د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې چاودنې شپږ کسان وژلي
د پکتیا د پولیسو ویاند سردار ولي تبسم ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه نن له غرمي مخکي شاوخوا لس بجي پر یوه سراچه ډوله موټر شوې.
ښاغلي تبسم وویل چې په پېښه کې درې سرحدي پولیس او درې عام خلک وژل شوي دي.
تراوسه د برید مسوولیت چا نه دی منلی.
