د اېرلېنډ او افغانستان کرکټ لوبډلو تر منځ نن پنجشنبه (د سلواغې ۲مه) لومړۍ پنځوس اوریزه سیالۍ وشوه چې افغان لوبډلې د ۱۶ منډو په توپیر دا سیالۍ وګټله.
په دې لوبه کې افغانستان د سیالۍ پچه وګټله او لوبه یې پیل کړه چې په ۵۰ اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۷ منډې وکړې او د ۱۸۸ منډو هدف يې مقابلې لوبډلې ته وټاکه.
د افغانستان د پيل یوه لوبغاړي رحمان الله ګربز ۱۲۷ منډې وکړې.
ګربز په نړیواله کچه ۱۶م لوبغاړی شو چې په خپله لومړۍ نړېواله یو ورځېنۍ لوبه کې سلیزه وهي.
په دې سیالیو کې د افغان لوبډلې... Читать дальше...
په پکتیا کې ماین چاودنې یو تن قومي مشر وژلی او یو بل کس یې ټپي کړی دی.
د پکتیا د پولیسو ویاند حیات الله نظامي ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه د پنجشنبې د ورځې مازدیګر ناوخته د دې ولایت د اریوب ځاځیو ولسوالۍ په خوازي خېلو سیمه کې شوې.
دی وایي، د چسپکي ماین په دې چاودنه کې د حاجي رحیم په نوم یو قومي مشر وژل شوی او یو بل کس ټپي شوی دی.
د یادې سیمې اوسیدونکي حاجي رحیم د دې ولسوالۍ یو له هغو قومي مشرانو بولي چې د خیر ښېګڼې او د سیمې د ارامۍ او د خلکو د یووالي لپاره یې ګڼې هلې ځلې کولې.
دوی وایي،... Читать дальше...
د هند تامیل ناډو ایالت کې د هغه کلي اوسیدونکو چې د امریکا د مرستیالې ولسمشرې کمالا هارېس د مور د زوکړې اصلي سیمه ده، د هاریس د لوړې په ورځ د دعا خوانۍ او خوښۍ مراسم ترسره کړل.
کمالا هارېس لومړنۍ ښځه ده چې د امریکا مرستیاله ولسمشر ټاکل کېږي.
د هغې مور هندۍ او پلار یې جامایکايي دی.
د ایټالیا فوټبال د سوپرجام سیالیو په جریان کې یوونتوس لوبډلې ناپولي ته دوه د صفر په مقابل کې ماته ورکړه.
د تېرې شپې په جالبې سیالۍ کې رونالډو په ۴۶مه دقیقه کې او ورپسې موراتا یوونتوس لوبډلې ته ګولونه ووهل.
د ناپولي لوبډلې په ۷۵ پاینالټي امتیاز ترلاسه کړ، خو ونه توانېد چې د یوونتوس په وړاندې کوم ګول ووهي.
دا د یوونتوس لوبدلې د ایټالیا د سوپر جام په سیالیو کې نهمه بریا ده چې ترلاسه کوي یې.
پامیر لوبډلې د هرات له شلو کلونو د کم عمره ځوانانو د فوټبال جام سیالیو اتلولي وګټله.
د هرات ولایت د روزشي ادارې فني مسول ضیاالحق ضیا نن پنجشنبه (د سلواغې ۲مه) ازادي راډيو ته وویل چې دغه سیالۍ له تېرو دوو میاشتو راهیسې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ روانې وې.
ښاغلی ضیا زیاتوي، په یادو سیالیو کې د پامیر او سرخ پوشانو لوبډلې توانېدلې وې چې پای لوبو ته لاره پیدا کړي.
د پامیر او سرخ پوشانو ترمنځ وروستۍ لوبه تېره ورځ وشوه چې په پایله کې پامیر درې د دوه په مقابل کې سرخ پوشانو لوبډلې ته ماته ورکړه او د سیالو... Читать дальше...
د عراق په پلازمېنه بغداد کې دوو پرله پسې ځانمرګو بریدونو لږ تر لږه ۲۸ تنه وژلي او ۷۳ نور یې ټپیان کړي دي.
