بوریس جانسن له تهرانه وغوښتل ایران کې بندي بریتانوۍ نازنین زاغري خوشې کړي
جانسن دا غوښتنه پرون د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې مطرح کړې ده.
د بریتانیا صدراعظم ویلي چې په دې اړه له روحاني سره مخکینۍ خبرې رغنده وې، خو ډېر یې هم قناعت پرې نه دی حاصل شوی.
نازنین زاغري راتکلف یوه ایراني الاصله بریتانوۍ ښځه ده چې له دریو کلونو راهیسې د لسګونه نورو بهرني تابعیت لرونکو ایرانیانو په څېر، په زندان کې شپې او ورځې سبا کوي.
د بشري حقونو نړیوالې ډلې ایران تورنوي چې په بې ځایه پلمو یې خلک بندیان کړي او ځوروي یې.
