123ru.net
Pa.azadiradio.com
Январь
2021

Новости за 25.01.2021

"د تاجکستان دولت له تن پلورونکو خپل بچي اخلي"

Pa.azadiradio.com 

په تاجکستان کې هڅې روانې دي چې د تن پلورونکو ښځو ماشومان ترې ستانه او دولت یې سرپرستي په غاړه واخلي. موجوده، د پارلمان او حکومتي چارواکو هغو هڅو خواشیني کړې چې تن پلورونکې ښځې او جنسي کاروباریان د ماشومانو له لرلو محروموي. څه باندې دېرش کاله عمر لري. په وروستیو څو کلونو کې یې د دوشنبې په یوه څنډه کې تن پلورونکو ښځو ته د مشتریانو په پیدا کولو ګوزاره چلولې ده. له دولته ګیله منه ده وايي د دې پر ځای چې ماشومان ترې واخلي ښه ده چې دولت بدیل کارونه ورته پیدا کړي څو دوی ځان او بچیان ماړه وساتي او تن پلورنې ته اړې نه شي. Читать дальше...

"بهرنيو توکو د بلخي کلالانو د توليداتو بازار له ماتې سره مخ کړى"

Pa.azadiradio.com 

په بلخ ولایت کې کلالان وايي، چې د بهرني توکو د وارداتو له امله اوس مهال په داخلي بازارونو کې د هغوی لاسي تولیدات خرڅلاوی له ماتې سره مخ دی. د بلخ کلالان وايي چې"چینايي توکو زمونږ ډوډۍ له دسترخوانه ورکه کړې." دا د ۶۸ کلن حاجي عبدالقیوم خبرې دي، چې له ۵۲ کلونو راهیسې په مزارشریف ښار کې کلالي کوي. کلالي د افغانستان له قدیمي او یو وخت مهمو صنایعو څخه شمېرل کېږي. خو اوس په داخلي بازارونو کې د وارداتي او ارزان قیمته توکو له امله یې بازار له ماتې سره مخ دی. په مزارشریف کې حضرت علي ته د منسوب زیارت... Читать дальше...

د بې پولې خبریالانو ټولنې د پاکستاني چارواکو وروستى بربنډ سانسور غندلی

Pa.azadiradio.com 

د بې پولې خبریالانو ټولنې د پاکستاني چارواکو هغه بربنډ سانسور غندلی چې په نتیجه کې یې بي بي سي له یوه خصوصي پاکستاني ټلویزیوني چینل سره په اردو ژبه د خبرونو خپرېدل درولي دي. بي بي سي ویلي، چې چارواکو د دوی په خپرونو کې مداخله کوله.  د بې پولې خبریالانو د آسیاپسفیک د څانګې مشر ډانیل بسټارډ نن په یوه خپاره کړي بیان کې وویل چې له AAJ ټلویزیون سره د بي بي سي د قرارداد د لغوه کولو پرېکړه دا مانا لري چې بي بي سي له دې ډډه کړې چې پر دغه چینل د پاکستاني چارواکو له خوا لګول شویو بندیزونو ته په ګونډو شي. Читать дальше...



اکسفام: د خپرې شوې کرونا وبا له امله په نړۍ کې ١٠ کسان شتمن شوي

Pa.azadiradio.com 

اکسفام چې په نړۍ کې له بېوزلۍ سره مبارزه کوي، وایي، د خپرې شوې کرونا وبا له برکته په نړۍ کې لس کسان دومره شتمن شوي چې پیسې یې د ټولې نړۍ وګړو ته د کوویډ۱۹ ناروغۍ ضد واکسین له پېرلو هم زیاتې دي.   دغې نړیوالې مرستندویه ټولنې په یوه راپور کې  چې نن یې خپور کړی، د ډېرو شتمن شویو کسانو په ډله کې د امازون د کمپنۍ مشرجیف بیزوس، د فیسبوک موسس مارک زاکربرګ او د تیسله کمپنۍ موسس ایلون مسک ښودلي چې د دغې وبا له برکته یې ټوله شتمني ۵۴۰ ملیارډ ډالره زیاته شوې ده. اکسفام دغه راز ویلي، دا دومره شتمني ده چې... Читать дальше...