دا په بغداد کې له تېرو دوو کلونو راهیسې تر ټولو خونړۍ حمله بلل شوې ده.
دا بریدونه نن تیاران څلور لارې ته نژدې هغه سر خلاصي مارکیټ کې وشول چې لیلامي کالي په کې خرڅیږي او د کرونا له لګول شویو بندیزونو وروسته په کې ګڼه ګوڼه ډېره وه.
د عراق د کورنیو چارو وزارت ویلي، لومړني ځان مرګي د همدې مارکیټ دننه لومړی ځان په ناروغۍ اچولی و، کله چې خلک ور ټول شول، په ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي یې وچوول. Читать дальше...
کملا هاریس لومړنۍ ښځه چې د امریکا د ولسمشر د مرستیالۍ تر څوکۍ ورسیده، د هندي مور او جامایکايي پلار لور ده. په دې راپور کې د یوې داسې میرمنې ژوند ته کتنه کوو چې د امریکا په تاریخ کې یې نوې پاڼه پرانیسته.
د افغانستان ټولو حکومتي ادارو ولس ته د حساب ورکولو لړۍ پرون چهارشنبه (د سلواغې ۱مه) پیل کړه.
نن پنجشنبه یې د افغانستان د نورم او سټنډرډ ملي ادارې د خپل یو کال لاسته راوړنې او ترسره کړي کړنې د رسنیو له لارې له ولس سره شریکې کړې.
د دې ادارې رئیس عزیز احمدزی وايي، سره له دې چې کرونا ویروس په ۱۳۹۹ کال کې ټول کارونه له عادي حالته غیر نورمال حالت ته اړولي وو، خو بیا هم د "انسا" یا د نورم او سټنډرډ ادارې له خوا د حکومت خزانۍ ته په میلیونونو افغانۍ ور زیاتې شوي دي.
ښاغلي احمدزي زیاته کړه: "په ۱۳۹۹کال... Читать дальше...
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، ډېر ژر به دغه هېواد کې د سولې په اړه د اسلامي نړۍ د علماوو 'تاریخي' غونډه ترسره شي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغې غونډې د جوړېدو خبره په ریاض کې د اسلامي نړۍ د اړیکو مشر شیخ محمد بن عبدالکریم العیسی د بهرنیو چارو له وزیر محمد حنیف اتمر سره د لېدو پر مهال کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې که څه هم د دغې غونډې دقیق وخت او ځای نه دی ښودل شوی، خو ویلي یې دي، دغه غونډه کې به د افغانستان کړکېچ ته له دیني نظره د حل لارې چارې ولټول شي.
د اسلامي نړۍ د... Читать дальше...
که څه هم د سولې خبرو دوهم پړاو له پیله تر دې دمه د افغان دولت مذاکراتي پلاوی د دواړو لورو ترمنځ پر اجنډا د بحث خبر ورکوي، خو طالبان تراوسه د افغان دولت پلاوي سره مذاکراتو لپاره چمتو نه دي.
تازه طالبانو ویلي چې د بین الافغاني مذاکراتو پر وړاندې اساسي ستونزه د یادې ډلې او امریکا ترمنځ د شوې هوکړې نه پلي کول دي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم، ازادي راډیو ته په استولي پیغام کې لیکلي: "د ستونزو د حل لار د هوکړې عملي کول دي، د بندیانو خوشې کېدل او د تورو لېسټونو له منځه وړل د هوکړې... Читать дальше...
سره د دې چې قطر کې د افغان او طالب پلاوو تر منځ د سولې خبرې روانې دي، تازه په سوېل ختیځ زون کې د ۲۰۳ تندر قول اردو مسولینو تصمیم نیولی چې په پکتیا او خوست ولایتونو کې د سیمه ییزې اردو لپاره درې زره کسان وګماري.
دوی وایي، په پکتیا کې د سیمه ییزو پولیسو تشکیلات ختموي او پرځای یې د سیمه ییز اردو ځواک رامنځته کوي.
