نهو هېوادونو د سوریې په اړه د روسیې او چین د مسودې پر ضد رأیه ورکړه
دا خبر د روسیې دولتي خبري اژانس تاس خپور کړی دی.
د ملګرو ملتونو لپاره د روسیې دایمي استازي واسلي نیبینزیا تاس ته دا خبره کړې ده.
د امنیت شورا نهو غړو چې امریکا، فرانسه، جرمني، بریتانیا، بلجیم او کوېټ په کې شامل دي، منفي رأیه ورکړې ده.
چین او روسیې د ملګرو ملتونو له سازمانه غوښتنه کړې وه چې په ادلب کې د اوربند ملاتړ وکړي او ټینګار یې کړی و چې په اوربند کې هغه پوځي عملیات نه شاملېږي چې په سوریه کې د پاتې ترورېستي ډلو پر ضد کېږي.
په ملګرو ملتونو کې د روسيې استازي ویلي چې په دې پرېکړه لیک کې هېڅ سیاسي مسئله په پام کې نه ده نیول شوې، بشري اړخ لري او هدف یې په ادلب کې د بشري مرستو لار پرانیستل او په همدې حال کې د ترورېزم پر ضد د مبارزې جاري ساتل دي.
