تېر کال له ۲۹ میلیونو ډېر ماشومان په جګړه ځپلو هېوادونو کې زېږېدلي
یونیسف په یوه راپور کې چې نن د سپټمبر په ۲۰مه خپور شو، ویلي چې دا احصائیه ښيي چې تېرکال په هرو پنځو نویو زېږېدلو ماشومانو کې یوه د خپل ژوند لومړۍ میاشتې په داسې شرایطو کې تېرې کړي دي چې د جګړو له کبله ګډوډي پکې وه او چاپېریال یې تر ډېره حده ناامنه او له فشارونو ډک و.
په راپور کې د یونيسف د اجرائیه مشرې هنریتا فور له قوله ویل شوي چې میندې او پلرونه باید وتوانېږي چې خپلو ماشومانو ته د ژوند د لومړیو شېبو تودوخه ورکړي، خو د میلیونونه کورنیو لپاره چې په جګړه ځپلو سیمو کې ژوند کوي، دا حقیقت له امکان څخه لېرې دی.
مېرمن فور ویلي، په ډېرو هېوادونو کې تشدد او جګړې ماشومانو او د هغو میندو او پلرونو ته د اساسي خدماتو د رسولو پر وړاندې ګڼ شمېر خنډونه رامنځته کړي دي.
