د ترکیې، ایران او روسیې ولسمشران انقره کې پر سوریې غږېږي
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې تمه ده چې اردوغان، روحاني او پوتین په ادلب کې د سوریې حکومت د پرمختګ په اړه خبرې وکړي.
ادلب د سوریې په شمال لویدیځ کې د حکومت ضد اورپکو وروستۍ اډه بلل کېږي.
روسیې او ترکیې تېر کال په ادلب کې د امن سیمې پر جوړلو هوکړه کړې وه تر څو ادلب د سوریې حکومت له عملیاتو خوندي پاتې شي.
له ۲۰۱۷ میلادي کال راهیسې دا د سوریې د جګړې په اړه د یادو درېیو هیوادونو د مشرانو پنځمه ناسته ده.
د اې اف پي د راپور له مخې د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم کالین تېره میاشت ویلي وو چې درې واړه مشران به د سوریې د اساسي قانون د کمیسیون جوړولو او دا چې دا سیاسي پروسه څنګه پر مخ ولاړه شي، بحث وکړي.
روسیه او ایران د سوریې د ولسمشر بشار اسد ملاتړي دي او ترکیه له ځانګړو وسله والو ډلو ملاتړ کوي.
