123ru.net
Pa.azadiradio.com
Январь
2021

Новости за 26.01.2021

د سیمه ییزو ارګانونو اداره: د اوس په پرتله خوست ښار درې برابره پراخېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغان حکومت چارواکي وايي چې د خوست ښار د پراخولو او په عصري بڼه د دې ښار د جوړولو پروګرام لري. نن د سې شنبې(د سلواغې ۷مه) په ورځ د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر شمیم خان کټوازي په خوست کې د کارموندنې د پروګرام په پیل غونډه کې خلکو ته وویل چې خوست ښار به د اوسني حالت په پرتله درې برابره پراخ شي. ده وویل، دې کار لپاره بودجه شته او د دې مهم پلان پلي کول به زیات نه زیات درې کاله وخت ونیسي. شمیم خان کټوازي دا هم وویل چې خوستوال په بهر کې د پام وړ پانګه لري او هغوی تیاری څرګند... Читать дальше...

د غزني سیمه ییز چارواکي: ناڅرګندو وسله والو یو قومي مشر وواژه

Pa.azadiradio.com 

په غزني کې یو قومي مخور او ټولنیز فعال ناڅرګنده کسانو وژلی دی.ددې ولایت چارواکي وايي، پر ډګروال عبدالرازق اندړ وسله والو کسانو د خپل کور مخې ته برید کړی دی. د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده د سې شنبې (د سلواغې ۷مه) ورځ ماښام ناوخته ازادي راډیو ته وویل: "نن ماښام مهال د غزني مرکز اړوند د څلورمې حوزې په قلعه نو سیمه کې ناپېژانده وسله والو د غزني یو قومي مخور او پخوانی ډګروال د خپل کور مخې ته په شهادت رسولی دی." تر اوسه پورې کومي ډلې د دغه پېښې پړ پر غاړه نه ده اخیستې.

ارزګان چارواکي: ترینکوټ کې چاودنې یو تن وژلی او ۸ نور یې ټپیان کړي

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې بمي چاودنې یو ملکي کس وژلی دی.  د ارزګان ولایت د ولایتي روغتون رئیس امین الله توخي ازادي راډیو ته وویل د پېښې له ځایه ورته ۹ کسان وروړل شوي چې یو په کې وژل شوی او ۸ نور ټپیان دي. نوموړی وايي، په ټپیان کې ۶ تنه ملکیان دي او دوه تنه پولیس دي چې ده د ټپیانو روغتیايي حالت ناسم ښودلی. دا پېښه نن سې شنبه (د سلواغې ۷مه) ماښام اته بجې د دې ولایت په مرکز ترینکوټ ښار د منار څلور لاري د ملي پوستې سره نږدې شوې ده. د پېښې نوعیت لا معلوم نه دی. د ارزګان ولایت ولایتي... Читать дальше...



د غزني بزګران: دولت دې الوبخارا ته نړيوال مارکیټ او ښه بازار پیدا کړي

Pa.azadiradio.com 

غزني کې د نورو کلونو پرتله په دا وروستیو کې د الوبخارا کښت کې څو چنده زیاتوالی راغلی. د انګورو، مڼو، زردالو، ځمکني توتانو، زعفرانو او ځینو نورو توکو ترڅنګ الوبخارا د غزني مهم کښت دی، خو د دغه ځای بزګران وايي، د کرنې چارواکي دې د دوی دې مهم پیداوار ته بازار پیدا کړي.  ۵۰ کلن محمدامير د غزني مرکز سوېل لور ته په شااوخوا څلور کیلومترۍ واټن کې د سفندې کلي کې د الوبخارا بڼوڼه لري.  دی د الوبخارا له سږنیو حاصلاتو او ډېروالي څخه خوشحاله دی.  نوموړی زیاتوي، د دغه باغونو د پرمختګ یو لوی لامل هم د کرنې... Читать дальше...