د سیمه ییزو پولیسو د تشکیلاتو د ختم له پرېکړې د دې ولایت یو شمېر اوسیدونکي هرکلی کوي او وایي، سیمه ییزو پولیس په فساد کې ښکېل و، د دندې پر مهال د شخصي غوښتنو په نظر کې نیولو تر څنګ د مسلکي... Читать дальше...
د امریکایي رسنیو د راپور له مخې د امریکا پر بهرنیو نشراتو د څار سازمان مشر مایکل پک د ولسمشر جوبایډن په غوښتنه یې له دندې استعفا کړې.
د "یو.اېس.اې.جي.ایم" سازمان د ازادې اروپا/ ازادي راډیو او امریکا غږ په ګډون د امریکا په نورو نړیوالو رسنیو د څار دنده لري.
واشنګټن پوسټ، د امریکا عمومي ملي راډیو او واشنګټن اګزماینر رسنیو پر خپلو ټویټرپاڼو دا خبر خپور کړی دی.
پک هم له دندې استعفا کړې، خو تر اوسه ښاغلي بایډن په رسمي ډول نه ده منلې.
مایکل پک په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د امریکا پر رسنیو د څار سازمان... Читать дальше...
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له ایرلنډ سره نننۍ لوبه کې ښه بیټینګ یا توپ وهنه وکړه او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۸۸ منډو هدف وټاکه.
دا د دواړو ټیمونو ترمنځ د پلان شوېو درېیو پنځوس اورېزو لوبو لومړنۍ سیالۍ ده چې نن پنجشنبه (د سلواغې ۲مه) په اماراتو کې ترسره کېږي.
د افغانستان د پيل یوه لوبغاړي رحمان الله ګربز ۱۲۷ منډې وکړې.
وروسته به معلومه شي چې د ایرلنډ لوبډله به دغه هدف پوره کړي او که به افغان لوبډلې ته لومړنۍ ماته مني؟
د دغو دواړو ټیمونو ترمنځ دوهمه او درېیمه سیالۍ د جنورۍ په ۲۴مه او ۲۶مه نېټه کېږي.
پاکستاني چارواکي وایي، د دوی د حکومتي ملېشې څلورغړي د ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.
پر دغو ملېشو پرون چهارشنبه د بلوچستان ایالت د کوټې جنوب ختیځ ته په دوه سوه کیلومترۍ کې د کهلو په سیمه کې هغه مهال چاودنه وشوه چې په ګزمه بوخت وو.
په چاودنه کې د دغو ملېشو پنځه نور غړي ټپیان شوي دي.
تراوسه کومې ډلې د دغې چاودنې مسولیت نه دی اخیستی.
په بلوچستان کې څه موده وړاندې په یوه مخامخ وسله وال برید کې ۱۳ کان کیندونکي هم وژل شوي وو.
پر کان کیندونکو د برید مسولیت داعش ډلې منلی و.
د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان سولې د خبرو پیل له خپلو مهمو بریاوو څخه شمېره. خو د ټرمپ دا " بریا" افغانان څه ډول ارزوي؟ ایا ټرمپ ريښتیا افغانستان کې سولې ته لاره پرانیسته ؟ په دی راپور کې همدې پوښتنې ته ځواب لټوو.
په کندز کې یو ځل بیا جګړو زور اخېستې او هره شپه د دې ولایت ولسوالۍ او د ښار شااوخوا سیمې د وسله والو او د دولتي ځواکونو ترمنځ د درنو جګړو او نښتو شاهدانې وي.
دا جګړې نه یوازې چې د خلکو څخه د سر او مال قرباني اخلي، بلکې دې ساړه ژمي کې یې ګڼې کورنۍ خپلو مېنو پرېښودو ته اړ اېستي.
په کندز کې د جګړو له امله بې ځایه شوي کډوال وايي، هماغومره چې سږنی ژمې په کندز کې د نورو کلونو پرتله سوړ دی، د جګړو ډګر هماغومره تود دی.
دوی وايي، د سپکو او درنو وسلو د ډزو غږونه د کندز ښار شااوخوا سیمو او ولسوالیو... Читать дальше...