ارغندیوال: پر ما لګېدلي تورنه ټول بې اساسه دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د مالیې وزارت لرې شوی وزیر عبدالهادي ارغندیوال وايي، په ده لګېدلي تورنه ټول بې اساسه دي. نوموړي په کابل کې د یوې خبرې ناستې پرمهال وویل، د افغان جمهور رییس تر څنګ یو حلقه فعالیت لري چې هر کله یې ګټي په خطر کې شي دغه ډول دسیسې جوړوي. هغه وايي، اوسنی حالت سم نه دی او په دې وضیعت کې کار کول ډېر سخت دی. نوموړي زياته کړه: "زموږ خلکو ته هم دغه واقعیت معلوم دی چې یوې حلقې د جمهور رییس شاوخوا محاصره کړې او له بده مرغه رییس جمهور هم ډېری وخت له واقعیتونو نه خبرېږي، کله چې ددغې حلقې ګټې... Читать дальше...

په عربستان کې ښځینه موډلانو د جامو ننداره وړاندې کړه

Pa.azadiradio.com 

د سعودي عربستان موډلانو پرون د دې هېواد په پلازمېنه ریاض کې د بلجیم د سفارت په انګړ کې د لامبو د یوه حوض په غاړه د جامو یوه ننداره یا فیشن شو اجراکړه. دغه موډلانې چې دودیزې عبایا جامې یې په تن وې، په نوې بڼه د یوې عصري مېرمنې لپاره د دغو جامواغوستل یې نندارې ته وړاندې کړل. د بلجیم د سفارت له خوا تنظیم شوې دغه ننداره کې د سعودي د ملکې صفیه حسین له خوا ډیزاین شوې جامې چې د سعودي د کلتور تر نفوذ لاندې د لویدیځ د مختلفو ډولونو یوګډ ترکیب دی، وښودل شوې. د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان... Читать дальше...

ننګرهار کې د "جلال اباد خواړه" په نوم نندارتون جوړ شو

Pa.azadiradio.com 

ننګرهار کې د لومړي ځل لپاره د جلال اباد خواړه په نوم نندارتون جوړ شو. د جلال اباد خواړه؛ د هغې مېلې او نندارتون نوم چې په لومړي ځل نن په کې د ننګرهار مشهور خواړه نندارې او خوراک ته ایښودل شوي وو. د خوړو مېله او د بېلابېلو کرنیزو توکو، لاسي صنایعو او نورو کورنیو تولیداتو او محصولاتو دغه نندارتون د جلال اباد ښاروالۍ او کرنې ریاست په همغږۍ جوړ شوی و چې په کې لسګونه توکي او د ننګرهار ۱۸ ډوله خواړه نندارې ته ایښودل شوي وو. د جلال اباد په سراج العمارت بڼ کې په دې مراسمو کې د افغانستان د کرنې مالدارۍ... Читать дальше...

"امریکا له طالبانو سره د کړې هوکړې د ارزونې وروسته افغان حکومت سره مشوره کوي"

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان جمهور رییس وايي، د امریکا امنیت شورا له طالبانو سره شوې هوکړه له سره څېړي او له هغې وروسته له افغان حکومت سره په دې اړه مشوره کوي. په امریکا کې د نوې ادارې له رامنځته کېدو او د دواړو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو له ټیلفونې خبرو وروسته، اوس افغان حکومت وايي، امریکا له طالبانو سره کړې هوکړه بیا ځلي څېړې او له افغان حکومت سره پرې مشوره کوي. جمهور رییس محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې وویل، اوس له امریکا سره د اړیکو نوی باب پرانیستل شوی او دغه اړیکې لا پراخېږي.  ... Читать дальше...