د غزني اوسېدونکي وايي د سولې خبرو ته یې هیلې را ژوندۍ شوې 

Pa.azadiradio.com 

که څه هم قطر کې د افغان سولې مذاکرات پڅ روان دي، خو هغه ولایتونو کې چې اوسېدونکي یې جګړو زیات ځپلي بیا هم د مذاکراتو روان بهیر ته خوشبین دي.  غزني هم هغه ولایت دی چې سختې جګړې په کې تېرې شوي دي.  د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، تمه لري چې نور افغانستان کې د وینو تویول بس او د سولې مذاکرات بریالۍ پایلې ولري.  د مدني ټولنو یو شمېر فعالان، قومي مشران او د غزني ولایت اوسیدونکي د طالبانو او افغان دولت د استازو تر منځ د سولې خبرو روانې پروسې ته خوښ او وايي، د سولې د بریالي بهیر لپاره د دوی هیلې بیا ژوندۍ شوي دي. Читать дальше...

ټایلینډ کې د یوې کوچنۍ مرغۍ په زړه پورې صحنه!

Pa.azadiradio.com 

ښایي دا به مو تر اوسه نه وي اوریدلي چې یو څوک دې په ښیښه کې د خپل مخ په لیدو پر خپل مخ ګوزارونه وکړي، خو دا کار یوې کوچنۍ مرغۍ په ټایلنډ کې کړی.  یوه کوچنۍ مرغۍ چې کله په لوی سړک کې ولاړ د یوه موټر د چپ لاس دروازې په کوچنۍ ښیښه کې خپل ځان ویني، پرې سم لاسي د مشوکې ګوزارونه کوي. چا چې ټایلنډ کې د دغې صحنې ویډیو فلم اخیستی او رویترز اژانس یې هم یوه کاپي خپره کړې، وایي، دغه مرغۍ چې د موټر د چپې دروازې د لویې ښیښې د لاندني چوکات پر سر د ډریور د شا لیدلو کوچنۍ ښیښې ته نژدې ناسته وه، د موټرو او د لارویانو... Читать дальше...

هند افغانستان ته د کرونا ۵۰۰ زره ډوزه واکسین ورکوي

Pa.azadiradio.com 

هند افغانستان ته د کرونا پنځه سوه زره ډوزه واکسین ورکوي.  په هند کې د افغانستان سرپرست سفیر طاهر قادري په ټویټر کې لیکلي دي چې دا واکسین به ډېر ژر افغانستان ته واستول شي او د کرونا د مخنیوي په بیړنیو چارو کې به ګټه ترې واخېستل شي.  په افغانستان کې تر اوسه په کرونا ویروس څلورپنځوس زره اووه سوه پنځوس تنه اخته شوي دي او د دې ناروغۍ د تلفاتو رسمي شمېرې دوه زره درې سوه نهه اتیا ته رسیدلي دي.

چاودنې د کندز د ولایتي شورا مرستیال 'امیري' ټپي کړ

Pa.azadiradio.com 

د کندز د ولایتي شورا مرستیال صفي الله امیري نن سې شنبه (د سلواغې ۷مه) د کندز ښار په دوهمه ناحیه کې ټپي شو.  چاودنه سهار د نهه نیمو بجو خوا ته د ولایتي شورا د مرستیال کور ته نژدې وشوه. دې پېښه کې د ښاغلي امیري دوه ساتونکي هم ټپیان شوي دي.  یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې ماین په یوه بایسکل کې ځای پرځای شوی وو.  تر اوسه کومې وسله والې ډلې ددې پېښې پړه نه ده منلې.



