځای شوی و.
تراوسه ددې چاودني مسئوليت چاپه غاړه نه دی اخستی.