په بېلاروس کې لسګونه اعتراض کوونکي نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

په بېلاروس کې د الکساندر لوکاشينکا پر ضد د اعتراضونو په دوام د تیرې ورځې په اعتراضونو کې نږدې ۱۶۰ کسان نیول شوي دي. دغه اعتراضونه په اګست میاشت کې د ولسمشرۍ د شپږمې دورې لپاره د لوکاشينکا د بیا ټاکل کېدو په وړاندې په بېلاروس کې پیل شوي دي. معترضان ادعا کوي، چې په دغو انتخاباتو کې درغلي شوې ده. د بېلاروس چارواکو د دغو اعتراضونو په ترڅ کې په زرګونو کسان نیولي دي.

په غزني کې وسله والو د سرې مياشتې ټولنې ٢ کارکوونکي ټپیان کړي

Pa.azadiradio.com 

په غزني کې د سرې میاشتې د ټولنې پرکارکونکو په وسله وال برید کې د دې ټولنې دوه تنه کارکوونکي ټپیان شوي دي. په سیمه کې د دغې ټولنې رييس سمیع الله صدیق نن ازادي راډیو ته وویل، چې دغه برید نن غرمه مهال د دوی د هغو کارکونکو د موټرو پر کاروان شوی چې په قره باغ ولسوالۍ کې د بشرپالنې د خدمتونو تروړاندې کولو وروسته بېرته راګرځېدل. هغه زياتوي: "د کابل ـ کندهارپه عومي سړک باندې، غزني ښار ته څېرمه د نوغي په کلي کې پرې وسله وال برید شوی چې له بده مرغه زموږ دوه تنه همکاران ټپیان دي او موټرو ته هم زیان رسېدلی... Читать дальше...

په افغانستان کې ډیجیټل او انټرنېټي ټلویزیوني خپرونو ته زمینه برابرېږي

Pa.azadiradio.com 

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره يا اترا وایي، ډېر ژر به په افغانستان کې ډیجیټل او آی پي یعنې انټرنېټي ټلویزیوني خپرونو ته زمینه برابره کړي. د دې ادارې ویاند سعید شینواري ازادي راډیو ته په دې اړه چې دا به د ټلویزیونې خپرونو په برخه کې څه ډول اسانتیاوې رامنځته کړي، وویل: "په دې سره به په افغانستان کې خلک په نوې بڼه، په ښه کیفیت ټلویزیوني نشراتو او هم د آی پي له لارې نشراتو ته لاسرسی ولري. په دې سره به د ټلویزیونو عواید هم ښه شي."  تر دې مخکې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې يا اترا رئیس عمر منصور... Читать дальше...

د اوسپنې پټلۍ اداره: د امنیت نشتون د پروژو د پلي کولو پر وړاندې لویه ستونزه ده

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان اوسپني پټلۍ اداره، په هېواد کې د امنیت نشتون د پروژو د پلي کولو پر وړاندې لویه ستونزه یادوي.  ملت ته د حساب ورکولو د پروګرام په دوام نن د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې او کار ټولنیزو چارو وزارت خپل کلني راپورونو وړاندې کړل. د افغانستان اوسپني پټلۍ اداره د خپلو پروژو پلي کولو پر وړاندې د امنیت، تخصصي کسانو او د تجهیزاتو نشتون عمده ستونزې یادوي. د دې ادارې مشر یما شمس وویل، د اوسپنې پټلۍ اداره خپلې هڅې کوي چې افغانستان له سيمې او نړۍ سره وصل کړې خو په دغه هېواد  کې نا امني يې پر وړاندې لوی خنډ دی. Читать дальше...

روغتیا وزارت: په افغانستان کې د کرونا ويروس اغېز مخ پر کمېدو دی

Pa.azadiradio.com 

افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، په دغه هيواد کې د کرونا ويروس اغېز مخ په کمېدو دی. د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، د نړیوالې ټولنې په مرسته به تر راتلونکې سرطان میاشتې پورې ۲۰ سلنه خلکو ته د کرونا ویروس  ضد واکسین زمینه برابره کړي. د دې وزارت مرستیال ویاند، نورالله تره کي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د روغتیا نړيوال سازمان،د واکسین نړیوالې ټولنې،نړیوال بانک او د اسیا پراختیایي بانک په مرسته به د راتلونکو دوو کلونو تر پایه ۴۰ سلنه افغانان واکسین شي. نوموړی وایي، چې وروستیو دوه... Читать дальше...

