په ګردېز کې د حکمتیار د کمپاین غونډې ته نږدې د هاوان مرمۍ راپرېوتې
د پکتیا ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې ویلي چې ماسپښین مهال د هاوان دوه مرمۍ د ګردېز د تېرې باغ په سیمه کې ولګېدې چې څوک نه دي پکې زیانمن شوي.
بیان زیاتوي چې دا مرمۍ د جمهوري ریاست د کاندید ګلبدین حکمتیار د انتخاباتي کمپاین په ۵۰۰ متره واټن کې ولګېدې.
په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي، د کمپاین دا غونډه چې په خپله ښاغلی حکمتیار هم پکې حاضر و، له دې حملې وروسته ګډوډه شوه.