ایران کې د غېږنیونې یو اتل 'مهدي علي حسیني' په دار وځړول شو

Pa.azadiradio.com 

له ایرانه راغلي راپورونه وایي چې د غېږنیونې یو اتل د قتل په تور اعدام شو.  د راپور له مخې ۳۰ کلن مهدي علي حسیني د ایران په جنوب لویدیځ کې د 'دزفول' په ښار کې د دوشنبې په ورځ په دار ځړول شوی دی.  حسیني چې د سیمې په کچه پیژندل شوی غېږ نیونکی و، پنځه کاله مخکې د یوه ځوان د وژلو په تور تورن شوی و.  ایران د نړۍ له هغو څو ګوتو په شمارو هېوادو څخه دی چې ډېر کسان په کې اعدامېږي.  د بښنې د نړیوال سازمان په وینا په ایران کې په دوه زره نولسم کال کې تر دوه سوه یو پنځوس ډېر کسان اعدام شول.

لوګر پولیس: د طالبانو له زندانه ۲۲ کسان خوشې شول

Pa.azadiradio.com 

افغان ځواکونه په لوګر کې د طالبانو له زندانه د ۲۲ کسانو د خوشې کېدو خبر ورکوي.  د لوګر د پولیسو ویاند شاپور احمدزی وایي: "امنیتي ځواکونو تېره شپه د لوګر چرخ ولسوالي کې د ځانګړیو عملیاتو پر مهال اووه تنه امنیتي کسان او پنځلس ملکیان د طالبانو له یوه زندانه خوشې کړل."  ښاغلي احمدزي زیاته کړه چې د دې عملیاتو پر مهال درې طالبان نیول شوي هم دي.  طالبانو د دې زندان د ماتېدو په اړه څه نه دي ویلي.

مظاهره چیانو سره د روسیې پر چلند او د افغانستان په اړه د بایډن اندېښنه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر جوبایډن په روسیه کې د اپوزیسیون د مشر الکسي ناوالني، د حکومت ضد اعتراضونو ځپلو او په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د وژلو په خاطر اندېښنه څرګنده کړه.  جو بایډن په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته د دوشنبې په ورځ وویل: "زما په اند موږ کولی شو چې د دواړو هېوادو د دوه اړخیزو هدفونو لپاره د نوي سټارټ پر تړون کار وکړو، روسیې ته روښانه کړو چې موږ د دوی د چلند په خاطر، که د ناوالني په اړه وي، یا هم په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د وژلو په خاطر د انعامونو ورکړه وي، ډېر اندیښمن یوو."  ... Читать дальше...

د افغانستان بانک: پر بانکونو د افغانانو باور زیات شوی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان بانک په وینا د تېر مالي کال په ترڅ کې د کرونا وبا سربېره پر بانکونو د افغانانو باور زیات شوی دی.  د دې بانک د تادیاتو د برخې مشر میر عزیز برکي په کابل کې ملت ته د حکومتي ادارو د حساب ورکونې په پروګرام کې نن سې شنبه (د سلواغې ۷مه) وویل: "د هغو کسانو شمېر چې په بانک کې پیسې امانت ږدي، د هغوی شمېر څلور اعشاریه درې میلیونو ته لوړ شوی دی."  د دې بانک د چارواکو په خبره، تېر مالي کال کې د بانکي سکټور په دارايي برخه کې ۱۳ میلیارده افغانۍ زیات والی راغلی او دې بانک درې دیرش میلیارډه افغانۍ نوي بانک نوټونه بازار ته وړاندې کړي دي.

د تاجیکستان ولسمشر خپل هېواد له کرونا وبا پاک وباله

Pa.azadiradio.com 

د تاجیکستان ولسمشر خپل هېواد له کرونا وبا پاک وباله او ویې ویل چې روانه میاشت د کرونا یوه مثبت پېښه هم نه ده ثبت شوې. امام علي رحمان نن سې شنبه (د سلواغې ۷مه) پارلمان ته د وینا پرمهال دا ادعا وکړه، خو د تاجیکستان روغتیا وزارت د دې میاشتې په پیل کې ویلي و چې د کرونا یو شمېر نوې مثبت پېښې د نوي کال له پیله را وروسته ثبت شوي دي. په تاجیکستان کې د کرونا رسمي مثبتې پېښې ۱۳ زره درې سوه اتو ته رسېږي او تلفات یې نوي تنه ښودل کېږي.