د ارزګان ځينې فعالانې: له نامعلومو ادرسونو ګواښول کېږو

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان کې یو شمېر ښځینه فعالاني وايي، له نامعلومو ادرسونو ورته ګواښونه کېږي.  په افغانستان کې د یو شمېر خبریالانو او مدني فعالانو تر وژل کېدو وروسته اوس په ارزګان ولایت کې یو شمېر هغه فعالانې چې د ښځو د حقوقو لپاره مبارزه کوي، وايي چې په دې ورستیو کې په مرګ ګواښل شوي دي. په ارزګان ولایت کې د ښځو د همغږۍ ټولني مشرې نازو سنګر ازادي راډيو وویل، چې یو شمېر نا معلومو کسانو ګواښونه ورته کړي چې له مدني فعالیت څخه دې لاس واخلي او په خبره يې دغه ګواښوونه ورته پر ټيلیفون کېږي. نوموړې وايي، د دغو ګواښونو... Читать дальше...

د هلمند د جګړې بېځايه شوې کورنۍ خواړه او سرپناه غواړي

Pa.azadiradio.com 

د هلمند د جګړو څخه بېځايه شوې کورنۍ، خواړه او سرپناه غواړي. هغه کډوال چې د هلمند وروستیو جګړو له خپلو کورنو بې ځایه کړي وايي، ژمي یې د کډوالۍ ستونزې څو چنده زیاتې کړي. دوی له دولت او مرستندویه ادارو د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي. په دې اړه نور حال د ازادی راډيو خبریال شریف الله شرافت راکوي:

کابل کې د هدفي وژنو او چاودنو دوام؛ نن د "ایټالیا سفارت" پر یوه موټر چاودنه وشوه

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د هدفي وژنو او چاودنو په دوام، د دوشنبې په سهار د ایټالیا سفارت اړوند یو موټر په نښه شوی. د کابل امنیه قوماندانۍ دننه یوه سرچینه چې نه‌غواړي نوم‌یې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، په دې پېښه کې د سفارت کارکوونکو ته ځاني زیان نه‌دی اوښتی. سرچینه په دې اړه ډېر جزییات نه‌ورکوي. په کابل کې د ایټالیا سفارت تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي. په ورته وخت کې د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز مني چې د کابل ښار د څلورمې ناحیې په پروان دو سیمه کې چاودنه شوې. ښاغلي فرامرز ازادي راډیو ته وویل... Читать дальше...

شاهین قول اردو: بلخ کې ۱۱ وسله‌وال طالبان ووژل شول

Pa.azadiradio.com 

د ۲۰۹ شاهین قول اردو په بلخ کې طالبانو ته د مرګ‌ژوبلې خبر ورکوي.  دې قول اردو نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې تېره شپه طالبانو د دې ولایت په شولګره ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل چې د درېیمې لوا د کمانډو د درېیم کنډک پوځیانو هغه په شا وتمبول او د نښتو په پایله کې ۱۱ طالبان ووژل شول او ۶ نور یې ټپیان شول.

اندونیزیا د تېلو یو ایرانی ټانکر او د پاناما یوه بېړۍ ضبط کړي

Pa.azadiradio.com 

اندونیزیا وایي، د دې هېواد په جنوب ختیځو اوبو کې یې د تېلو یو ایرانی ټانکر او د پاناما یوه بېړۍ چې په غیر قانوني توګه‌یې تېل لیږدول، ضبط کړي دي.  له دې مخکې ایران تورن شوی چې پر دې هېواد د امریکا له‌خوا له لګول شویو بندیزونو څخه د ځان تېر ایستلو لپاره د تېل وړونکو بېړیو د رادار سیستمونه غیر فعال کوي.  د اندونیزیا د سمندري چارو د امنیت ادارې نن وویل چې د اومه تېلو دغه سترې لېږدونکې کښتۍ یې چې پر یوې د ایران بیرغ او پر بلې د پاناما بیرغ رپېده، یوه ورځ مخکې د کالمانتان ولایت په سواحلو کې ضبط کړي. Читать дальше...