د افغانستان کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، هڅې روانې دي چې سږ کال اماراتو ته د صادراتو کچه څو برابره زیاته شي.
د دغه وزارت د اوبو لګولو او طبعیي سرچینو مرستیال حشمتالله غفوري وايي چې ۱۳ کرنیز توکي چې کولای شي د متحده عربي اماراتو د مارکېټ غوښتنې ته ځواب ورکړي، باید په جدې توګه پرې کار وشي.
ښاغلی غفوري زیاتوي، له هغو سوداګرو سره چې متحده عربي اماراتو ته کرنیز محصولات صادروي، د هوایي دهلېز او ځمکني ټرانسپورت په برخه کې د دوی د ستونزو او دغهراز د پروسس، بستهبندۍ، سرټیفکېټونو او د مېوو... Читать дальше...
د افغانستان د مالیې وزارت وايي چې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجې په درېیمه مسوده کار روان دی او د رارونې اوونۍ په پيل کې به د تصویب لپاره ولسي جرګې ته واستول شي.
د مالیې وزارت مرستیال عبدالحبیب ځدراڼ وايي چې د دغه وزارت تخنیکي ډلې ۱۷ ولایتونو ته سفرونه کړي او د دې ولایتونو له مدني ټولنو، د سیمې له خلکو، دیني علماوو، خصوصي سکټور او ولایتي چارواکو سرهیې په ملي بودجه کې د هغوی د اړتیاوو او لومړیتوبونو شاملولو په موخه سلا مشورې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د ولسي جرګې په بودجه کې د ناانډولۍ،... Читать дальше...
ملګري ملتونه وايي، افغانستان په سوېلي اسیا کې هغه هېواد دی چې د خوارځواکۍ له اړخه ډېر ماشومان پهکې ژوند کوي.
دغه سازمان په خپل تازه راپور کې د خوراکي خوندیتوب له کبله د افغان ماشومانو وضعیت اندېښمنوونکی بللی.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو څخه د ملاتړ بنسټ یا یونېسف په خپل یوه تازه راپور کې چې د سلواغې په لمړۍ خپور شوی لیکلي، اوسمهال په افغانستان کې له هرو ۱۰ بېوزلو ماشومانو څخه ۵ یې د تلپاتې خوارځواکۍ نهبدلېدونکې نښې لري.
په دې راپور کې افغانستان د هغو ۲۳ هېوادونو له ډلې په دوهم مقام کې دی چې د خوراکي خوندیتوب له اړخه په بد حال کې دي. Читать дальше...
تېره شپه ځانګړو کمانډو ځواکونو د هلمند ولایت "نهرسراج" ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه زندان عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې د یوه پخواني پوځي په ګډون ۲۷ کسان خوشې شول.
دفاع وزارت نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې له دغو زندانیانو سره چې نهدي ویل شوي هغه څوک دي، د طالبانو له لوري د اسلامي اصولو او بشري حقونو خلاف بد چلند شوی، سخت شکنجه شوي او ځورول شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې د دغو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو د زندان یو ساتونکی وژل شوی او یوه اندازه وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي. Читать дальше...
د البانیا دفاع وزارت په افغانستان کې د خپل یوه سرتېري وژل تأیید کړل.
دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې پرون چهارشنبهیې خپره کړې ویلي چې وژل شوي سرتېري یې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت کې دنده ترسره کوله.
دفاع وزارت یوازې دومره ویلي چې دا پېښه د سې شنبې په ماښام شوې، خو د ځای او څرنګوالي په اړهیې نور جزئیات نهدي ورکړي.
دا د البانیا چې په ۲۰۰۹ کال د ناټو غړې شوې، دوهم سرتېری دی چې د سولهساتو ځواکونو په نړیوال مأموریت کې وژل کېږي.
البانیا په افغانستان کې ۹۹ سرتېري لري چې د کابل او هرات په اډو کې دېره دي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي، مخکېني ولسمشر ډونالد ټرمپ ورته په سپینه ماڼۍ کې له سخاوته ډک یو لیک پرېښی دی.