د انساني قاچاق د مخنیوي میاشت؛ انساني قاچاق افغانستان ته تر ټولو نوی کړاو

Pa.azadiradio.com 

د انسانانو قاچاق په نړۍ او په ځانګړي ډول افغانستان کې تر ټولو نوی کړاو دی. ‎جنوري مياشت په نړۍ کې د انسانانو د قاچاق او د غلامانو د ساتلو د مخنیوي میاشت ده. ۳۰ کلن فهیم هغه ځوان دی چې انساني قاچاق کوونکو تېر ایستلی او ډېر په سختۍ  ترکیې رسېدلی. ‎دی وایي چې قاچاق کوونکو ۵ کاله وړاندې په بېلابېلو درواغو او پلمو دی تېر ایستلی، پیسې یې ترې اخیستي او د لارو د ستونزو په اړه یې ورته هېڅ هم نه دي ویلي. ‎فهیم د ترکیې د لارو د ستونزو په اړه ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "هغه مهال چې موږ ولاړو له موږ سره... Читать дальше...

کرونا؛ هالنډ کې پولیسو د ګرځبندیز پر ضد ۷۰ اعتراض کوونکي نیولي

Pa.azadiradio.com 

د هالنډ په امستردام کې پولیسو اویا کسان وروسته له هغه ونیول چې د شپې د ګرځ بندیز پرضد یې درېيمه شپه هم اعتراضونو ته دوام ورکړ.   په ځینو ځایو کې لاریون په تاوتریخوالی اووښتی او لاریون کوونکو پولیس په ډبرو وویشتلي.   پولیسو ویلي چې لاریون کوونکو د کورونا ویروس د معاینې یوه ځای ته اور ورته کړ.   د دې هیواد صدراعظم د دوشنبې په ورځ فساد او ګډوډي وغندله.   راین لینډسې د ایرلنډ دی، خو اوس امستردام کې اوسي او هلته کار کوي او غواړي چې د هالنډ حکومت د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر رامنځته کړي محدودیتونه لېرې کړي. Читать дальше...

کونړ کې د لومړي ځل لپاره د بډوډو د وینځلو او درملنې مرکز پرانېستل شو

Pa.azadiradio.com 

په کونړ کې د لومړي ځل لپاره د بډوډو د وینځلو او درملنې مرکز پرانېستل شو، دغه مرکز د اسعداباد په مرکزي روغتون کې دی. د بډوډو دا څانګه د دولت د پراختیايي بودجې په ۷ اعشاریه ۶ میلیونه افغانیو جوړه شوه. د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب عمومي رئیس ډاکټر محیب الله ځېر په نوې جوړه شوې څانګه کې د شته اسانتیاوو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د فارميسې څانګه، د 'ای.سي.جي' څانګه، د الټراساونډ څانګه، د اوبو د پاکولو څانګه، د ګردو د وینځلو او نور مجهز وسایل موجود دي چې دې سره به بډوډې وینځي او درملنه به یې... Читать дальше...

امریکا: القاعده افغانستان کې پیاوړې شوې او د طالبانو په ملاتړ فعالیت کوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د خزانې وزارت د امریکا دفاع وزارت ته په یوه لیک کې په افغانستان کې د القاعدې او داعش فعالیتونو له مالي سرچینو پرده پورته کړه. د امریکا د خزانې وزات عمومي مفتش ګرېګوري سلېوان د دې هېواد د دفاع وزارت د دفاع وزارت مفتش ته په افغانستان کې د القاعده شبکې او داعش خراسان څانګې د فعالیتونو او تمویل په اړه استولي یادښت کې د امریکا د خزانې وزارت په حواله وايي: "له ۲۰۲۰میلادي کال راهېسې القاعده شبکه افغانستان کې پیاوړې شوې او دې شبکې د طالبانو تر ولکې لاندې له هغوی سره خپل فعالیت ته دوام ورکړی دی."... Читать дальше...