امریکا له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې خپل فعالیتونه نن له سره پیلوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالات له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې خپل فعالیتونه نن په لوړه کچه له سره پیلوي. هالند د پاریس د اقلیمي تړون په چوکاټ کې د اقلیمي بدلون د سرمشریزې کوربه دی. تمه ده د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر جان کري چې اوس وخت د امریکا د ولسمشر جو بایډن له‌خوا د اقلیمي بدلون په چارو کې د خاص استازي په توګه ټاکل شوی په دې سرمشریزه کې ګډون وکړي. دا به د اقلیمي بدلون لپاره د امریکا متحده ایالاتو د فعالیتونو د بیا پیل لومړنی رسمي کار وي. د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن... Читать дальше...


Музыкальные новости
Владимир Спиваков

Концерт благотворительного фонда Владимира Спивакова прошел в Солнечногорске





Персональные новости
Шапка

Шапки женские вязаные на Wildberries, 2024 — новый цвет от 392 руб. (модель 466)





چارواکي: غزني او بغلان کې ۱۹ وسله‌وال طالبان ووژل شول

Pa.azadiradio.com 

د ۲۰۳ تندر قول اردو د غزني په قره‌باغ ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو د بریدونو د په شا تمبولو او دې ډلې ته د درنې مرګ‌ژوبلې خبر ورکوي.  د دې قول اردو د مطبوعاتو د برخې مسؤل ایمل خان مومند رسنیو ته په یوه صوتي پیغام کې ویلي: "تېره شپه ترهګرو طالبانو د غزني ولايت د قره‌باغ ولسوالۍ اړوند د «چوک زردالو» سیمه کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو په پوستو ډله‌ییز بریدونه وکړل. دغه بریدونه د ګډو دفاعي، امنیتي او هوایي ځواکونو د کلک غبرګون په پایله کې په مکمل ډول د ماتې سره مخ او په شا وتمبول شول چې د ګډو امنيتي... Читать дальше...

کوبیا له متحدانو سره د اړیکو اعاده کېدو په اړه د بایډن د څرګندونو هرکلی وکړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي رولاند کوبیا د امریکا د نوي ولسمشر جو بایډن د هغو څرګندونو هرکلی کړی چې د لوړې په مراسمو کې یې په نړۍ کې له خپلو متحدانو سره د اړیکو د بېرته اعاده کېدو په اړه کړې وې.  کوبیا پرون په یوه ټویټ کې د بایډن دې خبرې ته چې ویلي یې دي موږ به خپل ائتلافونه بېرته ترمیم کړو ويلي، دا به په افغانستان کې نړیوالې هڅې چې د دې هېواد د وګړو د ښه ملاتړ لپاره د ګډو پرېکړو او په عملي چارو کې د همغږۍ لپاره ورته اړتیا ده، له سره تنظیم کړي.  ښاغلی کوبیا دا څرګندونې داسې... Читать дальше...

هېواد: د افغانستان په اړه د پاکستان پالېسي نه‌بدلېدونکې ده!

