افغان حکومت: د ډیورند کرښه به هېڅ کله د رسمي سرحد په توګه ونه پېژنو
د بهرنیو چارو وزارت دا خبره پرون د سپټمبر په نولسمه په دې اړه یوه اعلامیه کې کړې ده.
د تورخم لار د تېرې چهارشنبې په ورځ ۲۴ ساعته د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه.
په دې اړه مراسمو ته د پاکستان صدراعظم عمران خان هم ورغلی و.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له دې امله له پاکستانه مننه کړې ده.
په هغو عکسونو کې چې پر ټولنیزو رسنیو خپاره شوي، لیدل کېږي چې په تورخم کې پر دروازه په لګېدلې لوحه کې [د تورخم سرحدي ترمینل] لیکل شوی دی.
دې مسئلې پر ټولنیزو رسنیو په افغانانو کې غوغا جوړه کړې ده.