"په کندز کې يو شمېر رسنيزو فعالانو دندې پريښې"

Pa.azadiradio.com 

کندز کې د رسنیو مسولین وايي یو شمېر کارکونکیو یې د خوندیتوب د اندېښنو له کبله دندې پريښې دي. د کندز د رسنیو کارکوونکي، چې لا د مخه خبریالانو ته پېښو امنیتي ګواښونو  اندېښمن کړي وو، وايي، دغلته پر یوه سیمه یيزه راډیو له برید وروسته نور هم وېرېدلي دي. د یو شمېر سیمه ییزو رسنیو مسئولان وايي، چې  ځینو کارکوونکو یې له دې پېښې وروسته خپلې دندې پرېښې دي.  د جدي په 26 مه نېټه یو شمېر پارېدلي لمونځ کوونکي د کندز په ښار کې د فیروز کوهی جامع جومات ته څېرمه د زهره په نوم راډیو ته ننوتل، او د دې راډیو وسایل یې مات کړل. Читать дальше...

په تاجکستان کې د بې روزګاره ښځو شمیر په زیاتیدو دی

Pa.azadiradio.com 

هرکال په سلګونو زره کسان له تاجکستانه د کار لپاره روسیې ته ځي. بیکارۍ د تاجکستان د خلکو ژوند سخته کړی دی او د هغو کسانو شمیر ورځ تر بلې ډيریږي چې کار نه لري. په دې راپور کې تاسو هغه بازار ته ورولو چې تاجک میرمنې هلته هره ورځ د کار موندلو لټه کوي.


Музыкальные новости
Людвиг ван Бетховен

Торжественная месса Бетховена прозвучит в Мариинском в день 200-летия со дня первого исполнения





Персональные новости
Арцах

Грязная азербайджанская пропаганда на трагедии россиян





اریانا شرکت: تېرکال۵۶۰ زره کیلوګرامه توکي ځېنې هېوادونو ته لېږدول شوي

Pa.azadiradio.com 

د اریانا افغان هوايي شرکت مسولین وايي، په تېر مالي کال کې یې شااوخوا ۵۰۰ او ۶۰ زره کیلو ګرامه سوداګریز توکي د هوايي دهلېزونو له لارې د شااوخوا ۲۰۰ پروازونو په ترسره کولو سره د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته انتقال کړي.  د دې شرکت سرپرست کپتان عبدالمعروف سکندري په کابل کې ملت ته د حکومت ادارو د حساب ورکونې په پروګرام کې وویل، له انتقال شوېو سوداګریزو توکو یوازې شااوخوا ۶۰ زره یې د ۹ پروازونو په ترسره کولو سره هندوستان ته انتقال شوي. ښاغلي سکندري زیاته کړه: "په ټوله کې ۵ لکه ۶۰ زره او ۴۴ کیلوګرامه سوداګریز... Читать дальше...

تېر مالي کال ۳۳ میلیارده افغانۍ نوي بانک نوټونه بازار ته وړاندې شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان بانک مسوولین وايي، په تېر مالي کال کې یې ۳۳ میلیارده افغانۍ نوي بانک نوټونه بازار ته وړاندې کړي. د دې بانک د تادیاتو برخې مشر میر عزیز برکي په کابل کې ملت ته د حکومتي ادارو د حساب ورکونې په پروګرام کې وویل، په تېر مالي کال کې که څه هم د کرونا ویروس خپور و خو بیا هم بانکي سکټور ته د خلکو علاقه مندي ډېره و. هغه زياتوي: "د خلکو علاقمندي د اسلامي او نور بانکدارۍ سره ډېره وه. خلکو هڅه کوله خپل ټول قیمتي توکي له بانک سره خوندي کړي، او هغه کسانو چې خپل امانتونه بانک ته سپارل په شمېر کې زیاتوالی... Читать дальше...