Pa.azadiradio.com 

افغانستان افغانستان ورځپاڼې د نا امنیو له امله له هېواده د یو شمېر خبریالانو وتلو ته اشاره کړې او د خبریالانو د ملاتړ په ټولنو يې هم نیوکې کړي چې لا تر اوسه نه‌دي توانېدلي د خبریالانو دوسیې وڅېړي. ورځپاڼې ليکلي، د دې لپاره چې خبریالان په اسانۍ هدف ګرځي او بیا د پوښتنې څوک نه‌شته، نو ډېری يې اړ شوي چې هېواد پرېږدي او بهر ته ولاړ شي. ورځپاڼې لیکلي، که څه هم په تېرو څو کلونو کې د خبریالانو په وړاندې ۱،۶۰۰ قضیې ثبت شوي، خو په وینا یې له دې شمېر یوازې اته‌یې څېړل شوې دي. وړاندې ټینګار شوی چې د... Читать дальше...

د هالند دوو ښارونو کې د کرونا له کبله د لګول شویو بندیزونو ضد مظاهرې وشوې

Pa.azadiradio.com 

د هالند په دوو ښارونو کې پرون خلکو د کرونا له کبله د لګول شویو بندیزونو پر ضد مظاهره وکړه او له پولیسو سره ونښتل. د جنوبي ښار ایندهوون (Eindhoven) مرکز کې سلګونه مظاهره‌چیانو اورونه بل کړل او پولیس‌یې په ډبرو ویشتل. پولیسو د مظاهرې د تیت او پرک کولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز او د اوبو توپونه وکارول او لسګونه مظاهره‌چیان یې ونیول. د ټول‌بند پر ضد د هالند پلازمېنه امستردام کې هم مظاهره وشوه چې څه باندې ۱۰۰ تنه ترې ونیول شول. دا مظاهرې یوه ورځ وروسته تر دې وشوې چې چارواکو د پخوانیو بندیزونو په... Читать дальше...

امریکا له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په تړاو د نړۍ له مشرانو سره غونډه کوي

Pa.azadiradio.com 

امریکا به له اقلیمي بدلون سره د مبارزې هڅو ته بېرته ستنېدل، نن (د جنورۍ په ۲۵مه) په همدې تړاو د لوړې کچې یوې غونډه کې د ګډون له لارې وښيي. د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر جان کري به چې د اقلیم په برخه کې د ځانګړي استازي په دنده ګمارل شوی، د اقلیم د بدلون په اړه د نړۍ د یو شمېر مشرانو په غونډه کې ګډون وکړي. دغې غونډه کې د چین مرستیال صدراعظم هن ژینګ، د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل، د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون، د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون او یو شمېر نور مشران برخه اخلي. په انلاین ډول د... Читать дальше...

حمد الله محب: ځینو هېوادونو د طالبانو د مذاکراتي ډلې کورنۍ برمته کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وايي، د طالبانو د مذاکراتي ډلې غړي خپلواکي نه‌لري. حمد الله محب پرون د هوايي ځواکونو په قول اردو کې د وینا پر مهال وویل، د طالبانو د مذاکراتي ډلې د دغو غړو کورنۍ د ځینو هېوادونو له‌خوا برمته شوي دي. ښاغلی محب زیاتوي: ​"دا شی یې واضح کړ چې دوی خپل استقلالیت نه‌لري. محاصره دي او ګروګان نیول شوي دي. د دوی فامیلونه په پردي مملکت کې اوسېږي. هغه هېواد دوی ته لارښوونه کوي چې دلته ترورېستي اعمال او اقدامات وکړي." د ملي امنیت سلاکار وايي، په قطر کې د طالبانو د مذاکراتي ډلې هر غړی جلا جلا غوښتنې مطرح کوي. Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Sitronics Group рассказала о достижениях компании в области корпоративного спорта


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Азаренко вышла в полуфинал турнира WTA-1000 в Майами


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Энергетические поля компенсируют растущие потребности в электроэнергии





Путин в России и мире
Москва

Путин удивился третьему месту Санкт-Петербурга в туристическом рейтинге


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

«Зеленский кричит»: польский генерал рассказал, что творится в Киеве


Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Сергей Шнуров

«Мое сердце у твоих ног»: Сергей Шнуров признался в симпатии одной из участниц «Новой Фабрики звезд»



Москва

Андрей Бочкарев: Длина набережной в Северном речном порту составит более трех километров

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net