دا هغه دود دی چې ولسمشرانیې د خپل کار په وروستیو ورځو کې ترسره کوي، خو د ټرمپ لیک له دې پلوه هم مهم بلل کېږي چې هغه ډېر دودونه تر پښو لاندې کړي و، بایډن تهیې خپله ماتې نهوه ومنلې، نهیې هغه ته مبارکي ورکړې او نهیې هم پرون د هغه د لوړې په مراسمو ګډون کړی دی.
بایډن چې پرونیې د امریکا د ۴۶ م ولسمشر په توګه لوړه وکړه، په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته د دغه لیک محتوا په ډاګه نهکړه او ویېویل... Читать дальше...
د امریکا نوي ولسمشر جو بایډن پرون یو اجرائیوي فرمان لاسلیک کړ چې متحده ایالات بېرته د پاریس د اقلیم له تړون سره یوځای کوي.
بایډن په سپینه ماڼۍ کې په خپل دفتر کې وویل چې متحده ایالات د اقلیم له بدلون سره مبارزه په داسې بڼه مخ ته یوسي چې تر اوسهیې مخ ته نهده وړې.
هغه ژمنه وکړه چې متحده ایالات به دغه تړون ته چې د نړۍ ډېرو هېوادونو په ۲۰۱۶ کال لاسلیک کړی او د نړۍ تودوخه محدودوي، ژمن پاتې شي.
مخکېني ولسمشر ډونالد ټرمپ د ۲۰۲۰ کال په نومبر کې رسماً خپل هېواد له دغه تړونه وایست چې نړیوالو پرې سخت انتقادونه وکړل. Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو نوي ولسمشر جو بایډن پرون د کار په لومړۍ ورځ څو اجرائیوي فرمانونه صادر کړل چې د یو لړ مهمو کورنیو او نړیوالو مسایلو په اړه د مخکېني ولسمشر ډونالد ټرمپ تګلاري باطلوي.
په یوه اجرائیوي فرمان کې د ټرمپ هغه پالېسي لغوه کېږي چې د امریکا متحده ایالاتو ته د اکثریت مسلمان مېشتو هېوادونو د وګړو پر ننوتو بندیز لګولی و.
سپینې ماڼۍ دغه پالېسي پر مذهبې ریښو ولاړه له بهرنیو د وېرې پالېسي بللې ده.
د ټرمپ لهخوا د دغې پالېسۍ له مخې چې هغه په ۲۰۱۷ کې اعلان کړې وه، متحده ایالاتو ته د... Читать дальше...
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت "تاریخي" بللی او ټینګار یې کړی چې دا موقع باید له لاسه ونهوځي.
ستیفانو پونتېکورو پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د سولې د داسې هر اړخیز تړون ملاتړ کوي چې په خبرهیې د افغانستان مهمې لاسته راوړنې پهکې خوندي شي.
پونتېکورو دا څرګندونې پرون ماښام له پخواني جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف او د اسلامي وحدت ګوند له مشر محمد کریم خلیلي سره تر لیدو کتو وروسته کړې دي.
پونتېکورو له تېرو څو ورځو راهیسې له افغان چارواکو او یو شمېر سیاستوالو سره د سولې په تړاو د خبرو لړۍ پیل کړې ده. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Депутат Московской областной Думы провела осмотр ФОКа в Волоколамске
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Арина Соболенко
Соболенко: я предпочитаю смотреть мужской теннис, а не женский
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Москвичам назвали пять мест, где можно полюбоваться цветущей сакурой
Путин в России и мире
Москва
Строители мостов и дорог удостоены государственных наград
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Минск не исключает попыток оппозиции оторвать часть территории Белоруссии в пользу НАТО
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Захарова: встречи по продвижению "формулы Зеленского" дают Киеву чувство вседозволенности
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Шапка
Шапки женские вязаные на Wildberries, 2024 — новый цвет от 392 руб. (модель 466)
Москва
В Московской области сотрудники Росгвардии задержали подозреваемого в краже дорогостоящего электрооборудования
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net