په فاریاب کې د بېځایه شویو له کړاوه ډک ژوند

Pa.azadiradio.com 

په فاریاب ولایت کې سلګونه بېځایه شوې کورنۍ په دې سخته یخنۍ کې تر خیمو لاندې له کړاوه ډک ژوند تېروي. ازادي راډيو څه موده وړاندې د دوی پر سخت ژوند راپور خپور کړ چې له امله يې دوی ته د مرسته کوونکو ټولنو پام واوښت. نور په دې راپور کې:

ملګرو ملتونو د افغانستان پر روان کړکېچن او تاوتريخجن وضعیت اندېښنه څرګنده کړه

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي لوړه کچه په دې هېواد کې د روان کړکېچن وضعیت ښکاروندیه ده. ملګري ملتونه د افغانستان د سولې لپاره روانې خبرې د څو لسیزو د جګړې د پای لپاره یو فرصت بولي، خو په دې هېواد کې په اوسني وضعیت هم اندېښنه ښيي. په سیاسي او سولې چارو کې د دې سازمان مرستیاله روزماري ډیکارلو وايي، په افغانستان کې روان تاوتریخوالی په دې هېواد کې د اوسني کړکېچن وضعیت استازولي کوي. مېرمن ډیکارلو پرون د دې سازمان په غونډه کې چې د کوېډ۱۹ اغېز پر سولې او امنیت په نوم جوړه شوې وه،... Читать дальше...

ملګروملتونو د نازیانو او سپین پوستو برترۍ پر وړاندې نوې هڅې پیل کړي

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش د نویو نازیانو او د سپین پوستو د برترۍ په وړاندې د یوه نړیوال ایتلاف د جوړیدو غوښتنه وکړه. د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش د نیو نازیانو او د سپین پوستو د برترۍ د پراختیا او خپرېدو پر وړاندې د یوه ایتلاف د ایجادولو لپاره د همغږي نړیوال اقدام غوښتنه وکړه. ګوترش دغه راز د ناسمو تبلیغاتو او اطلاعاتو، له پردیو د ویرې د بیا راژوندي کولو، د یهودانو ضد او د کرکې د بیانونو پر وړاندې چې د خپراوي او دې یو عامل یې هم په نړۍ کې د کرونا خپره شوې وبا بلل شوې، د یوه نړیوال اقدام غوښتنه وکړه. Читать дальше...

د ننګرهار په بهسودو کې لسګونه شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې ۱۹۲ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل، چې دغه شنې خونې د څه باندې ۱۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړې شوي دي. نوموړي وویل، چې د دغو شنو خونو د جوړولو ۸۵ سلنه لګښت د کرنې وزارت او یوازې ۱۵ سلنه لګښت یې د برخمن شويو کسانو له خوا ورکړل شوی دی. د افغانستان د کرنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ په ۱۳۹۹یم مالي کال کې د کرنې وزارت د ننګرهار ولایت د کرنې، مالدارۍ، اوبولګولو او بڼوالۍ په بېلابېلو برخو کې څه باندې ۷۵۸ میلیونه افغانۍ لګولي دي. Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Мечевой бой состоялся в павильоне «Спорт для каждого»


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Дарья Касаткина

Теннисистка Касаткина отреагировала на высказывания Винер о россиянах


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Хамовники побили пятилетний рекорд по количеству сделок с недвижимостью





Путин в России и мире
Москва

Наблюдательная миссия ЕС в Армении превращается в миссию НАТО.


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Киев признал стагнацию ВСУ по всей линии фронта


Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Тимати

А надо было ласково? Тимати после слов о "ребятах"-террористах ответили по-мужски



Москва

30 лет «Следу Пантеры»: Анна Шуняева об итогах работы поисковой организации

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net