د خوندي زون د جوړولو په مقصد ترکي پوځي وسایط سوریې ته واوښتل
د خوندي زون د جوړولو هدف د سوریې په هغو سرحدي سیمو کې چې د کردانو تر ولکې لاندې دي، د امنیت راوستل دي.
پوځي وسایط چې د ترکیې بیرغونه پرې رپېدل، د ترکیې له سرحده ۱۵ کیلومتره وړاندې په داسې حال کې د امریکا له پوځي ګاډو سره یوځای شول چې دوه پوځي هلیکوپټرې یې پرسر الوتلې.
ترکیه په پام کې لري د خوندي زون په جوړولو سره د سوریې یو میلیون کډوال ستانه او په دې سیمه کې ځای پرځای کړي.
